تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۴ مه) پاکستان د افغانستان د طالبانو د حکومت دا تور رد کړی چې ګواکې پاکستاني ځواکونو د بدخشان په نښتو کې له وسلهوالو مخالفانو سره مرسته کړې یا ورسره یوځای شوي دي.
پاکستاني رسنیو د سې شنبې په ورځ ناوخته راپور ورکړ چې د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو د ویاند ذبیحالله مجاهد هغه ادعا چې پاکستان په بدخشان کې په روان تاوتریخوالي کې مستقیم لاس لري، «له حقیقت څخه لرې» ده او د دې ادعا د ثابتولو لپاره هېڅ معتبر سند نه دی وړاندې شوی.
د دغه وزارت په وینا، په بدخشان کې روان تاوتریخوالی د افغانستان د داخلي امنیتي او حکومتي ستونزو پایله ده، نه د پاکستان لاسوهنه. اسلاماباد ادعا کوي چې خپلواک راپورونه هم دغه نښتې د طالبانو د «غیر ټولشموله او ځپونکي» حکومت پر وړاندې د وسلهوالې مبارزې په توګه ثبتوي، خو د پاکستان د لاس لرلو کومه کره نښه یې نه ده موندلې.
پاکستان ټینګار کړی چې تل یې د یوه سولهییز او باثباته افغانستان ملاتړ کړی او په خپل ګاونډي هېواد کې د بېثباتۍ رامنځته کولو هېڅ لېوالتیا نه لري. د پاکستان د اطلاعاتو وزارت له طالبانو غوښتي چې د خپلې حکومتولۍ له امله رامنځته کېدونکو ستونزو ته پام وکړي او د افغانستان د داخلي ستونزو پړه پر پاکستان وانه چوي.
دا په داسي حال کې ده چې په وروستیو کې د طالبانو مخالفو ډلو له چترال څخه د بدخشان د زیباک ولسوالۍ پر سرحدي سیمو بریدونه وکړل او بېرته چترال ته وتښتېدل.
له دې بریدونو وروسته د طالبانو هوايي ځواک دوه ځلې په چترال کې د خپلو مخالفانو پر روزنیزو کمپونو د بې پېلوټه الوتکو بریدونه وکړل.