نن مو د معمول خلاف په کلپ کې وخت یو څه زیات تېر کړ. له کلپ څخه چې راووتو، د ماښام له چوپتیا سره د څو لرې جوماتونو اذانونه یو پر بل ورگډ وو. خو ښه و، چې موټر مو ورسره راوستی و او علي هم راسره یو ځای و. په داسې حال کې، چې علي د کلپ د هغه دنگ هلک د اندامونو توصیفونه کول ما ولیدل، چې یو نیم لاروی موږ ته په غیرطبیعي ډول راگوري. نهپوهېدم، چې دوی ولې موږ تر نظر لاندې نیولي وو.
همدا وخت موټر ناڅاپه د یوه لوی جمپ مخې ته بریک ونیو. زموږ بدنونه لږ مخته وخوځېدل، چې سر مې پورته کړ، د جمپ دواړو خواو ته مې دوه ږیرهور سړي ولیدل؛ ټوپکونه یې په لاسو کې وو. یوه یې سور او بل یې زرغون رنگ کالي اغوستي وو. جالبه وه، ما اصلا مخکې پهدې رنگونو کالي نه وو لیدلي. د زرغون کاليو والا موټر ته رانږدې شو او له ما یې وپوښتل: ولې مو دیریشي اغوستې ده؟ علي له ما مخکې شو: همدا اوس له کلپ څخه… خبره یې لا بشپړه کړې نهوه، چې پرلهپسې ټوخي ور واخیست. خبره یې نیمه کې پاتې شوه. ما له وچېشوې مرۍ په سختۍ لاړې تېرې کړې. د زرغون کالیو والا، چې بېصبره و وویل: گورئ! دا یو اسلامي هېواد دی. دلته څه امریکا او انډیا نهده، چې په بازار کې به دیریشي په تن گرځئ. نهپوهېږم تاسو به دا کله زده کوئ، چې دا د غرب لباس نور دلته وانه اغوندئ؟ ولې خپل کلتوري جامې نه اچوئ؟ ما له وچېشوې مرۍ په سختۍ لاړې تېرې کړې. ځان مې برابر کړ، غوښتل مې ورته ووایم، چې همدا اوس له کلپ څخه راوتلي یو او هلته د دیریشي اغوستل اړین دي؛ ځکه کلتوري جامو کې خو ورزش کول ناممکن دي، خو لا مې خوله نه وه خلاصه کړې، چې ده د موټر شاته شیشه په څپېړه ووهله: ځئ، هله حرکت! زه مازې دې ته اندېښمن وم، چې په شخصي کالیو کې به دا وسلهوال سړي څوک وو…؟
اوړی، ٢٠٢٦/٨/٢١