Homeخبرونهننګرهار کې زلزلې ۱۵ کسان ژوبل کړي دي

ننګرهار کې زلزلې ۱۵ کسان ژوبل کړي دي

تاند/ سه شنبه د وږي ـ سنبلې ۳مه/ ننګرهار کې د نن سهار زلزلې ۱۵ کسان ژوبل کړي دي.

د طالبانو د ولایت رسنیز دفتر دا خبر خپور کړی دی.

خبرپانه مې ویل شوي چې، په ژوبلو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او سطحي ژوبل شوي دي.

د سرچینې په وینا، ټپیان د جلال‌اباد ښار، بهسود، کوز کونړ او یو شمېر نورو ولسوالیو څخه د درملنې لپاره د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او د ټولو وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

د زلزلې د ثبت نړیوالو ادارو (USGS او EMSC) د وروستۍ زلزلې مرکز د جلال‌اباد ښار شمال ته شاوخوا څلور کیلومتري ښودلې ده.

دوی وایي، زلزله د رېښتر په کچه ۴.۹ درجې وه او د زلزلې ژوروالی ۱۰ کیلومتره وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کابل کې د مشک ادبي بهیر بیا پرانېسته وشوه

راپور: روح الله الفت  د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۳۰مه نېټه، د هېواد د ادب، فرهنګ او هنر د ګڼو مخورو، ادیبانو،...