Homeخبرونهجاپان کې یوه پلار ولې خپل ۷ کلن زوی په غره کې...

جاپان کې یوه پلار ولې خپل ۷ کلن زوی په غره کې پرېښود

تاند/ شنبه د اسد-زمري ۳۱مه/ جاپاني رسنیو راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې یو پلار خپل اووه کلن زوی د څو ساعتونو لپاره په فوجي غره کې یوازې پرېښودلی وو.

دغه کار پولیسو سخت وغانده.

ځايي رسنیو ویلي، ماشوم یوازې د څښاک او لږو خوراکي توکې سره، په باراني او ګردجنه هوا کې، د سمندر له سطحې څخه څه باندې ۲۰۰۰ متره لوړوالي کې پرېښودل شوی و.

د راپورونو له مخې، ماشوم له ستړیا شکایت کړی و.

۴۸ کلن پلار یې ورته ویلي وو: «همدلته انتظار وکړه» او له خپل مشر زوی سره یې د غره ختلو ته دوام ورکړ.

د غره د یوه استوګنځای کارکوونکو ماشوم د غره شپږم تمځي ته نږدې وموند او پولیس یې خبر کړل.

پلار یې شاوخوا درې ساعته لرې، د اتم تمځي په سیمه کې وموندل شو.

ماشوم د پنجشنبې په سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې یوازې لیدل شوی و. کله چې پلار بېرته راغی او له خپل زوی سره یوځای شو، پولیسو هغه وغانده.

نوموړي هم د خپلې بېړنۍ او ناسمې پرېکړې له امله بښنه وغوښته.

کورنۍ د فوجینومیا پر لاره روانه وه، چې د غره له پنځم تمځي څخه پیلېږي. فوجي غر ۳۷۷۶ متره لوړوالی لري، د جاپان له سپېڅلو غرونو څخه ګڼل کېږي او د یونیسکو د نړیوال میراث په نوملړ کې هم ثبت دی. د رسنیو د مالوماتو پر اساس هر کال شاوخوا ۲۰۰ زره کسان د دغه غره د ختلو لپاره ورځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارګ له دېوالونو سره یوه ناسته! | امیرشاه یاد

2017 کال و ولسمشرۍ ماڼۍ د کابل پوهنتون د بېلابېلو ژبو او ادبیاتو محصلان او استاد د ارګ ماڼۍ ته غوښتي وو، تر څو...