تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۱ مه) د سره صلیب نړیوالې کمېټې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د خلکو بشري اړتیاوې ډېرې زیاتې دي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د دغه هېواد د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې د عملیاتو مشرې یاسمین پراز دسیماز فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې افغانستان، سره له دې چې خلک یې له سختو اړتیاوو سره مخ دي، د نړیوالې ټولنې له پاملرنې وتلی او افغانان باید یوازې پرېنښودل شي.
هغې د افغانستان د خلکو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې افغانان د ژوند د دوام لپاره له پراخو بشري ستونزو او د روغتیايي نظام له کمزورېدو سره مبارزه کوي.
د ماشومانو خوارځواکي
د سره صلیب دې چارواکې په افغانستان کې د خوارځواکۍ بحران ته په اشارې ویلي چې شاوخوا یو میلیون ماشومان له ژوند ګواښونکې خوارځواکۍ سره مخ دي او ۳.۷ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ څخه کړېږي.
د هغې په وینا، د نړیوالو مرستو کمېدا په ټول افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې د شاوخوا ۱۰۰ روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو سبب شوې ده.
پراز دسیماز ویلي چې افغانستان لا هم په نړۍ کې د سره صلیب د پنځو سترو عملیاتو له ډلې څخه دی، خو د بودجې کمېدو دغه اداره اړ کړې چې په افغانستان کې د خپل حضور د دوام لپاره له سختو پرېکړو سره مخ شي.
سور صلیب اوس مهال په افغانستان کې له ۴۶ روغتیايي مرکزونو او د بیارغونې له ۷ مرکزونو سره مرسته کوي او د جګړو او ناچاودو مهماتو له امله زیانمنو کسانو ته روغتیايي او نور خدمات وړاندې کوي.
پر ډیورند کرښه تمرکز
د سره صلیب نړیوالې کمېټې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډیورند کرښه په خپلو لومړیتوبونو کې شامله کړې او پر هغو ټولنو تمرکز کوي چې د افغانستان او پاکستان له جګړو او نښتو څخه زیانمنې شوې دي.
د سره صلیب عملیاتي مشره یاسمین پراز دسیماز وايي، د سره صلیب نړیواله کمېټه دا وړتیا لري چې د ډیورند کرښې د دواړو غاړو له ښکېلو لورو سره خبرې وکړي او له همدې امله کولی شي له جګړو اغېزمنو ټولنو ته د مرستې په برخه کې مهم رول ولوبوي.
د ښځو پر محدودیتونو اندېښنه
د سره صلیب د عملیاتو مشرې پر ښځو د طالبانو د لګېدلو محدودیتونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې، چې په کې له شپږم ټولګي څخه پورته د زدهکړو بندیز او په ځینو برخو کې د ښځو پر کار محدودیتونه شامل دي.
هغې وویل، په روغتیايي خدمتونو کې د ښځینه کارکوونکو شتون، په ځانګړي ډول د ښځینه ناروغانو لپاره، ډېر مهم دی.
د هغې په وینا، اصلي اندېښنه دا ده چې که د نجونو او ښځو نوی نسل زدهکړې ونه کړي، په راتلونکې کې به د دغو ښځینه روغتیايي کارکوونکو لپاره بدیل نسل موجود نه وي.