پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد امریکا شارژدافېرې په دوحه کې له طالب پلاوي سره پر مخدرو...

د امریکا شارژدافېرې په دوحه کې له طالب پلاوي سره پر مخدرو موادو خبرې وکړې

تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۳۰ مه) د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافېره وايي چې په دوحه کې یې له طالب چارواکو سره د مخدرو موادو د مخنیوي او بدیل معشیت په اړه خبرې کړي دي.

کېرن ډیکر، چې د افغانستان د سفارت چارې له دوحې څخه پرمخ بیايي، د طالبانو له پلاوي سره په افغانستان کې د کوکنارو، مخدرو موادو، اعتیاد، د کوکنارو د کښت پر ځای د متبادل او نورو مسلو په اړه خبرې کړي دي.

دې پر خپله ایکسپاڼه کښلي، په دې اړه چې نړیواله ټولنه څنګه مرسته کولی شي په افغانستان کې دننه او له هغه دباندې د افغان متخصصانو د مشورو اورېدل او د افغان ښځو رول له مخدرو موادو سره د مبارزې په ټولو برخو کې حیاتي او خورا مهم دی.

له بلې خوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین هم ازادي ته ویلي چې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې له کابل څخه د طالبانو حکومت د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو د ورغلیو استازو په ګډون د سیاسي دفتر ګډ پلاوي د افغانستان لپاره د امریکا سفارت له شارژدافېرې او د امریکا متحده ایالاتو د نشه‌يي توکو ضد یوه پلاوي سره لیدلي دي.

د کوکنارو د کښت د بندیز په اړه د طالبانو د مشر د فرمان له صادرېدو وروسته په افغانستان کې د کوکنارو کښت لږترلږه اتیا سلنه کم شوی دی. خو دې کار د کروندګرو ژوند تریخ کړی دی.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د ۲۰۲۲ کال په اپرېل میاشت کې د نشه‌يي توکه د نه کرلو امر وکړ.

له بلې خوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویست لیکلي چې د افغانستان لپاره د ملګروملتو د بشري مرستو په چارو کې د سرمنشي له مرستیال مارتین ګریفیتس سره یې کتلي دي.

ښاغلي ویست ویلي چې امریکا لا هم افغانستان ته د بشري مرستو تر ټولو ستر مرسته کوونکی هیواد دی.

1 COMMENT

  1. دی قدیانی پنجابی طالبانو افغان غیرتی میرمنی د بادار په امر دزندانی کړیدی اما د ډالرو بادار میرمنو ته د سپیو په شان په خپوړو خپل چټل سرونه ښکته کوی ( په پکتیا کښی دا قدیانیان علنی سنګسار کیدل ) ، تاسی قدیانیو غلامانو په افغانستان کښی نشۍ پاتی کیدای همداسی د تاسو لپاره په اتفاق سره په هدایت تښتیدلی قاتل ملی خائینین ( ساختګی غلام تنظیمونه ، تربیه شوی غلام کمونیستان او امریکا کښی خاص مصنوعی غلام دیموکراتان ) !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب