Homeخبرونهکرکټ: د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس نهم پړاو سیالۍ ننګرهار او...

کرکټ: د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس نهم پړاو سیالۍ ننګرهار او خوست کې پیلېږي

تاند/ شنبه د اسد-زمري ۳۱مه/ د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې د دغې ادارې د کورني کرکټ څانګې له کلني پلان سره سم احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس نهم پړاو سیالۍ د روانې اګست میاشتې په ۲۹مه نېټه پيلېږي.

دغه سیالۍ به د راتلونکې اکټوبر میاشتې تر ۸مې پورې په خوست او ننګرهار ولایتونو کې دوام ومومي.

کرکټ بورد ویلي چې، په یادو سیالیو کې څلور بېلابېلې لوبډلې ګډون لري:

۱ـ ماهیپر ستوري

۲ـ میوند اتلان

۳ـ پامیر لیجېنډز

۴ـ هندوکش سټرایکرز

په لومړۍ لوبه کې به یې دفاعي اتله میوند اتلان لوبډله د اګست میاشتې په ۲۹مه د ماهیپر ستوري لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د دغو سیالیو د مهالوېش له مخې به ټولې ګډون کوونکې لوبډلې له یو بل سره دوه ځلې مخامخ شي، هره لوبډله به ۶ لوبې ترسره کړي چې له منځه به یې دوه مخکښې لوبډلې د اکټوبر په ۴مه پیلېدونکې پایلوبې ته لاره ومومي.

کرکټ بورد وایي، په نهم پړاو احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو کې به د ملي لوبډلې د یو شمېر لوبغاړو ترڅنګ د کورني کرکټ ګڼ شمېر نوموتي او د غوره کارکردګۍ لرونکي لوبغاړي ولوبېږي.

بورډ زیاته کړې چې په دغو سیالیو په لومړیو دوه لوبو کې به د افغان ابدالیان لوبډلې لوبغاړي هم ولوبېږي چې له هغه وروسته به یاد لوبغاړي د ۲۰۲۶م کال اسیايي سیالیو کې د ګدون په موخه جاپان ته سفر وکړي او پرځای به یې د کورني کرکټ یو شمېر نور ځوان لوبغاړي ولوبېږي.

احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ په جوړښت کې له خورا ستر ارزښته برخمنې دي چې په هېواد کې د لوبغاړو او لوبې د اوږدې بڼې د ودې په برخه کې ستر رول لوبوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، کتاب علمي او تحلیلي ارزونه

اسدالله غيرت سریزه د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، د عاشق الله اخلاص‌یار هغه فکري، ټولنیز او تحلیلي اثر دی چې د انسان او ټولنې د...