جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته راغی

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته راغی

تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۳۰مه) د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف خان دراني په مشرۍ یو پاکستانی پلاوی نن کابل ته لاړ چې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره خبرې وکړي.

درانی وروسته له دې کابل ته ځي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې د تورخم دروازې د بندولو او په چترال کې د ټي ټي پي د حملو له کبله ترینګلې شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او د طالبانو حکومت تراوسه پورې کابل ته د اصف دراني د سفر په اړه څه نه دي ویلي.

دا له کله چې اصف درانی د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی ټاکل شوی، کابل ته د نوموړي دوهم سفر دی.

دی تېره اوونۍ د افغانستان په اړه د خبرو لپاره تهران ته لاړ او هلته یې د افغانستان لپاره دایران له ځانګړي استازي او همداراز بهرنیو چارو وزیر سره وکتل.

1 COMMENT

  1. د ده دا سترګې خاينانه دي او سم انسان نه دی.
    طالبان د همدې خاينو خلکو د ګازو د نلليکې وړيا پوليس او هم يې وړيا ملېشه ده.
    نصيرالله بابر ورته په ۱۹۹۵ ز کال کې حاند مير ته دغه توري په يوه مخ پر مخ مرکه کارولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب