Home+محمد امین واکمن؛ د یوه درانه انسان تلپاتې یاد

محمد امین واکمن؛ د یوه درانه انسان تلپاتې یاد

 نورمحمد غفوری

نن مې د انټرنیټی رسنیو له لارې د محمد امین واکمن د مړينې خبر ولوست، چې ډیر ورباندې غمجن شوم.

د افغانستان په معاصر سیاسي او فکري تاریخ کې داسې شخصیتونه شته چې د هغوی د ژوند ارزښت یوازې په دې نه سنجول کېږي چې کوم مقام یې درلود، کوم ګوند یې رهبري کړ او یا په کومه رسنۍ کې یې کار کاوه؛ بلکې د هغوی ارزښت په دې کې وي چې د خپل عصر له فکري، سیاسي او ټولنیزو بدلونونو سره یې څنګه مخامخ ژوند کړی، څه یې ویلي، څه یې لیکلي او د راتلونکو نسلونو لپاره یې څه میراث پرې ایښی دی.

ځینې انسانان چې له دې نړۍ سترګې پټې کړي، داسې احساس درکوي لکه یوازې یو انسان نه، بلکې د ژوند یوه برخه مو له لاسه ورکړې وي. د هغوی د نشتوالي تشه په الفاظو نه ډکېږي، ځکه هغوی یوازې په خپل نوم نه، بلکې په خپل حضور، اخلاقو او خاطرو کې زموږ په ژوند کې ځای نیولی وي.  د ډاکټر محمد امین واکمن مړینه زما لپاره همداسې یوه شېبه ده.

ما مرحوم واکمن له نږدې لیدلی و. له هغه سره د ناستې، خبرو او لیدلو خاطرې مې لا هم په ذهن کې ژوندۍ دي. کله چې نن د هغه د وفات خبر اورم، نه یوازې چې د یوه پخواني سیاستوال او ژورنالیست د مړینې خبر یې بولم؛ بلکې د ټولنیز پرمختګ د زړور مبارز او د یوه درانه انسان د نشتوالي درد راسره دی.

زما په یاد کې واکمن تر هر څه وړاندې یو باوقاره، متین او د کمینه‌خوی څښتن انسان و. د هغه په خبرو کې دروندوالی و، خو په چلند کې ډیر متواضع انسان و. هغه له هغو کسانو څخه و چې د شخصیت د ثابتولو لپاره یې لوړې خبرې او لویې دعوې ته اړتیا نه لرله.  د هغه سکون، متانت او د خلکو سره د چلند توګه پخپله د هغه د شخصیت پېژندپاڼه وه.

واكمن د افغانستان د یوه له سختو او له بدلونونو ډک عصر شاهد و. سیاست یې وکړ، مبارزې یې وکړې، اختلافات یې تجربه کړل، مهاجرت یې ولید او د ژورنالیزم له لارې یې د خپل ولس له حالاتو سره اړیکه وساتله. د افغان ملت له سیاسي جریان سره یې اوږده اړیکه درلوده او د سیاست، ژورنالیزم، لیکوالۍ او ملي فکر په ډګرونو کې یې خپل نوم پرېښود. زه د هغه له سیاسي دریځونو سره د موافقې یا اختلاف خبره نه کوم؛ زما لپاره د هغه تر ټولو لوی میراث د انسان پاتې کېدو هنر و.

د واکمن مړینه یوازې د یوه فرد د ژوند پای نه دی؛ دا د هغه نسل د یوې بلې څېرې د خاموشېدو معنا هم لري چې د افغانستان د شلمې پېړۍ له لویو سیاسي بدلونونو سره یې ژوند کړی و.  محمد امین واکمن د افغانستان د معاصر سیاسي او فرهنګي تاریخ له هغو څېرو څخه و چې نوم یې د یوه بشپړ عصر له سیاسي تجربو سره تړلی پاتې شو.

محمد امین واکمن به زما په یاد کې یو دروند انسان، د کمینه اخلاقو چښتن، یو روڼ فکر او یو نه هېرېدونکی یاد وي.
خدای یې دې وبخښي، روح یې دې ښاد وي؛ کورنۍ او دوستانو ته یې د زړونو صبر او ددې لوی غم د زغملو حوصله غواړم.

نور محمد غفوری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زینت امان د خپل دوهم واده ترخې تجربې بیان کړې

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۹ مه) د هند مشهورې فلمي ستورې زینت امان له خپل دوهم مېړه مظهر خان سره د ګډ ژوند...