Homeخبرونهد کلیو پراختیا وزیر: پاکستان دې تمه نه لري چې طالبان به...

د کلیو پراختیا وزیر: پاکستان دې تمه نه لري چې طالبان به یې غلامي ومني

تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۳ مه) د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور وايي، پاکستان د امریکا پر وړاندې د طالبانو د جګړې ملاتړ کړی و، اسلام‌اباد باید تمه ونه لري چې طالبان به د دغه ملاتړ په بدل کې د پاکستان «غلامي» ومني.

منصور د سې شنبې په ورځ په پکتیا کې د اوبو د یوه کوچني بند د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې افغانانو د تاریخ په اوږدو کې د هېڅ هېواد غلامي نه ده منلې او هېڅکله به د بل هېواد تر سلطې لاندې رانه شي. هغه پاکستان ته په خطاب کې وویل: «موږ د روس او امریکا غلامي ونه منله، ته څوک یې چې ستا غلامي ومنو؟»

نوموړي وویل چې افغانستان د اسلامي اصولو پر بنسټ له پاکستان سره د تعامل غوښتونکی دی، خو که پر افغانستان بریدونه او تعرض دوام وکړي، پاکستان به هم د روسیې او امریکا په څېر له «غاښ ماتوونکي» ځواب سره مخ شي. هغه زیاته کړه: «موږ ستا له ملاتړ څخه په جهاد کې منندوی یو، خو تمه مه کوه چې غلامان به دې شو.»

منصور همداراز ګواښ وکړ چې که د افغانستان پر وړاندې د ګاونډیو هېوادونو فشارونه دوام وکړي، هغوی به له ماتې سره مخ شي. هغه پاکستان تورن کړ چې په افغانستان کې د امنیت، ابادۍ او د صنعت د پراختیا غوښتونکی نه دی او ویې ویل چې ځینې ګاونډي هېوادونه د افغانستان له پرمختګ سره «رخه» کوي.

د طالبانو د کلیو پراختیا وزیر د طالبانو د رژیم دننه د احتمالي بغاوتونو په اړه هم وویل چې ښايي په راتلونکي کې ځینې کسان د طالبانو په نوم پاڅون وکړي، خو د ده په وینا، «د خدای په مرسته به ټول دغه بغاوتونه کنټرول شي.»

د افغانستان د طالبانو د حکومت او پاکستان اړیکې د تېر کال په اکتوبر کې سختې کړکېچنې شوې. پاکستان پر کابل او پکتیکا بمباري وکړه او طالبانو په اتو ولایتونو کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني پوستو بریدونه وکړل. له هغه وروسته د دواړو خواوو ترمنځ ګڼې نورې نښتې شوي او پاکستان د کابل په شمول په څو ولایتونو بمبارۍ کړي دي.

په کابل کې د معتادانو د درملنې پر مرکز د پاکستان په بمبارۍ کې تر ۴۰۰ ډېر کسان ووژل شول.

پاکستان طالبان تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) په ګډون د پاکستان مخالفو وسله‌والو ډلو ته په افغانستان کې د فعالیت زمینه برابروي؛ خو طالبان دا تورونه ردوي او وايي چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي.

طالبان پاکستان د داعش او د افغانستان د د نورو وسله والو مخالفانو په ملاتړ تورنوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کابل کې د مشک ادبي بهیر بیا پرانېسته وشوه

راپور: روح الله الفت  د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۳۰مه نېټه، د هېواد د ادب، فرهنګ او هنر د ګڼو مخورو، ادیبانو،...