Homeخبرونهایراني پانګه‌والو د بلخ ـ هرات د رېللارې په جوړولو کې پانګونې...

ایراني پانګه‌والو د بلخ ـ هرات د رېللارې په جوړولو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۰ مه) د افغانستان د رېللارو ادارې مشر عبدالکریم فاتح په کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بیکدلي سره د رېللارو په برخه کې د همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د ایران سفیر ویلي، یو شمېر ایراني پانګه‌وال لېوالتیا لري چې د بلخ ـ هرات د رېللارې په جوړولو کې پانګونه او همکاري وکړي.

ایراني چارواکو پخوا ویلي و چې لېوالتیا لري د خواف – هرات رېللار تر تاجکستان او حتي چین پورې وغځوي.

د افغانستان د رېللارو اداره وايي، د رېللارې په برخه کې د پانګونې لپاره مناسب شرایط برابر دي او له بهرنیو پانګه‌والو سره همکارۍ ته چمتو ده.

بیکدلي زیاته کړې چې اوس مهال د خواف ـ هرات  پر رېللار هره میاشت شاوخوا ۱۲۰ زره ټنه توکي لېږدول کېږي او هڅه کېږي چې دا اندازه په راتلونکي کې ۱۶۰ زره ټنو ته لوړه شي.

د ایران د رېللارو شرکت مشر جبارعلي ذاکري هم مخکې ویلي و چې د افغانستان پر رېللارې د توکو لېږد په تېرو کلونو کې د کال له ۱۵ زره ټنو څخه اوس په میاشت کې شاوخوا۱۳۰ زره ټنو ته لوړ شوی دی. هغه اټکل کړی و چې د پټلۍ د اړیکو له پراختیا سره به افغانستان ته د توکو کلنی لېږد شاوخوا ۱.۵ میلیون ټنو ته ورسېږي.

افغانستان په وروستیو کلونو کې د سیمې له هېوادونو سره د رېللارې د شبکې د پراختیا او د سیمه‌ییزو ترانزیټي لارو د پراختیا لپاره یو شمېر پروژې پیل کړې دي. د حیرتان ـ مزارشریف رېللار افغانستان د ازبکستان او منځنۍ اسیا د رېل له شبکې سره نښلوي، او د خواف ـ هرات لاره افغانستان له ایران سره وصلوي.

همداراز د کابل- کندهار او کندهار – هرات د رېللارو د پروژو په سروې کار کېږي.

د دغو لارو ترڅنګ، د هرات ـ بلخ رېللار د افغانستان د رېلي شبکې له مهمو راتلونکو پروژو څخه ګڼل کېږي چې موخه یې د هېواد د لوېدیځ او شمال نښلول او د سیمه‌ییزو ترانزیټي لارو پراخول دي. دغه پروژه لا نه ده جوړه شوې او د پانګونې او عملي کار د پیل موضوع یې لا تر څېړنې لاندې ده.

همداراز ترانس افغان بله ریلي پروژه ده چې د جوړېدو په صورت کې به ازبکستان او د منځنۍ اسیا نور هیوادونه د افغانستان له لارې له پاکستان سره ونښلوي.

د کندهار – بلح د نښلونکي سړک، تر پنځوس سلني ډېري چاري مخته تللي دي – تاند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زینت امان د خپل دوهم واده ترخې تجربې بیان کړې

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۹ مه) د هند مشهورې فلمي ستورې زینت امان له خپل دوهم مېړه مظهر خان سره د ګډ ژوند...