تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۰ مه) د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډو کې د افغانستان په استازیتوب د طالبانو د ګډون پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې افغانستان له اقتصادي، امنیتي، سیاسي او ټولنیز پلوه د سیمې لپاره مهم هېواد دی.
مجاهد نن (سې شنبې) وویل، هغه پرېکړې چې د افغانستان د حکومت له حضور پرته د افغانستان په اړه په سیمهییزه کچه کېږي، «نیمګړې» به وي. ده همداراز وویل چې ځینې هېوادونه هڅه کوي افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان له غونډو لرې وساتي.
ښايي د ښاغلي مجاهد اشاره پاکستان ته وي چې نه غواړي افغانستان د دې سازمان په غونډو کې ګډون ولري.
مجاهد وویل، د شانګهای غونډې باید د «ځینو سیاستونو قرباني» نه شي او د سازمان غړي هېوادونه باید د افغانستان اهمیت درک کړي.
په همدې حال کې، د شانګهای همکاریو سازمان مشرانو په خپله اعلامیه کې په افغانستان کې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره د نړیوالو هڅو ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې د قومي او سیاسي ډلو په ګډون د یوه ټولشموله حکومت جوړېدل د تلپاتې سولې او ثبات لپاره اړین دي.
د سازمان غړو همداراز د ترهګرۍ، بېلتونپالنې، افراطیت او د ترهګرو د پولې پورې غاړې تګ راتګ پر وړاندې د مبارزې او د نشهيي توکو د قاچاق د مخنیوي پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف هم په دې غونډه کې د شانګهای همکاریو سازمان له لوري د افغانستان له اوسنیو واکمنانو سره د منظمو خبرو د بیا پیل غوښتنه کړې ده. هغه ویلي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات ساتل د سیمې د امنیت او پرمختګ لپاره بنسټیز اهمیت لري او سیمهییز هېوادونه یوه باثباته او د سیمې له رغنده بهیرونو سره تړلي افغانستان ته اړتیا لري.
افغانستان، چې د منګولیا په شان د شانګهای د همکارۍ سازمان څارونکی غړی دی، له ۲۰۲۱ څخه دې شانګهای د همکارۍ سازمان غونډو ته نه بلل کېږي. دا په داسي حال کې ده چې د دې ټولنې یوه ستر غړي، روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی او چین او د منځنۍ اسیا هیوادونه د افغانستان د طالبانو له حکومت سره نژدې سوداګري اړیکې لري.