شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهپاکستان له کابل څخه د حافظ ګل بهار د سپارلو غوښتنه وکړه

پاکستان له کابل څخه د حافظ ګل بهار د سپارلو غوښتنه وکړه

تاند (جمعه، د سرطان ۲۹ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ نن په مشخص ډول د کابل پر طالب رژیم غږ وکړ، چې د پاکستاني طالبانو یو مشر حافظ ګل بهار دې ور وسپاري.

هغې ادعا وکړه، چې طالب چارواکو ته د حافظ ګل بهار ځای معلوم دی.

د نوموړې په وینا، د حافظ ګل بهار د ډلې په ګډون نور پاکستاني طالبان هم افغانستان کې پټنځایونه لري.

پر افغانستان واکمنو طالبانو او افغان شنونکو تل د پاکستان داسې ادعاوې رد کړي او ویلي، چې پاکستان په دې څرګندونو د ترهګرۍ د زیږولو او ملاتړ تورونه له ځان څخه پر افغانستان اچول غواړي.

مخکې تحریک طالبان پاکستان هم د پاکستان د تورونو له رد سره ویلي، چې نه په افغانستان کې پټنځایونه لري او نه یې له افغان خاورې ملاتړ شوی.

2 COMMENTS

  1. ګومان کوم د زهرا جانې بلوچ مندکه هم بخار کوي ، کله ګل بهادر پلمه کوي او کله پنجابي ټالبان . ټالبان درته وایي که درته معلوم وي ځای یې راوښیه .
    هسې په ډګه کې هډوکي لټوي .

  2. دخدای نه مې جار کړي د ترهګرو پنځوونکي ، تمویلوونکي او پالونکي مصنوعی هیواد نن پر موږ بهتان وائې او خپل روزل شوی زموږ نه غواړی لږ شرم هم ښه دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب