تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۱ مه) په منځني ختیځ کې د امریکا مرکزي قوماندانۍ «سنتکام» د سې شنبې په ماښام اعلان وکړ چې امریکايي ځواکونو هرمز تنګي ته څېرمه د ایران د سپاه پاسداران پر هدفونو تازه بریدونه پیل کړي دي.
سنتکام ویلي، دغه بریدونه وروسته له هغه ترسره شول چې د سپاه ځواکونو په هرمز تنګي کې د سوداګریزو بېړیو او په سیمه کې د مېشتو امریکايي ځواکونو پر وړاندې د برید هڅې کړې وې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي چې امریکايي ځواکونه د هرمز تنګي په شاوخوا کې د ایران پر اهدافو «پراخ او پیاوړي» بریدونه کوي. هغه ادعا کړې چې ایران په هرمز تنګي کې د سمندري ماینونو د اېښودلو هڅه کړې وه او په اردن کې یې د یوه امریکايي پوځي مرکز پر لور اته توغندي توغولي وو.
ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران د امریکا د بریدونو په غبرګون کې ځوابي برید وکړي، واشنګټن به په «ډېر زیات شدت» پر ایران برید وکړي. هغه حتی ګواښ کړی چې په راتلونکي لوی برید کې به د ایران له حکومت څخه «ډېر لږ» پاتې شي.
ټرمپ همداراز له ایران سره د یوه نوي تړون یا هوکړې د بیا پیلولو امکان رد کړی او ویلي یې دي چې امریکا تر دې وړاندې ایران ته ډېر فرصتونه ورکړي دي. نوموړي ادعا کړې چې امریکايي ځواکونو د ایران د رادارونو د شبکې ډېره برخه هم له منځه وړې ده.
د ایران په جنوب کې چاودنې
د امریکا د بریدونو له اعلان څو دقیقې مخکې، ایراني او بهرنیو سرچینو د ایران په جنوبي سیمو کې د ګڼو چاودنو د اورېدل کېدو خبر ورکړ.
ایراني دولتي رسنیو ویلي چې په قشم ټاپو او د هرمز تنګي له لوري له پنځو څخه د زیاتو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. د ایران د رسنیو پر اساس، په بندرعباس، سیریک، کُنارک او قشم کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د ایران دولتي خبري اژانس، ایرنا د سیستان او بلوچستان د یوه امنیتي چارواکي له قوله ویلي چې په چابهار او کنارک ښارونو (بندرونو) کې څلور توغندي لګېدلي او د پېښې د زیانونو ارزونه روانه ده.
په همدې حال کې د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز ګواښ کړی چې د امریکا د تازه بریدونو په غبرګون کې به «درانه او ویجاړونکي ګوزارونه» وکړي او امریکا ته به دا بریدونه ګرانه تمام شي.
دا بریدونه د ایران پر پوځي هدفونو د امریکا لومړني بریدونه دي چې شاوخوا یوه میاشت وروسته ترسره کېږي. تر دې مخکې امریکايي ځواکونو د یکشنبې شپه د هرمز تنګي ته څېرمه د ایران پر لارک ټاپو د سپاه پاسداران پر هغو ځواکونو برید کړی و چې امریکا یې د سمندري ماینونو په اېښودلو تورن کړي وو.