پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپښتین او ایمل ولي خان د بنو پر لاریونوالو برید د پوځ...

پښتین او ایمل ولي خان د بنو پر لاریونوالو برید د پوځ کار وباله

تاند (جمعه، د سرطان ۲۹ مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین او د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان په بنو کې پر سوله ییز لاریون برید وغانده.

راپورونه وايي چې ظاهراً نامعلومو وسله والو پر لاریونوالو ډزې کړي چې له کبله یې لږترلږه ۲ تنه وژل شوي او تر ۲۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.

دوی دا لاریون وروسته له دې وکړ چې په بنو کې پر یوه روغتیايي مرکز په برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ تنه ووژل شول.

پر لاریونوالو، چې شمېر یې زرګونو ته رسیده، وروسته له دې برید وشو چې هغوی د بنو د سپورت کمپلیکس ته ورسیدل او هلته یې سوله ییز پرلت پیل کړ.

د برید په مهال د خیبرپښتونخوا د صوبايي حکومت د روغتیا وزیر پښتونیار خان وینا کوله. نوموړی د تحریک انصاف غړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر لاریونوالو برید د پاکستان د پوځ کار بللی او پر خپله ایکسپاڼه یې لیکلي چې دا له پښتنو سره نهايي زیاتی او له دې قوم سره څرګنده دښمني ده.

ده په عین حال کې ویلي:

د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان ویلي چې پر لاریونوالو د پوځ له لوري ډزې شوي او دا ښيي چې پوځ د ترهګرۍ ملاتړ کوي.

ایمل ولي خان پر خپله ایکسپاڼه د پوښتنې په ډول لیکلي:«د نړۍ کوم ډول قانون د داسي عمل اجازه ورکوي.‎ ایا د امن او د ترهګرۍ د ختمېدو غوښتنه جرم دی، د خپل غږ پورته کول ګناه ده؟»

په بنو کې د سوداګرو د اتحاديې مشر ډاکټر عبدالروف قرېشي وويل، دوی د ناامنۍ پرضد احتجاج کړی خو په امن غوښتونکو ډزې وشوې.

ټي ټي پي هم دا برید غندلی او هغه یې دولتي تروریزم بللی دی.

تراوسه د برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

له دې سره هممهاله په باجوړ کې خلکو اعلان کړی چې د روانې میاشتې په پای کې د امن لپاره جرګه جوړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب