دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهترافیکي پېښو په یوه اوونۍ کې لږترلږه د ۴۰ افغانانو ژوند اخیستی

ترافیکي پېښو په یوه اوونۍ کې لږترلږه د ۴۰ افغانانو ژوند اخیستی

تاند ـجمعه، د سرطان ۲۹ مه) په هرات ولايت کې تېره شپه د يوې ترافيکي پيښې له امله شپږ تنه مړه او يوتن ټپي شو.

یو شمېر کورنیو رسنیو نن خبر ورکړ، چې دا پېښه د هرات – اسلام کلا پر لویه لاره هغه مهال رامنځته شوه، چې یو کرولا ډوله موټر له یوه بار وړونکي لارۍ سره ټکر وکړ.

تر اوسه د پېښې لامل نه دی په ډاګه شوی.

پرون (پنجشنبې) په بدخشان کې طالب چارواکو وویل چې په یوه ترافیکي پېښه کې ۵ تنه مړه او ۱۳ نور ژوبل شول.

د طالبانو د بدخشان امنیه قومندانۍ وویل چې دا پېښه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په کوهستان ولسوالي کې هغه مهال وشوه چې یو لنډکروزر موټر له سړکه واوښت او چپه شو.

د بدخشان د امنیه قومندانۍ د ویندوی احسان الله کامګار په وینا، د ځینو ټپیانو حال نازک دی.

تر دې یوه ورځ وړاندې د بغلان ولایت په خنجان ولسوالي کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۷ تنه مړه او ۳۰ نور ټپیان شول.

د بغلان ولایت د امنیه قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، پېښه د خنجان په تخته سنګ سیمه کې هغه مهال وشوه چې له کابل څخه فاریاب ته روان بس چپه شو.

د یکشنبې په ورځ هم د بغلان د مرکز پلخمري او د ډنډې غوري ولسوالۍ په خواجه الوان سیمه کې په جلا _جلا ترافیکي پېښو کې ١٢ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د ترافیکو عمومي ريیس حسیب الله مختار د دوشنبې په ورځ (د سرطان ۲۵ مه) ملي تلویزیون ته وویل چې سږ کال تراوسه پورې ۱۳۰۰ ترافیکي پېښې ثبت شوي چې په هغو کې شاوخوا ۵۰۰ تنه مړه شوي او همدومره نور ټپیان شوي دي.

د ښاغلي مختار په وینا دا شمېر د تېر کال د ورته مودې پرتله د پام وړ کم دی.

تېر کال شاوخوا ۴ زره ترافیکي پېښې ثبت شوې وې چې له کبله یې د یو نیم زر او دوو زرو ترمنځ کسان مړه شوي او همدومره نور ټپیان شوي وو.

تر ټولو ډېرې پېښې د کابل- جلال اباد په لاره کې ثبت شوي دي.

په افغانستان کې ډېرې ترافیکي پېښې د لارو د خرابوالي او تر یوه حده د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل کېږي. ډېری موټرچلوونکی د رعت حدود یا لمیټ نه رعایتوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب