دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهمتقي له پاکستاني پلاوي وغوښتل چې د افغان کډوالو نیونې او د...

متقي له پاکستاني پلاوي وغوښتل چې د افغان کډوالو نیونې او د لارو بندېدا دې ختمه شي

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۳۰مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره پاکستاني پلاوي ته وویل چې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیونې ودروي او د لارو له بندولو لاس واخلي.

ښاغلي متقي نن په کابل کې د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني په مشرۍ پلاوي سره په کتنه کې خبرداری ورکړ چې د یو بل خلاف د بیانونو ورکول به د دو خواوو ترمنځ فاصلې ډېرې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نن په یوه مرکه کې بیا ویلي چې

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم، ښاغلي متقي له پاکستاني پلاوي سره په کتنه کې په امنیتي مسایلو سربیره په پاکستان کې د افغان مهاجرو د نیونو، د چمن – سپین بولدک په لارو کې له مسافرو سره د چلند، د سبزیجاتو او میوو د صادراتو په برخه کي د تسهیلاتو د رامنځته کولو او په کراچۍ کې د افغان سوداګرو د ترانزیتي اموالو په اړه مفصلې خبرې وکړې.

د پاکستان له لوري د تورخم دروازې د بندېدو له کبله د دواړو خواوو سوداګروپه تېره بیا افغان سوداګرو ته د میلیونونو ډالرو تاوان واړاوه.

امیرخان متقي د دې لارې د بندېدو په غبرګون کې ویلي و چې پاکستان د افغانستان د میوو او سبزیو د صادرېدو په وخت خپلې لارې بندوي.

دې ته ورته شکایت د افغانستان د تېر حکومت چارواکو کاوه.

امیر خان متفي نن پاکستاني پلاوي ته وویل چې امنیتي مسایل دې د مشترکو کمیټو له لارې حل شي او لویې لارې دې د سیاسي او امنیتي ملحوظاتو له کبله نه تړل کیږي.

پاکستان په وروستیو ورځو کې د چترال د پېښې په خاطر په تورخم کې لومړی پر افغان پوله ساتو ډزې وکړې او بیا یې د لسو ورځو لپاره تورخم بند کړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر اساس، پاکستاني پلاوي مشر اصف دراني وویل چې د سودګرۍ او ترانزیت او همدا راز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عبور په ځایونو کې د رامنځته شویو مشکلاتو لپاره به د حل لارې ومومي.

هغه زیاته کړه چې پاکستان په ډیرو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته اماده دی او افغان محصلینو ته د تعلیمي بورسونو لړۍ بیا پیلوي.

نوموړي د امنیتي مسایلو په اړه د دواړو هیوادو په همکاري ټینګار وکړ.

په دې کتنه کې دواړو لوریو ټینګار وکړ چې د یادو موضوعاتو د حل په اړه ژر تر ژره اقدامات ترسره شي، او په راتلونکي کې د هر ډول ناوړه پېښو د رامنځته کېدو مخنیوی وشي.

نه پاکستان اونه هم طالبانو په دې اړه څه ویلي چې د ښاغلي دراني په مشرۍ پلاوي کې نور کوم پاکستاني چارواکي شامل دي.

3 COMMENTS

  1. دا ښکاره خبره ده چې هر افغان حکومت په پاکستان کې د میشتو مهاجرو له امله مجبوریتونه لري ځکه هر کله چې افغان خوا فشار راوړی زور یې د مهاجر یا تجار نه ویستل شوی. ددې مهاجرو او تجارت په سمه توګه غم خوړل پکار دي. خو له بده مرغه د طالبانو په رهبرۍ کې هم ډیر د پاکستان ملاتړي او وفادار موجود دي چې دا یې بله ستونځه هم ده او په ټیټه کچه د طالب لاسونه هر وخت تړل شوي وي. متقي که نور څه نشې کولی باید دومره خو وکړې او ورته ووایي که زما مال نه پریږدې تاته هم مرکزي اسیا ته د مال اجازه نشته، ستا امونه او کیلې هم نه پریږدم. داسې څه باید وشي چې د پاکستان تجار او خلک د خپل دولت سره لاس او ګریوان شي نو مونږ به ترې خلاص شو.

  2. د پاکستان حکومت د نړی د جغرافیی پر مخ هغه ېواځینې هیواد دی چی ،هیڅ کله د انسانی ،اسلامی ،اقتصادی،ښه ګاوندی توب اصول نه لری ،نه په خپل تعهد ولاړ دی او نه تړونونو ته درناوی لری ،آن پر خپل ولس هم رحم نه لری ،هرځلی چی تر پښو یی کومه شګه راسی نو غچ یی د پاکستان او افغانستان له خلکو اخلی رنګ دی ورک سی.
    الله جل جلا له حق المبین دی یوه ورځ به د دواړو هیوادنو عام ولس کړیدل به د دوی لمن ونیسی .آمین یا رب العالمین

  3. تاسو په خپلو منځو کې سره کښېنئ ، د افغانستان کورنۍ ستونزې حل کړئ چې نور زمونږ افغانان نورو هېوادونو ته له تګ نه صرف نظر وکړي . اوس چې د هېواد واک ستاسو په لاس کې دی ، د افغانستان د ټولو اتباعو د ژوند ، مال او حیثیت ساتل ستاسو ملي او ایماني دنده ده .
    تر ټولو مخکې خپلو مسلحوکسانو ته جدی هدایت ورکړئ چې په هېڅ صورت سره پر خپلوخلکو یعنې افغانانو ظلم ونکړي ، انتقام ، تربګېنت ، شکنجه ، بې ګناه کسانو بندي کول ، وژل ، د هغوی د مال او سرته زیان رسول ممنوع اعلان کړئ ، که چا تخلف ترې وکړ، جدي سزا ورکړئ .
    د خپلو ټولو اولادونو پرمخ که هغه هلکان دي او که نجونې د تعلیم ، ښوونې او روزنې ، کار ، تګ راتګ دروازې خلاصې کړئ . د خپلو اولادونو په حق کې ظلم مه کوئ . پرېږدئ چې درس ووایی ، تعلیم وکړي او افغانستان له نړیوالو سره سیال کړي . ملي او وطندوسته کدرونه وروزئ ، چې افغانستان د نورو له احتیاج نه خلاص شي .
    ځانونه له افغاني ، اسلامي او انساني اصولو او معیارونو سره برابر کړئ . هغه څه چې ستاسو مشران فکر کوي ، نه افغاني دي ، نه اسلامي او نه هم انساني . ملاکراسي ختمه کړئ او یو ملي ، خپلواک او مقتدر دولت جوړ کړئ چې راتلونکي درباندې وویاړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب