تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۳ مه) جرمني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد حکومت پلان لري نن، سېشنبه (د وږي/سنبلې ۳مه) یو شمېر هغه افغان پناهغوښتونکي افغانستان ته ولېږي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.
د تاګسڅایتونګ رسنۍ د راپور له مخې، ټاکل شوې دا کسان په یوه الوتکه کې د لایپزیګ له هوايي ډګر څخه کابل ته واستول شي. دا به له جرمني څخه د هغو افغانان پناه غوښتونکو د ایستلو دوهمه جوپه وي چې په جرمني کې جرمي سابقه او دوسیه نه لري.
راپور زیاتوي چې په وروستیو ورځو کې یو شمېر افغان پناهغوښتونکي د اخراج لپاره د لازمو اسنادو د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو له ډیپلوماتانو سره لیدنې ته بیول شوي دي. هممهاله، په جرمني کې د افغان نارینهوو د پناه او خوندیتوب غوښتنلیکونو د منل کېدو کچه هم کمه شوې ده.
جرمني د روان کال په چنګاښ میاشت کې په لومړي ځل یو شمېر افغانان چې جرمي سابقه یې نه لرله، افغانستان ته اخراج کړل.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندت تر دې مخکې ویلي و چې له جرمني څخه د افغانانو اخراج به نور یوازې په هغو کسانو پورې محدود نه وي چې جرمي سابقه لري؛ بلکې هغه کسان هم له هېواد څخه ایستل کېدای شي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي او مکلف دي چې له جرمني څخه ووځي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د حکومت نوې تګلاره یوازې خطرناک مجرمان نه رانغاړي، بلکې هغه کسان هم پکې شامل دي چې په جرمني کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري او د ټولنې په ادغام کې هم بریالي شوي نه دي.
دې پرېکړې د بشري حقونو د فعالانو، مخالفو سیاسي ګوندونو او د جرمني د یو شمېر خلکو وګړو غبرګونونه پارولي دي. اعتراض کوونکو د لاریونونو په جوړولو سره افغانستان ته د پناهغوښتونکو اخراج د بشري حقونو له اصولو او د جرمني له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې بللی او د دې بهیر د سمدستي درولو غوښتنه یې کړې ده.
د جرمني د رسنیو د شمېرو له مخې، شاوخوا ۴۵۰ زره افغان وګړي په دغه هېواد کې ژوند کوي او له ۱۵ زرو څخه ډېر یې له جرمني څخه د وتلو په شرایطو برابر بلل شوي دي.