دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهپه نړیوالو بانکي او ترانسپورتي شبکو کې پراخه ګډوډي

په نړیوالو بانکي او ترانسپورتي شبکو کې پراخه ګډوډي

تاند (جمعه، د سرطان ۲۹ مه) د معلوماتي ټکنالوجۍ ناببره پرجاوۍ له استرالیا تر امریکا پورې په ټوله نړۍ کې لوی بانکونه، رسنۍ او هوايي شرکتونه او ریلګاډي ګډوډ کړي دي.
د سیډني په هوايي ډګر کې الوتنې ځنډول شوي، یونایټیډ ایرلاینز په متحده ایالاتو کې الوتنې ځنډولي او د لندن د ونډو بازار (سټاک ایکسچینج) ګډوډ شوی دی. راپورونه دا هم وايي چې د “سکای نیوز” تلویزیوني چاینل نن (د جمعې په ورځ د جولای 29) سهار ژوندۍ خپرونې وکړي.
ګومان کېږي چې د دې خنډ دلیل سایبري حمله وي. خو له بلې خوا د لومړنیو معلوماتو له مخې، د آی ټي یا معلوماتي ټکنالوجۍ پرچاوي د انټي ویروس سافټوېر د اپ ډېټ کېدو له کبله پېښه شوې.

په ګڼو هوايي ډګرونو کې مسافر سرګردانه شوي، په ساعتونو انتظار باسي خو الوتکې یې الوتنو ته نه چمتو کېږي.

د اروپا تر ټولو ستر هوايي شرکت، راین اییر خپلو مسافرو ته اعلان کړی چې هوايی ډګرونوته تر تلو مخکې انلاین وګوري چې الوتکې یې الوتنې کینسل کړي او که نه دي.

دا په داسي حال کې ده چې په اروپا کې رخصتۍ دي او تر بل هر وخت ډېر خلک سفر کوي.

مایکروسافټ شرکت هم د دې پرچاوۍ له کبله اغېزمن شوی دی. د ټکنالوژۍ دغه ستر شرکت په X کې په یوه پوسټ کې وویل چې په دې اړه پلټنې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب