شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په روغتیايي سیستم کې د ښځینه روغتیاپالو د کمښت په...

د افغانستان په روغتیايي سیستم کې د ښځینه روغتیاپالو د کمښت په اړه اندېښنې زیاتې شوي

خبریاله: خاطره نوري

(پنجشنبه، د سنبلې ۳۰مه) د طالبانو له خوا د ښځو په کار او زده کړو له بندیزونو لګولو وروسته د افغانستان روغتیايي برخه د ښځینه متخصیصانو له کمښت سره مخ ده.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» په یو راپور کې ویلي دي چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو او کلیو کې د ښځينه ډاکټرانو او روغتیايي امکاناتو د نه موجودیت له امله اوسمهال روغتیايي خدمتونو ته د مور او ماشوم لاسرسی کم شوی دی.

د اوچا په راپور کې په افغانستان کې د ملګروملتونو د روغتیا د برخې د مشرې ډاکتر سحر له قوله ویل شوي چې پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل وروسته د دغه هیواد روغتیايي سیستم تقریبا له منځه تللی دی.

اغلې سحر ویلي چې د تېر جمهوري حکومت له پرزېدو وروسته ډېری متخصصو ښځینه روغتیاپالانو خپل هيواد پریښی چې دې کار د روغتیا په سکتور کې د پام وړ تشه رامنځته کړې ده.

د افغانستان  په روغتونونو کې تر دې وړاندي هم ګڼو خلکو د مجهز پرسونل او متخصصانو له کمښت څخه شکایت کاوه، خو په وروستیو کې ډېر شمیر لوستې میرمنې د امنیتي ګواښونو او دندې د نشتوالي له له امله له افغانستانه وتلي چې  ورسره  په روغتونونو د خلکو ستونزې لا پسې ډیرې شوې.

د لوګر ولایت یوه اوسیدونکې چې نه غواړي راپور کې یې نوم یاد شي وايي دوه میاشتې وړاندې یې د لوګر په یوه سيمهییز روغتون کې د متخصص ډاکټر د نشتوالي له امله ماشوم ژوند له لاسه ورکړ.

«د شپې شاوخوا ۸ بجې وې چې روغتون ته ورسیدم  په ګېډه کې مې ډیر درد احساسولو څو تنه نرسانې راغلې او زه یې د ولادت خونې ته بوتلم سیروم او پیچکارۍ یې راته بند کړل کله چې ماشوم مې پیدا شو له لومړنیو ژړګانو وروسته مړ شو».

نوموړې وایې، د دوی د سیمې د روغتون پخوانۍ ډاکټره اوس د کابل ښار په یوه روغتون کې دنده ترسره کوي.

نرګس یوه بله مور ده چې وروسته له پینځو کلونو د دوی په دری کسیزه کورنۍ کې یو زوی پیدا شو. هغې شپږ میاشتې وړاندې د کابل ښار په یوه روغتون کې زېږون وکړ.

 هغه وایي، ماشوم یې ښه دی خو د زېږون پر مهال د ښه زېږون او په روغتون کې د متخصص ډاکټرانو د شتون په موخه څو مختلفو روغتونونو ته تللې چې د زېږون پر مهال يې ماشوم ونه مري.

«يوه لور لرم  ډیرو ډاکټرانو ته لاړم او ډیرې پیسې مې په دوا مصرف کړې ترڅو بیا امیندواره شوم کله چې تلویزوني معاینات مې وکړل او ډاکټرې راته وویل ماشوم دې زوی دی ډیره خوشحاله شوم خو د ولادت په وخت کې ډاریدم چې ماشوم مې له لاسه ورنکړم شکر ولادت مې ښه تیر شو او اوس دواړه ښه یو».

نرګس وایي په زېږنتون کې د متخصص ډاکترشتون اړین دی تر څو د جدي ستونزې په وخت مریض ته په ښه توګه رسیدګي وشي او مور او ماشوم دواړه وژغورل شي.

د کابل ښار د روغتونونو یو شمیر ډاکټرانې وایي چې د طالبانو د راتګ وروسته د نسایي ولادي برخې ډیر شمیر متخصصین نورو هیوادونو ته کډوال شول، او د طالبانو له لوري د ښځو پر لوړو زدهکړو له بندیزونو سره روغتونونو کې  د متخصصوډاکټرانو او مجهز پرسونل کمښت ډیر تر سترګو کیږي .

زرمینه چې د کابل ښار په یوه روغتون کې ډاکټره ده وایي زدکړو ته د نجونو نه لاسرسی ګڼ شمیر خلک په بیلا بیلو برخو کې له ستونزو سره مخ کړي.

«تعليم ډیر مهم دی خو افغان نجونو ته طالبان د زدهکړو اجازه نه ورکوي، له دې سره هره برخه کې د ښځینه کارکوونکو کمښت وي؛ بلخصوص د روغتیا برخه چې ډیره مهمه ده. زموږ خلک د خپل فرهنګ له مخې هم خپلې زنانه ناروغانې نارینه ډاکټرانو ته نه بیايي، يا به په کورنیو دوا ګانو خپل مریضان ښه کوي یا یې له منځه تللو ته شپې شمیري».

په روغتونونو کې د متخصصو ډاکټرانو د کمښت او د دې مسلې د حل لارې په موخه  مو د هیواد د روغتیا وزارت له ویاند ښاغلي شرافت زمان سره په وار وار اړیکه ونیوله خو زموږ پوښتنې یې ځواب نکړې.

د طالبانو د حکومت له لوري د افغان میرمنو په کار تر بندیز وروسته له افغانستان سره د بهرنیو مرستندویه موسسو مرستې کمې شوې دي، چې د افغانستان پر روغتیايي سکټور يې اغیز کړی دی.

د روانې سنبلې میاشتې په نهمه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې «اوچا» په خپل ایکس شبکه خبرداری ورکړی و چې  که لازمه بوديجه ترلاسه نه کړي، په افغانستان کې به سږ کال په میلیونونو کسان له روغتیایي خدمتونو بې برخې شي.

دې ادارې ویلي چې  ۳،۷ میلیون وګړي به د ژوند ژغورنې له روغتیايي خدمتونو بې برخې شي.

طالبانو پر افغانستان تر دوهم ځل واکمنۍ وروسته له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د نجونو په هر ډول زده کړو بندیز لګولی دی. دغه شان د دوی له خوا افغان میرمنې کار کولو ته هم نه پرېښودل کیږي.

که څه هم د طالبانو دا پرېکړې په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوې خو لا هم دوی په دې برخه کې په خپلو پرېکړو کې بدلون نه دی راوستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب