شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+ افغانستان ته د عثماني ترکیې هیأت| عبدالباري جهاني

 افغانستان ته د عثماني ترکیې هیأت| عبدالباري جهاني

په ۱۸۷۷ کال کي د روسیې د امپراطوری او عثماني ترکیې ترمنځ جنګ پیل سو. ترکیې له روسیې سره د جنګ کولو توان نه درلود. له بلي خوا په منځنۍ اسیا کي د روسیې پرمختګونو له برټانیې سره اندېښنه پیدا کړې وه. ترکیې غوښتل چي د افغانانو له اسلامی احساساتو څخه استفاده وکړي او د روسیې پر ضد یې له ځان سره  ملګري کړي. برټانیې هم، د روسیې د پرمختګونو د مخنیوي لپاره، له ترکیې سره د افغانانو د ملاتړ طرفداري کوله. برټانیې، د دغه هدف لپاره، د یوه هیأت د جوړولو او د افغانستان امیر شېرعلي خان ته د لېږلو ابتکار پر غاړه واخیست. د دغه هیأت په باره کي ما پخپله په تاریخي متونو کي چنداني څه نه دي لوستي او افغان مورخینو هم دې تاریخي پېښي ته چنداني اشاره نه ده کړې. ځکه مي د دغه تاریخي هیأت په باره کي د دغه لنډ مضمون ترجمه کول لازم وبلل.

په ۱۸۷۷ کال کي افغانستان ته د عثمانی ترکیې هیأت

ایس تنویر واسطی S. Tanvir Wasti

په ۱۸۷۷ کال کي د عثماني ترکیې پاچا، دوهم سلطان عبدالحمید، افغانستان ته یو هیأت واستاوه تر څو چي د روسیې په مقابل کي، چي په ۱۸۷۷ کال کی یې پر ترکیې باندي یرغل پیل کړی وو، د افغانانو ملاتړ ترلاسه کړي. د ترکیې سلطان، د روسیې په مقابل کي، د نورو اسلامي هیوادونو د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره هیأتونه لېږلي وه تر څو د اسلامي هیوادو نو مشران د عثماني ترکیې څخه د دفاع لپاره وهڅوي. اوزکان A. Ozcan لیکي چي پان اسلامیزم، یا هغه منظم کوښښونه چي د ټولو مسلمانانو د متحد کولو په لاره کي کېدل، ایله د نولسمي پېړۍ په دوهمه نیمايی کي په عثماني ترکیه کي پیل سول. ډی اي لي D.E. Lee د دې تحریک په باره کي لیکلي دي:

« سلطان عبدالعزیز او سلطان عبدالحمید په هغه وخت کي د هغو مسلمانانو د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره، چي اکثریت یې د یوه او بل استعماري طاقت ترلاس لاندي ول، هلي ځلي پیل کړې. سلطان عبدالعزیز په دغه سلسله کي په ۱۸۷۳ کال کي د کاشغر امیر یعقوب بیګ ته، چي یو زړه ورجنګیالی وو او ښه زیاته سیمه یې د چین د حکومت څخه آزاده کړې وه، پوځي ماهران واستول. په دغه سلسله کي یې سیدجمال الدین افغاني ته په استانبول کي ځای ورکړی وو او هغو هیوادونو ته یې کونسلان لېږلي ول چي مسلمانانو ژوند پکښي کاوه. عثماني سلطان دغه راز د هند په مسلمانانو کي تبلېغات کول او هلته یې په ورځپاڼو کي د عثماني خلافت لپاره ملاتړ ترلاسه کاوه»

په ۱۸۷۷ کال کي عثماني خلافت افغانستان ته هم یو هیأت واستاوه او برټانیې ځکه د دې هیأت په لېږلو کي مرسته کوله چي هغه هیواد له روسیې سره رقابت درلود او له دې څخه یې وېره درلوده چي هسي نه په سیمه کي د روسیې پرمختګونه په هند کي د دوی ګټو ته خطر پېښ کړي. ګریګوریان په دې عقیده دی چي برټانیې غوښتل په افغانستان کي دایمي نماینده ولري او بالآخره د هغه هیواد خارجي اړیکي تر خپل کنټرول لاندي  راولي او حتی په دې لاره کي یې له عثماني سلطان څخه غوښتنه وکړه چي د کابل حکومت پخپله خاوره کي د برټانیې دایمي نمایندګی منلو ته تشویق کړي. البته په دې دواړه لیکوالانو کي یو هم په دې اړه د ترکیې په منابعو استناد نه کوي.

دې خبري ته باید اشاره وکړو چي د ۱۸۷۰ په لسیزه کي، د ستري لوبي په سلسله کي، روسیې بخارا، خیوا او خوقند اشغال کړل او برټانیې په جواب کي په ۱۸۷۶ کي د کوټي ښار ونیوی. افغانستان په هغو شرایطو کي ځکه اهمیت پیدا کړی وو چي د برټانیې او روسیې ترمنځ یې د حایلي سیمي حیثیت درلود. ترکیې ځکه د افغانستان په دریځ کي مستقیمه علاقه درلوده چي غوښتل یې افغانستان د عثماني ترکانو د مسلمانانو په ملاتړ د روسیې په مقابل کي یو څه جدي پوځي پالیسې غوره کولو ته وهڅوي.

 په دغه وخت کي امیرشیرعلي خان د افغانستان پاچا وو او هغه داسي پالیسي غوره کړې وه چي د دواړو لویو قدرتونو کي ترمنځ یې داسي موازنه ساتله چي د ده خپل دریځ ته یې تاوان ونه رسیږي. سره له هغه چي برټانیې او افغانستان د ۱۸۷۷ کال د فبروري په میاشت کي په پېښور کي خبري سره کړي وې مګر امیر شیرعلي خان د هماغه کال د مارچ په میاشت کي په افغانستان کي د برټانیې د دایمي نمایندګی له پرانیستل کېدلو سره موافقه نه وه کړې. دغه راز رپوټونه ورکړه سوي وه چي امیر د برټانیې په مقابل کي د جهاد تبلیغ هم کاوه. په هغو کسانوکي چي د افغانستان امیر ورسره په تماس کي وو یو هم د سوات اخوندصاحب وو. محمودجلال الدین پاشا لیکي چي د دغو انکشافاتو په نتیجه کي په استانبول کي د برټانیې سفیر اسټین هینري لایارډ Austen Henry Layard  سپارښتنه وکړه چي عثماني ترکیه دي افغانستان ته یو هیأت واستوي او کوښښ دي وکړي چي امیرشیرعلي خان په دې قانع کړي چي د روسیې خواته، چي له ترکیې سره په جنګ کي ده، میلان ونه ښيي. داسي هیله کېدله چي که دغه هیأت په خپل مأموریت کي بریالی سو نو د عثماني ترکیې موقف به غښتلی سي او برټانیه به هم له روسیې سره د مسلمانانو له متحدي مقابلې څخه ګټه ترلاسه کړي او د روسیې د نورو فتوحاتو او یرغلونو مخه به بنده کړي. په هند کي د برتانیې ویسرا لارډ لیټن د لایارډ د دغه فعالیتونو سره توافق وښود. لارډ لیټن په دې پوهېدی چي هر څومره زیات چي برټانیه د ترکیې ملاتړ وکړي په هغه اندازه به د هند مسلمانان برټانیې ته وفاداری ښيي. بالآخره د برټانیې مرکزي حکومت افغانستان ته د دغه هیأت له لېږل کېدلو سره موافقه وکړه او هیأت د ۱۸۷۷ کال د جولای د میاشتي پر ۱۲مه له استانبول څخه حرکت وکړ.

ګریګوریان Gregorian  د دغه هیأت د اهدافو په باره کي په مشخصه توګه لیکي چي دوی غوښتل دا وښيي چي سلطان دې ته تیار دی چي د افغانستان او دغه راز په اسیاکي د نورو مسلمانو واکمنانو او برټانیې ترمنځ د ښو اړیکو د دټینګېدلو او دوام په برخه کي مرسته وکړي؛ او د روسیې په مقابل کي یې تقویه کړي. خو ترکیې دغه راز له برتانیې  څخه غوښتل چي باید هغه هیواد  ته په پېښور کي د قونلسګری د پرانیستلو اجازه ورکړي. محمودجلال الدین پاشا ویلي وه چي د ترکیې سلطان، مخکي له مخکي، احمد حمدي د همدغه کار لپاره ټاکلی وو. د ترکیې حکومت وختی لا احمد حمدی، افغانستان ته د لېږل کېدونکي هیأت په ډله کي شامل کړی وو. د عثماني ترکیې د دغه هیأت مشري احمد هولوسی شیروان زاده ته سپارل سوې وه او هغه یې د مختار سفیر په حیث ټاکلی وو. له دې هیأت سره احمدحمدی افندی، احمدبیهایی افندی او د لعل شاه په نوم یو افغان ملګری وو. احمدحمدی افندي ته وظیفه ورکړه سوې وه چي د دغه هیأت د سفر په باره کي او د هغو سیمو په برخه کي چي دوی سفر ورته کوي مفصل رپوټ ولیکي. لارډ لیټن پېشنهاد کړی وو چي له دغه هیأت سره دي سرسیداحمدخان، چي د هند حکومت ته بشپړ وفادار او د اعتماد وړدی، هم ملګرتوب وکړي؛ مګر له هیأت سره د هغه ملګرتوب صورت ونه نیوی. که څه هم چي احمدحمدی لیکلي دي چي دوی له سرسید احمدخان سره ولیدل او له هغه سره الیګړهـ ته ولاړل.

احمدبیهایی افندی لیکي چي د دوی هیأت په ۱۸۷۷ کال کي بمبیی ته ورسېدی. د هغه ځای مسلمانانو د ترکیې سلطان ته د درناوي له امله د دې هیأت دونه احساساتي هرکلی وکړ چي د برټانیې له مقاماتو سره یې اندېښنه پیدا کړه. هیأت څو ورځي وروسته د افغانستان پر لور حرکت وکړ او په راولپنډی کي د افغانستان د امیر جواب ته منتظر سو. د دغه انتظار په شپو ورځو کي، احمدهولوسی افندي و احمدحمدی افندي ته وظیفه ورکړه سوه چي سوات ته ولاړ سي او د سوات اخوندصاحب ته د سلطان سوغاتونه وسپاري.

احمد حمدی افندي  د سوات د سفر په باره کي، پرته له دې چي په لاره کي سواتیانو راګرځولی او پوښتني یې ورڅخه کړی وې، نور څه نه وايی خو احمد بیهایی لیکي چي سواتیانو احمد حمدي او د هغه ورسره ملګري برټانیې ته په جاسوسی کولو تورن کړي ول. دی لیکي چي په لاره کي سواتیانو دوی تهدید کړي او په یوه ځای کي خو یې په ډبرو لا هم ویشتلي ول؛ او ورته ویلی یې وه چي اخوند له هغوی سره لیدل نه غواړي. که څه هم چي وروسته د اخوندصاحب زوی د حمدي او د هغه له ملګرو سره وکتل. بیهايي وایی چي د اخوند شک لیري نه سو او وې ویل چي هغه سوغاتونه چي حمدي ورسره راوړي دي نه اخلي او حمدي له هغه سفر څخه زړه ماتی ستون سو.

ضمناً د هیأت نور غړي، چي هر وخت به ځیني برټانوي مامورین هم ورسره ملګري ول، پېښور ته روان سول او احمد حمدي یې شاته پرېښود. احمد هولوسي او احمد بیهایی، لعل شاه ورسره واخیست او کابل ته روان سول. امیر شیرعلی خان، د ناروغی په پلمه، له هغوی سره لیدل وځنډول او بالآخره یې، زړه نازړه، هغوی ته اجازه ورکړه چي په دربار کي ورسره وویني. هیأت له ځانونو سره راوړي سوغاتونه او د خلیفه مکتوب امیر ته وروسپارل او ده هم د ترکیې په برخه کي د احترام او ورور ګلوۍ احساسات څرګند کړل. خو کله چي خبري پیل سوې نو امیر له هیأت سره سوړ سلوک وکړ؛ او د خیوا او بخارا پر خلکو یې له دې امله انتقاد وکړ چي د روسانو په مقابل کي یې چنداني مقاومت نه وو کړی. ده وویل چي که برتانیه په ریشتیا هم له مسلمانانو سره خواخوږي لري دوی دي تر هرڅه مخکي د کوټي ښار پرېږدي، چي په وروستیو وختونو کي یې اشغال کړی دی.  شیرعلی خان انګلیسیان په دوه رنګۍ او منافقت تورن کړل. امیر وویل چي د ده آرزو د یوه خپلواک او بېطرفه افغانستان درلودل دي. ده وویل سره له هغه چي د ده هیواد د ایران او روسیې او برټانیې ټولو له دښمنۍ سره مخامخ دی مګر په دوی ټولو کي برټانیه تېری کوونکې ده. امیر وویل اوسنی وضع داسي ده چي د افغانستان لپاره دا ډېره ګرانه ده چي له روسیې سره جنګ ته داخل سي او که چیري په دې سیمه کي جنګ پیل کیږي نو افغانستان دونه کمزوری دی چي چنداني څه کولای نه سي. امیر په دې باره کي نور چنداني څه ونه ویل خو دونه یې زیاته کړه چي که چیري ایران پر عثماني ترکیه باندي حمله وکړي نو د عثماني ترکیې ۲۰ زره عسکر او د افغانستان ۱۰ زره پوځي قوه د ایران د بشپړ شکست لپاره کافي دي.

د ترکیې تاریخ پوهان په دې نظر دي چي وايي د ۱۸۷۷ کال دغه هیأت د افغانستان او هند د حاکمو سیاسي حالاتو په باره کي د سترګو لیدلو ګتورو څېړنو سره راغلل مګر دا یې وښودله چي هغوی له دغه مأموریت څخه نه  د عثماني ترکیې او نه یې د برټانیې د انتظارسره سمي نتیجې ورڅخه ترلاسه کړې؛ بلکه لا یې ښايي د ترکیې سره د افغانانو د خواخوږۍ د ترلاسه کولو پرځای له هغه هیواد سره د افغانانو د ملاتړ اندازې ته تاوان لا هم رسولی وي. له افغانستان سره د ترکیې اړېکو د سلطان عبدالحمید په زمانه کي او وروسته له هغه په وقفه یې توګه خو په فعال ډول دوام وکړ. که څه هم چي د ۱۸۷۷ کال دغه هیأت د برټانیې په ابتکار جوړ سوی، فعال سوی او لېږل سوی وو مګر له هیاأت څخه د هند د مسلمانانو د استقبال طرز ډېر ژر د برټانیې پر ضد رنګ واخیست او دغه راز یې د برټانیې سره پخپله هم د هیأت په باب شکوک پیدا کړل. مګر برعکس، په افغانستان او سوات کي، چي د برټانیې ترلاس لاندي خاوره نه وه، له خلکو سره داسي ذهنیت پیدا سو چي دغه هیأت د برټانیې د ګټو د خوندي کولو لپاره جوړ سوی او فعال سوی دی. پر انګلیسیانو باندي د شېرعلي خان د بندیزونو او محدودیتونو د لګولو په نتیجه کي په ۱۸۷۸ کال کي د افغان او انګلیس دوهم جنګ پیل سو او شېرعلي خان مزار شریف ته وتښتېدی او هلته وفات سو. هغه چي د جنګ په جریان کي له روسانو څخه هر څومره د مرستو غوښتني وکړې هغوی خپل غوږونه کاڼه واچول. . . . پای

1 COMMENT

  1. واقعا د افغانستان او ترکیې د اړیکو په هکله نوي او جالب معلومات دي .
    احمد شاه بابا په خپل وخت کې د ترکانو سلطان ته یو لیک لېږلی وو، بل ځل د لومړي نړیوال جنګ په جریان کې فکر کوم د 1917 کال په جریان کې ترکانو او جرمنانو یو ګډ هیئت د امیر حبیب الله خان دربار ته رالېږلی ، هغه هم یوه موده د بابر بڼ کې ښه مېلمستیا ورکړې او بیا د هېواد شمال لوري ته تللی او هلته افغانانو په متفرقه ډول شاوخوا 12 زره داوطلبان ورسره ټول کړي ،ښځو طلا او ګاڼې ورته راټولې کړي او د انګلیسانو په مقابل کې د ژوند ترپایه د ترکانو په ملاتړ جنګېدلي دي .
    نن ورځ د ترک پوځ د هغو بېغرضه او اسلامي وروولي ملاتړ په ځواب کې په خورا بېرحمۍ سره افغانان په خپلو پولو او ښارونو کې وهی ، بندیانوي او وژني يې .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب