Homeخبرونهد افغانستان شل اوریز غوره لیګ درې لوبډلې وپلورل شوې او جام...

د افغانستان شل اوریز غوره لیګ درې لوبډلې وپلورل شوې او جام یې نندارې ته وړاندې شو

تاند/ سه شنبه د وږي ـ سنبلې ۳مه/ د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، نن د افغانستان شل اوریز غوره لیګ درې لوبډلې وپلورل شوې او له اړوند مالکینو سره یې هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

خبرپاڼه کې راغلي چې سربېره پر دې پکې د یادو سیالیو جام (کوه ظفر) هم نندارې ته وړاندې شو.

کرکټ بورډ زیاته کړې چې، د پاتو دوو نورو لوبډلو د غوراوي لړۍ به هم ډېر ژر نهایي شي.

د یادونې وړ ده چې، د افغانستان شل اوریز غوره لیګ (APLT20) د لوبډلو د پلور په مراسمو کې د یاد لیګ د تنظیم شورا غړو، د لوبډلو مالکینو او نورو اړوند لوریو او غړو هم ګډون درلود.

خبرپاڼه کاږي چې دغو مراسمو کې د کابل لوبډله د اکسیل (Akcel)، د کندهار لوبډله د بول فراګ (Bullfrog) او بلخ لوبډله د شکیب رحیمي (Shekib Rahimi) شرکتونو وپېرلې چې دغه شرکتونه د پانګونې په بېلابېلو برخو کې بوختې دي او په اړوند برخه کې اوږده مخینه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پټي خزانې د مؤلف “محمدهوتک” مقبره د استاد محمدمعصوم هوتک په هڅو ورغول سوه

خبریال: غني حسن د پټي خزانې، د خلاصة‌الفصاحت او خلاصة‌الطب د مؤلف محمد هوتک مقبره، چي د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي واقع ده،...