پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهاسیايی پراختیايي بانک او اروپايي اتحادیې افغانانو ته نیم میلیارد ډالره مرسته...

اسیايی پراختیايي بانک او اروپايي اتحادیې افغانانو ته نیم میلیارد ډالره مرسته اعلان کړه

تاند (جمعه، ) اسیايي پراختیايي بانک او اروپايي اتحادیې په افغانستان کې له بېوزلو سره د مرستې لپاره تر نبم میلیارد ډالره زیاته مرسته اعلان کړه.

اسیايي پراختیايي بانک د چهارشنبې په ورځ وویل چې افغانستان ته یې د ۴۰۰ میلیون ډالرو مرسته تصویب کړې ده. د دغه بانک پر اساس دا پیسې به د بیوزلو افغانانو، په تېره بیا د ښځو او نجونو د ژوند پر اسانتیاوو او په خانګړي ډول د اوسني بشري بحران پر مخنیوي ولګول شي.

له بلې خوا اروپايي اتحادیې د افغانانو په تېره بیا د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره له افغانستان سره د یوسلوڅلویښت میلیون یورو مرسته اعلان کړه.

اروپایي اتحادیه وایي، افغانستان ته یې وروسته تر دې د بندو شویو پيسو د ازادېدو پرېکړه وکړه چې شپږ میاشتې یې ‘د ښځو لپاره د ښځو په وسیله’ د یوې تګلارې څارنه او ارزونه وکړه.

په همدې حال کې اسیايي پراختیايي بانک ویلي چې ۱۰۰ میلیون ډالره د خوړو نړیوال پروګرام ته ورکوي چې بیوزلو افغانانو ته خوراکي مواد پرې برابر کړي.

دغه پروګرام پرون یو وار بیا د مالي مرستې غوښتنه وکړه.

د اسیا پسفیک لپاره د دې ادارې سیمه ییز مدیر جان ایلیف، په یوه ویډیو کې، چې پرون د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان څانګې پر خپله ایکسپاڼه خپره کړه، وویل:

«په افغانستان کې ژمی په رانژدې کېدو دی او ډبلیو ایف پي له بې ساري مالي بحران سره مخامخ دی. یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو چې د ژمې په ترڅ کې له ۱۵ میلیون تنو سره مرسته وکړو.»

د ملګروملتو له شمېرو سره سم، په افغانستان کې ټولټال ۲۹ میلیونه خلک بشري مرستې ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب