Homeخبرونهپه بلوجستان او خیبرپښتونخوا کې چاودنو او بریدونو ګڼ کسان مړه او...

په بلوجستان او خیبرپښتونخوا کې چاودنو او بریدونو ګڼ کسان مړه او ژوبل کړل

تاند (جمعه، د سرطان ۲۹ مه) د پاکستان د بلوچستان ایالت پولیس وايي چې نن په دغه ایالت کې په دوو چاودنو کې لږترلږه ۱۰ امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پولیسو په وینا، نن سهار د تُربت په بلیده سیمه کې بمي چاودنې یو سرتېری وواژه او ۷ نور یې ژوبل کړل.

له بلې خوا د کېچ د سیمې پولیس وايي چې د سړک د غاړې په یوه چاودنه کې د ملېشه ځواک د سپرلیو نقلیه وسیله والوته او په ترڅ کې یې ملېشه ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته.

د کېچ ډاکترانو رسنیو ته ویلي چې د پېښې له ځایه د څو تنو مړي روغتون ته وروړل شوي دي.

کېچ او تربت د بلوچستان بلوچ مېشتې سیمې دي. په دغو سیمو کې د بلوچستان د ازادۍ پوځ یا هغه ډله چې د ازاد بلوچستان لپاره مبارزه کوي، پر پاکستاني پوځیانو تل بریدونه کوي.

له بلې خوا د بلوچستان ایالت د پښین له پښتني سیمې څخه هم ترلاسه شوي راپورونه وايي چې په یوه چاودنه کې دوه پولیس او څلور لارویان ټپیان شوي دي.

د خیبرپښتونخوا په مردان او بلوچستان کې هم څو بریدونه او چاودنې شوي دي.

د مردان پولیسو رسنیو ته وویل چې نن سهاروختي نامعلومو وسله والو د تخت بايي د لرغونو اثارو د پولیسو پر پوستې برید وکړ چې په ترڅ کې یې یو پولیس وژل شوی او ۲ نور ژوبل دي.

د دې برید مسوولیت وروسته ټي ټي پي په غاړه واخیست.

د جنوبي وزیرستان پولیسو هم ویلي چې د واڼې په بازار کې چاودنې ۲ تنه وژلي او ۴ ژوبل کړي دي.

پولیس ادعا کوي چې مرګ ژوبله لارویانو ته اوښتې ده.

دا بریدونو له هغو مرګ ژوبلو جلا دي چې نن په بنو کې پر لارینوالو د پوځیانو د ډزو په نتیجه کې ملکي وګړو ته واوښته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...