سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهپاکستان په اسلام اباد کې د افغانستان انترنشنل دفتر تړلی

پاکستان په اسلام اباد کې د افغانستان انترنشنل دفتر تړلی

تاند :له اسلام اباد څخه د ترلاسه شویو راپورونو له مخې، د پاکستان حکومت په دغه هیواد کې د امنیتي اندېښنو له کبله د افغانستان انترنشنل تلویزیون دفتر تړلی او کارکوونکو ته یې ویلي چې نور هلته فعالیت ونه کړي.
د تاند ویبپاڼې د معلوماتو له مخې پاکستانی مقاماتو د افغان انتر نیشنل تلویزون دفتر د تیری جمعې په ورځ له جدی امنیتي خطراتو  وروسته وتاړه.
افغان انترنیشنل چې ادعا کېږي د یوه سعودي په مالي مرسته جوړ شوی او مرکزي دفتر یې په لندن کې دی، په افغانستان کې په دې بدنام دی چې قومي نفاق ته لمن وهي.
د معلوماتو له مخې، افغانستان انترنشنل په اسلام ایاد کې پراخ دفتر جوړړ کړی و چې شاوخوا ۳۰ تنو پکې کار کاوه.
د پاکستان امنیتی سرچینې وایي ۴ میاشتې وړاندي د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقی له پاکستاي چارواکو څخه غوښتنه کړې وه چې د پاکستان له خاوری د افغانستان د اسلامې امارت پر خلاف د نورو په لمسون مظاهرې او منفي مطبوعاتې تبلیغات کیږي او د پاکستان حکومت باید دې ډول حساسیتونو ته متوجه واوسي. خو ظاهرا پاکستان د متقي غوښتنی ته مثبت جواب ورنه کړو خو اوس داسي ښکارې چي طالبانو غوښتل چې په اسلام اباد کې د دغه تلویزون دفتر په نخښه کړي نو پاکستانی امنیتیي چارواکو د حفظ ما تقدم په ډول د افغانستان انتر نیشنل دفتر بند کړی دی.
تراوسه حرګنده نه ده چې د دغه تلویزیون کارکوونکي به اجازه لري چې له کورونو کار وکړي او که نه.
پاکستانی سرچینی وایی، د افغانستان انترنیشنل تلویزیون له اسلام اباده د کورج یا فعالیت رسمی اجاره هم نه لري.

3 COMMENTS

  1. ډیر ښه کار شوی فاسدو انسانانو د نفاق لپاره فعالیت کاوو ! شیطاني درواغ د بیان ازادي نده بلکې جرم دی ! د نجونو دښوونځویو دا زادی په هیله نالت په خیرن مردار خواره طالب !

  2. دلوپر له خبرو سره موافق یم
    شیطان انټرنشنال تلویزیون صرف دمسلمانانو ترمینځ دنفاق اچولو په موخه جوړشوی دی

  3. په افغانستان کې چې ۴۵ کلنې جګړی ته وګوری ټول همدا تبلیغات د انګریزانو په لمسون یا سیاسی ملاتړ له لندن او پنجاب څخه شوي ځکه انګریزانو ته لر او بر پښتنو ماتې ورکړي تیر نظام ته به یی ویل چې کرزی باید پښتنو ته په دولت کې ځای ورکړی ځکه چې زیاتره د جمعیت کسان وو چې زیاتره لوړ رتبه کسان تاجک او هزاره وو بیا چې غنی راغی نو عبدالله او پدرام ملاتړ یی سره ته سووکله چې کابل کورنۍ جګړه روانه وو همدې انګریزانو په شورای نظار او حزب اسلامی ترمینځ نفاق ته لمنه وهله کله به یی د اهل تشیع او سیاف ترمینځ مذهبی اخلافاتو ته لمن وهله او همدارنګه به د دوستم په نفعه باندې د ګلبدین او مسعود خلاف د قومی او ژبنې تعصب ته لمنه وهله.
    خلاصه انګریزان او پنجاب غواړی چې افغانستان کې دینی، ژبنی او قومی اختلافات لمن ووهی او خپل شومو موخو ته ورسیږی دلته د ټولو افغانانو دنده ترڅو انګریزانو او پنجاب په اړه یو لاس شي او نړیوالو ته د دوی اصلې څیره بربنډه کړی مګر څوک نشته چې دا کار په لوړه سطحه وکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب