شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر / راپور (۱۷) / خدیجه نسا

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر / راپور (۱۷) / خدیجه نسا

ځای: انلاین

وړاندې کوونکې: ګلالۍ مومند

راپور لیکونکې: خدیجه نسا

د ګډونوالو شمیر: ۲۴

نیټه: ۱۷/۹/۲۰۲۳

د افغان ښځو د انلاین ادبي بهیر ۱۷ مه غونډه هم د تل په څیر د کابل په وخت پینځه نیمې بجې پیل شوه. دې غونډې دوه برخې لرلې؛ لومړۍ برخه یې د لنډو کیسو د سیمینار پنځمه او وروستۍ برخه وه او دویمه برخه یې د دې سیمینار ارزونې او د ګټو په تړاو ځانګړې شوې وه. 

د غونډې لومړۍ برخه لیمې ودان پیل کړه او د لنډو  کیسو په لاندې اساسي برخو یې بحث وکړ؛

_ تلوسه

_ د کیسو او کریکټر نومونه

_ د کیسې ژبه

_ د کیسې نقشه

د سیمینار پنځمې برخې لپاره د ایمل پسرلي لنډه کیسه « حیا خان» په ګروپ کې د لوست او بیلګې لپاره شریکه شوې وه. 

لیمې ودان تلوسه داسې تعریف کړه: ” تلوسه په کیسه کې ذهني هڅونه ده، چې د لوستونکي په ذهن کې پوښتنه راپیدا کوي او لوستلو ته یې هڅوي.”

په کیسه کې تلوسه څو ډوله رامنځته کېدای شي؟ 

  1. مصنوعي تلوسه: دا ډول تلوسه کې لیکوال په لوی لاس له لوستونکو یوڅه پټوي، چې دا ډول تلوسې ډېرې بریالۍ نه وي. 
  2. طبیعي تلوسه: د کیسې په پیل کې له لوستونکو سره یوه ژمنه ده، چې دا ډول تلوسه د کریکټرونو د اعمالو یا هم د کیسې د پیښو په مرسته رامنځته کولی شو.

لیمې ودان په دې ټینګار وکړ چې تلوسه به ښه وي چې د کیسې تر پایه وساتل شي او اړینه نه ده چې تلوسه دې تل ډېره قوي ووسي. دې د اجمل پسرلي د یوې مقالې بیګله بیان کړه چې پسرلی صیب وایي، ”ښې کیسې هغه نه دي چې پیاوړې تلوسه لري، ښې کیسې هغه دي چې تر ډېره په زړونه کې کیني او کلونه، کلونه یې دوړه د زړونو په پردو ناسته وي.”

د ښه وضاحت لپاره اغلې ودان د ایمل پسرلي د کیسې «حیاخان» ځینې پیښې، مکالمې او کریکټرونه د بیلګې په توګه وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د کیسې ټولې برخې د تلوسې په پیدا کولو او ساتلو کې اړین رول لري.

 د تلوسې په اړوند ځینو نورو ګډونوالو خپل نظرونه شریک کړل. 

شفیقې خپلواک وویل کیسه لیکل داسې دی لکه یوه غوټه چې خلاصوئ او لوستونکې/ی په تمه وي چې دې غوټه کې څه دي، نو کیسه باید د لوستونکې په دومره انتظار وارزي. تلوسه کې اعتدال مهم دی، نه دومره قوي چې اخیر کې په لوستلو ونه ارزي او نه دومره کمه چې لوستونکو ته د لوستلو هیڅ دلیل نه وي. 

دې وویل، ” په دې وروستیو کې مې د چومپا لاهیري یو کتاب لوست، خو دې ناول کې اصلا تلوسه نه وه، ماته دا پوښتنه نه وه چې دا ناول ولې ولولم؟ نو د ولې پوښتنه مهمه ده چې مطرح شي ځکه ډېر وخت دا یوازینی دلیل وي چې لوستونکی/ې لوستلو ته اړ باسي”

هیلې پسرلی وویل، ځینې لنډې کیسې د پېښو وي او ځینې کیسې بیا د پېښو په اثر لیکل کېږي. هغه کیسې چې د پېښو په اثر لیکل کېږي په هغو کې ممکن تلوسه او پلاټ د کیسې مهم اړخ نه وي. هره کیسه تلوسه لري ځیني لوستونکي پیاوړې تلوسه خوښوي، ځینو نورو ته بیا ممکن تلوسه ډېره مهمه نه وي. زه پخپله له لنډو کیسو پیاوړې یا په اصطلاح د پولیسي ناول تلوسه نه غواړم. 

ځلا نور وویل، د یوې نوې او ښې موضوع  کیسه کول هم د تلوسې په پیدا کولو کې ډېره اغیزه لرلی شي. ځکه د ډېرو تکراري کیسو په پایله باندې پوهیږو خو نوې موضوع کولی شي لوستونکي راجلب کړي. دې وویل ډېر وخت یوه کیسه ډېره عالي او د کیسې قوانینو په چوکاټ کې لیکل شوې وي خو موضوع یې دومره عامه او تکراري وي چې لوستکونکي پوهیږي چې څه به پېښیږي نو تلوسه له منځه وړي. 

نعیمه غنې وویل:” یوځای مې لوستې و چې لنډه کیسه هغه څه ده چې د ډوډۍ په میز یې تعریف کړلی شئ.  مثلا په یو مجلس کې راټول یو او د یو کس د ژوند په یوه پیښه یا د چا د مرګ پیښه بیانوو، هغوی چې ماشومان وي په دې پسې به ډېر ګرځي چې پیښه څنګه واقع شوه او مشران به د کیسې وروسته عواقبو باندې یا شاوخوا چاپیریال او عواملو غږیږي. نو کیسو کې هم همداسې ده، چې لومړۍ له داسې کیسو شروع کوو چې تلوسه یې ډېره قوی وي کله چې مو مطالعه ډېره او لیکوالي پخه شي بیا تلوسه تر ټولو مهمه نه و او ډېر به د کیسې په پیغام او د لوستونکي د ذهن په خلاصولو پسې ګرځو.” دې نوې لیکوالوانو ته په وړاندیز کې وویل چې د لیکوالۍ په پیل کې که په پیښه کیسه ولیکل شي او تلوسې ته پام پکې وشي بده خبر نه ده او وروسته چې تجربه پیدا کړي بیا داسې کیسې چې تلوسه یې کمه وي او پیغام یې قوي وي په اسانه لیکی شي او لوستونکی/ ې راجلب کوی شي.

لیمې ودان زیاته کړه، ښه دا ده چې ټول فکر مو یوازې د کیسې تلوسې ته نه وي.  لومړی چې کیسه لولو نوم ته یې ګورو، تلوسه له دې ځای هم راپیدا کېدای شي. دا چې څنګه د کیسې نوم د تلوسې پیدا کولو کې رول لري، اغلې ودان د ایمل پسرلي د لنډې کیسې «حیا خان» د بیلګې په توګه راوستله چې د دې کیسې د نوم په لوستلو د لوستونکو ذهن کې ډېرې پوښتنې پیدا کیږي. آیا حیاخان د کیسې اصلي کریکټر دی؟ آیا د خپل نوم غوندې حیاناک دی؟ یا خلاف؟ او له دې سره د سیمینار بله برخه چې د کیسې نوم و، پیل کړه.

دې وویل که لومړۍ کیسه ولیکو او بیا نوم ورته وټاکو ددې کار ګټه دا ده چې کیسه به مو ښه په ذهن کې وي. یو عمومي تصویر ترې لرو او هر اړخ یې سنجوی شو. د کیسې نوم مخکې یا هم وروسته له کیسې لیکلو ټاکلی شو. 

د کیسې ښه نوم کومې ځانګړنې ولري؟

  • د پلاټ په پرمختګ کې ونډه ولري. 
  • لنډ ووسي. 
  • تلوسه ګمرنګه نه کړي. 

د کیسې د اصلي کریکټر نوم هم د سرلیک په توګه ټاکلی شو. استاد غضنفر په دې اړه ویلي دي” زما په ګومان د کیسې کریکټر نوم د عنوان لپاره هغه وخت بد نه دی چې یوه بله مانا او سمبولیک اړخ هم ولري.” 

اغلې ودان وویل چې د «حیاخان» د کیسې په هکله مې ایمل پسرلی وپوښت چې ولې یې د خپلې کیسې لپاره دا نوم غوره بللی دی؟‌ د لیکوال ځواب دا و چې، “ له کیسې لیکلو وروسته مې دا نوم غوره کړ. دلیل مې دا و چې ټوله کیسه له حیا راڅرخیږي”

اغلې ودان وویل په داستان کې ایروني جالب او مهم بحث دی او د دې موضوع د وضاحت لپاره یې د ایمل پسرلي د « نړیوالو کیسو کیسې» د کتاب یو څو برخې شریکې کړې.  

اغلې ودان وویل “ ایروني د پیښې یا شوې خبرې سرچپه حالت دی. د ایروني یا تعجب ترمنځ توپیر ډېر کله ګران وي، تصادف په داستان کې ضعف دی خو ایروني کمال دی. ایروني یعنې د هیلو خلاف یو څه پیښیږي” 

منزې غفورزۍ پوښتنه وکړه: ” آیا ژباړن دا صلاحیت لري چې د کتاب نوم بدل کړي؟ دا ځکه پوښتم چې ما د خپلې یوې ژباړې (پولیسي ناول) نوم بدل کړ ځکه چې زما په اند د کتاب نوم د ناول له موضوع سره ډېر تړاو نه درلود، پر ځای مې داسې نوم ورته غوره کړ چې لوستونکي د کتاب له نومه د ناول یو څرک ولیدلای شي. آیا داسې نوم ټاکل ښه وي که برعکس یې مبهم نوم ټاکل؟”

د جمیلې مصور پوښتنه دا وه که د کیسې لیکلو مخکې نوم وټاکو ستونزه نه ده؟ ځکه که نوم یې نه وي بیا لاره رانه ورکه وي او نه پوهیږم چې څه ولیکم؟ 

اغلې ودان په ځواب کې وویل، که اړتیا وي د کتاب نون بدلولی شو، ځکه ځینې داسې نومونه یا اصطلاحات وي چې په لومړۍ ژبه کې چې کومه مانا لري، دویمه کې هغسې نه وي. 

د دویمې پوښتنې په ځواب کې یې وویل چې دا د اغلې مصور ځانګړنه ده، هیڅ ستونزه نلري خو دا چې ولې نوم په پای کې وټاکو مخکې مو یادونه وکړه. 

وروسته د کریکټرونو د نوم په ټاکنه باندې خبرې وشوې. اغلې ودان وویل چې نوم د کریکټر په وده او پیژندنه کې رول لرلی شي. په عین وخت کې د کیسې د زمان، مکان، ان د کریکټر د کورنۍ په اړه لوستونکو ته معلومات رسوي. دا موضوع یې د استاد اسدالله غضنفر د مقالې «د کریکټر نومونو» په بیلګو لا ښه تشریح کړه. د کریکټر د نوم په انتخاب کې باید دا په نظر کې ونیسو چې د څنګه کورنۍ ده؟ چیرې اوسیږي؟ د کوم وخت کیسه ده؟ د کریکټر شخصیت او د کیسې له موضوع سره اړخ ولګوي. دې د «حیاخان» کیسې ته اشاره وکړه چې د دې کیسې یو فرعي کریکټر نوم مایکل دی چې په لویدیځ کې یو عام نوم دی او حیا خان چې د خپل شخصیت برعکس دی، د حیا په تور زنداني شوی دی. 

ګلالۍ مومند پوښتنه دا وکړه چې، ایا د کریکټر د نوم ایښودو لپاره کوم خاص اصول شته؟

اغلې ودان یې په ځواب کې وویل ځینو قیدو ته په کتو که نوم کیښودل شي ښه به وي مثلا د کیسې زمان یا هم د کیسې مکان ته، هغه کیسه چې په لویدیځ کې پیښیږې نومونه به یې له هغې کیسې چې افغانستان کې پیښیږې متفاوت وي.

وروسته د سیمینار بله برخه چې د کیسې ژبه وه وړاندې شوه، اغلې ودان وویل چې د ښه نثر ځینې قاعدې دي چې په کیسه لیکنه کې یې هم مراعت کولی شو؛

  1. په لنډو فاصلو کې د ورته کلمو تکرار نه لیکل.
  2. اوږدې جملې نه لیکل. 
  3. د نورو ژبو کلیمې نه لیکل ( هغه صورت کې چې پښتو کې بدیل نه وي، کارولی یې شو.)
  4. معیاري ژبې ته نژدې نثر لیکل ( داسې کلمې چې د نورو لهجو ویوونکو لپاره سخته وي، قوس کې مانا ولیکل شي).  
  5. پیچلي کلمات نه کارول. 
  6. ګرامر ته پام کول. 
  7. د ژورنالیستي کلیمو نه کارول.  

د کیسې د ژبې یوه بله ځانګړنه دا ده چې انځوریزه ووسي. څه چې لولو حس یې کړو. ارواښاد نصیر احمد احمدي پخپل کتاب «راځه چې کیسه ولیکو» کې د کیسې د نثر لپاره د ژبې ساده والي ته اشاره کړې ده. 

ځلا نور پوښتنه وکړه ژورنالیستیک ژبه یعنې څنګه؟ 

اغلې ودان یې په ځواب کې وویل، مثلا، په راپور کې وایو « زیاته یې کړه» په کیسه کې د دې پر ځای « وې وویل» بهتره راځي.

 هیلې پسرلی د دې پوښتنې په ځواب کې وویل، د راپور ژبه رسمي متن دی چې احساسات پکې نشته او اعداد او ارقام هم پکې دېر دقیق یادېږي خو په کیسو کې لکه په ژوند کې چې هر څوک د خپلو خبرو طرز لري، هر کریکټر خپلې تاریخچې، ژوند او محیط ته په کتو سره یو طرز د خبرو لري. ټول کریکټرونه یو ډول خبرې نه کوي. مثلا کیسه کې د دهقان او د پوهنتون د استادې خبرې یو ډول نه وي. هره کیسه په نهایت کې یو مسلط موډ لري. ښه ده چې د کیسو موضوع، فضا او موډ ته په پام سره نثر ولیکل شي. 

لیمې ودان د سیمینار وروستی بحث د کیسې نقشه وړاندې کړ. دې وویل د کیسې نقشه هغه خاکه ده چې د کیسې له لیکلو وړاندې یې له ځان سره لیکو. مثلا غواړئ په یوې موضوع کیسه ولیکئ، اول یې ځان سره په لنډو کې یاداښت کړئ، د کیسې پر زمان، مکان، کریکټرونو، د کیسې په پلاټ، پیغام او لیدلوري یې فکر وکړئ او بیا کیسه ولیکئ. 

اغلې ودان په پای کې وویل چې دا کوم تخنیکونه او چوکاټونه چې مو په دې سیمینار کې بحث پرې وکړ، داسې نه ده  چې که موږ له دې چوکاټونو ووځو کیسه مو ناسمه ده. په کیسه کې پر ځای بغاوت بد نه دی. ډېرې بریالۍ کیسې دي چې د کیسو دودیز اصول یې نه دي مراعت کړي.  

د غونډې دویمه برخه چې د دې سیمینار ارزونې ته ځانګړې شوې وه. دا چې څومره ګټور و؟ څه پکې ډېر ښه و؟ څه پکې لا ښه کېدای شوای؟ او څومره ګټه مو ترې واخیسته؟ د ګروپ ګډونووالو خپل نظرونه شریک کړل.

نعیمه غنې وویل چې په تیرو دوه کلونو کې یې په ډېرو انلاین سیمینارو کې ګډون کړی دی  خو دا سیمینار چې څومره منظم او عالي لیمې ودان وړاندې کړې تصور یې نسي کولی. اغلې ودان ته یې مبارکي ورکړه او ستاینه یې وکړه چې دومره منظم، پر وخت، په خوږه ژبه او لهجه او په لوړه حوصله یې دا سیمینار وړاندې کړ. وړاندیز یې دا و چې که بیا داسې سیمینارونه وړاندې کیدل، هغه کیسې چې د بیلګۍ لپاره شریکېږي ښه به وي چې ډېر بحث پرې وشي. 

هیلې پسرلی وویل چې دومره لویه موضوع په پینځو غونډو کې راټولول ډېر سخته کار دی.  مخصوصا چې مخاطبین دې نه وینې یوازې د غږ له لارې ورته لکچر ورکوې. په دومره کمو امکاناتو دا سیمینارونه فوق العاده ول. د اغلې ودان مطالعه، حوصله، نظم او زحمت یې وستایه او دا سیمینار یې د بهیر یوه لویه لاسته راوړنه وګڼله. دې زیاته کړه چې دا سیمینار به په پینځو مقالو کې خپور شي او لېمه جانه او  بهیر په پام کې لري چې دا سیمینارونه د پي ډي اف کتاب په بڼه خپور کړي. د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر د ارواښاد نصیر احمد احمدي یو کتاب په انلاین بڼه خپور کړی و. دا به د دې بهیر دویم کتاب وي. 

شفیقې خپلواک له اغلې ودان مننه وکړه او دا کار یې وستایه او زیاته یې کړه،  یوڅه چې پښتانه یې کمي لري هغه لیکل دي، نه د تاریخ په اوږدو کې او نه اوس څومره لیکل چې باید وشي نه یې کوو. دې وویل زموږ په ادبیاتو کې ډېرو د اماتور په ډول لیکل پیل کړي، له خپلې شخصي علاقې او استعداد سره داسې کم پیښیږې چې په مسلکي توګه د پښتو ادبیات لوستې وي او بیا دې همهغه عملي کړې وي. حتا د ادبیاتو په پوهنځي کې هغه څه چې اړتیا یې وي نه تدریس کېږي او داسې سیمینارونه یې ډېر ګټور وګڼل. 

اغلې خپلواک د لویدیځ ادبیاتو د مسلکي زده کړې په شعر، نثر، نقد او نورو برخو کې د پښتنو ادیبانو په فرق خبرې وکړې او د ګروپ غړې یې وهڅولې چې لیکل وکړي، مسلکي لیکل زده کړي او لیکوالي ته دې د زده کړې په توګه وګوري او پښتنې ښځې باید خپل راویتونه پخپله خوندي کړي. 

دې زیاته کړه چې یو چیرته یې لوستي ول چې که انسان درې شیه  زده کړل هېڅوک یې مخه نشي نیولی؛ فکر کول، خبرې کول او لیکل کول. 

میمونې کامران  ټولو ته د سیمینار د بریا مبارکي ورکړه او داسي سیمینارونه یې ګټور وګڼل. دې وویل چې د پوهنتون په څلورم سمسټر کې به یې د لنډې کیسې په اړه لوستل خو د نظام بدلیدو له وجهې یې پوهنتون پاتي شو او له دې معلوماتو بې برخې وه، خو د بهیر د سیمینارونو له برکته اوس د لنډو کیسو په اصولو پوهیږي. له اغلې ودان او بهیر یې مننه وکړه چې دومره نوښت کوي او نجونو ته د زده کړو زمینه برابروي. 

ځولۍ لمن، هم د مبارکي تر څنګ له اغلې ودان نه مننه وکړه. دې وویل دا سیمینار ډېر ګټور و ځکه یوازې تر لنډو کیسې محدود نه و، له دې معلوماتو د لیکلو نورو برخو کې هم ګټه اخیستی شو او دا چې انلاین و نو په اسانه مو ګډون پکې وکړ. د لارې یا هم نور خنډونه نه و. دې د اغلې شفیقې خپلواک د یاداښتونو سیمینار او د بهیر نور فعالیتونه وستایل او زیاته یې کړه چې د بهیر به فعالیت سره د دې یاداښت او شعر لیکل ډېر شوي دي. 

ځلا نور وویل دا بهیر کولی شي چې یو لوی تغیر راولي، یو چیرې مې لوستي و چې ادبیات ناڅاپي اغیزه نه کوي بلکې د تخم غوندې ورو په ورو ریښې کوي او بیا په ټولو اغیز کوي. اغلې نور دا وړاندیز درلود چې کومې کیسې چې ګډونوالو د دې سیمینار د کورنۍ کار په توګه لیکلي که په انلاین کتاب کې خپرې شې ډېر به ښه وې، او داسې سیمینارونه نور هم جوړ شي، ځکه اوس د ښځو لپاره یوازې فعاله مرجعه همدا ده. په پای کې له ټولو مننه وکړه.

 ګلالۍ مومند وویل، دې سیمینار هڅولې چې کیسه ولیکي او موضوع یې هم ورته ټاکلې چې ډېر ژر به یې له ګروپ سره شریکه کړي. دا چې دا سیمینار د مقالو او کتاب په بڼه خپریږي اغلې مومند هم په دې نظر وه چې د دې سیمینار لیکل شوې کیسې د بیلګۍ په توګه پکې راوړل شي دا به ګډونوالې وهڅوي چې کیسې ولیکي او دا ډول به مو د عملي کار په ارزښت به مو هم تاکید کړی وي.  په پای کې یې له اغلې لیمې ودان مننه وکړه چې په مسلکي توګه یې سیمینار ترتیب کړی و او غونډه یې راټوله کړه.

د افغان ښځو د انلاین ادبي بهیر / راپور ( ١٦) / میمونه کامران

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب