تیاره ماښام و. ګرمۍ لا هم خوله لګوله. له ځمکې سور تپ خوت. نری باد داسې ګرم لګېده، لکه څوک چې د لګېدلي تنور مخ ته ولاړ وي ـ او له تناره پخې ډوډۍ راباسي. هلته لرې څو وسپنیزې پنجرې یو په بل پسې لیکه ایښي وې. شاوخوا یې ګرګي سپيي ګرځيدل. کله به لیرې لاړل او کله به بیرته پنجرو ته ورنږدې د پنجرو ساتونکو سرتېرو لور ته وروګرځیدل. پنجرې له یو بل سره لکه نښتي کورونه نښتې وې ،شاوخوا یې لوی لوی څراغونه بل وو، رڼا یې لکه لمر ځمکه سپین پړک ګرځولې وه.
پنډ په قد ښه جگ، هډور او له قهره ډک افسر چې چانټه يې شاته اچولي وه، د پنجرو مخته روان و. يو پيره دار هم ورسره څنگ په څنگ خوځيده. افسر داسې تریو تندی نیولی او په شد او مد يې اوامر ورکول، تابه ویل په ټول ژوندکې یې هډو هیڅ خندلی نه وی.
په پنجرو کې بند بندیان د ګڼو عمرونو لرونکي وو. د هغوی په منځ کې که څوارلس کلن هلک هم و، نوي کلن بوډا یې هم لاس تړلی راوستی او وردننه کړی و، لکه د لوی روغتون د ټپي واټ ناروغان د هر یوه له خولې فریاد او زګېروي ختل. یوه به ویل خدایه، ما مړ کړې. بل به ویل، کاشکې چا د زهرو یوه ګولۍ راکړې وای. بل به پسې غبرګه کړه، خدایه، بې پردې مې مه کړې. کله به دغو غږونو دومره زور واخست، لکه په ټولو چې له هوا کاڼي راګوزار شي. چېغو او فریادونو ټول هوایي ډګر په سر اخستی وو. خو کله کله به د سپیو په غپا او د الوتکو په پورته او ښکته کېدو کې دا اوازونه محوه او په ګرانۍ به واورېده شو.
افسرپه داسې لوړ آواز خپل عسکر ته امر وکړتابه ویل په کومه لويه دره کې په راایسارغلیم هجوم وروړي.
ـ را يې ولئ، دلته يې ودروي، داسمان ستوري په رڼا ورځ ور وښايست، بغاوت وروښایاست. وروښایاست چې زموږ د ازادۍ په وړاندې که غر هم ودريږي بايد ونړیږي، که سمندر اواز وکړي یاید وچ شي.
هغه نه یوازې پخپلو سرتیرو په شداومد امرونه کول، په ترجمان یې هم د خپلو سرتیرو په څیر سترګې راویستې او ګواښه ېې:
ـ ترجمانه! تاته وايم بنديانو ته ووايي چې را ووځئ. زما خبره يوه په يوه ورته ديکته که.
بندیان ېې چې لاسونه یې تړلي او شاته اړول شوي وو، یو یو له پنجرې راوکېښ. په ګونډو یې کښېنول. له درده او رنګارنګه ربړونو له کبله له حده بده وتلي وو، لکه حلال کړي پسان په ځمکه برا برا وغځېدل. وروسته یې ګرد یوې خونې ته روان کړل. د امریکایي ځواکونو د پلټونکوډلګۍ مخته یې ودرول. د مخه تر دې چې د پوښتنو ګروېږنو لړۍ ېې پیل شي، د ږیرې د خریلو د ماشینونو د راوړلو بولنه یې ورکړه. په دم ګړۍ کې ماشینونه په لوی مېز کېښودل شو. بندیان د ما شینونوپه لیدلو لکه د پسونو په ستونو چې قصاب چاړه راکاږي، ورېږدېدل. ددوی خوا د ږیرې خریلو او ماشینونو ته نه وه بده، د ږیرې خریلو له ګناه ډارېدل. او ټولو هغه سپکاوي ته ژړل چې له دوی سره په دې شېبه کې روان وو. ټول ېې په لیکه ودرول. یوه سر ته یې نوي کلن بوډا او بل سر ته یې څوارلس کلن ژڼی ودرېد. د ږیرې ماشینونو د ټولو په مخونو راختلي ویښتان له یوې مخې داسې لرې کړل لکه له پسونو چې وړۍ وتوږل شي. په درنګ شېبه کې ېې د ټولو ږیرې چټې وخریلې. دنګ لوړ امریکایي سرتیري د بوډا په اوږه لاس کېښود. په لوړ غږ یې وویل.
ـ درځه!.
بوډا خوار وروکتل. د سرتېري څنګ ته ولاړ ژباړن یې خبره وژباړله.
ـ بابا درځه، هاغه وړاندې مېز ته ودرېږه. د لوی دهلېز په سر کې اوږد مېز ایښی وو. په سر یې رنګارنګ دوسیې پرتې وې. د مېز شاته تور پوستی امریکایي افسر ناست وو. مخې ته یې لوی کمپیوټر روښانه وو. بوډا یې دده په وړاندې ودراوه. افسر چې په یوه لاس کې یې د کمپیوټر موږک نیولی وو، د کمپیوټر سکرین ته داسې ځیر وو تا به ویل که کوچنی ماشوم دی او د کوچنیانو کومه لوبه ګوري. شېبه وروسته یې سر راپورته کړ. سپین ږیري ته یې برګ وروکتل. ژباړن ته یې مخ ورواړاوه. په سپکاوي یې وویل.
ـ دې ځناور ته ووایه چې کالي وباسي.
ژباړن بوډا ته وکتل.
ـ بابا! وایي چې کالي دې وباسه.
بوډا سوړ اسوېلی وکېښ.
ـ اه خدایه! مرګ راکړې.
ږیرې ته یې بې واکه لاس پورته کړ، لکه غوښتل یې چې ووایي، دې سپینې ږیرې ته مې وګورئ. خو په مخ یې د ږیرې نشتوالي خبره په خوله کې وچه کړه. واروپار یې خطا شول. سر یې ټیټ ونیوه، سترګې یې پټې کړې، لکه خوب یې چې یوسي. او یا له خبرو ولوېږي. د افسر تندی ګونځې شو. ژباړن ته یې معنا داره شان وکتل. ژباړن د افسر د اکر بدلون حس کړ. د بوډا په ولي یې لاس کېښود.
ـ بابا! وادې ورېدل؟
بوډا ټکان وخوړ، لکه له خوب یې چې څوک راکښېنوي. په خریلي مخ یې لاس راښکود. شاوخوا یې وکتل.
ـ ورته ووایه، خدای ته خو مو شرمنده کړو، اوس مې دې مخلوق ته هم شرموئ؟
ژباړن د هغه د اقناع لپاره وویل.
ـ بابا! دا د دوی قانون دی، په مجرمانو له تحقیق د مخه کالي باسي.
بوډا په قهر وروکتل. اواز یې لوړ شو. د پښو منځ ته یې وکتل.
ـ ددوی په قانون کې دغه ووهم ،ددوی په قانون کې خو ښځې هم بې پرتوګه او لنګۍ ګرځي.
دمیزشاته ناست کبرجن افسرته ېې لاس ونیو:
ـ ورته ووایه چې امریکا ته درغلم، بیا مو که لوڅ هم ګډوئ، خوښه مو ده. خو دلته زموږ قانون چلېږي، دلته پښتو ده ،اسلام دی.
ژباړن خبرې ټکي پر ټکي وژباړلې. افسر له ډېره قهره نور هم تور راواوښت. لکه کوم سرتېری ېې چې له امره سر وغړوي. نېغ له څوکۍ راپورته شو. بوډا ته رانږدې شو. په دواړو لاسو یې پورې واهه. چیغه یې کړه.
ـ سم ودرېږه.
ژباړن یې خبره وژباړله. بوډا خوارې سترګې ورواړولې.
ـ ورته ووایه، د درېدو نه یم. په خپل واک کې نه یم. بولې رانه ځي. د خدای روی وګورئ.
افسر یې په ولي لاس کېښود.
ـ ورته ووایه چې ځېل مه کوه، کالي دې وباسه!.
بوډا چې پوه شو. عرض یې نه اورېدل کېږي، بې واکه یې تڼۍ ته لاس کړ. په داسې حال کې چې ټول بدن یې رپېده، په رپېدلو لاسونو یې کمیس څیرې او پورته وغورځاوه، خو پرتوګ ته یې لاس ورنه وړ. افسر یې د پرتوګ ګنډې ته لاس ونیو.
ـ ورته ووایه چې پرتوګ دې هم وباسي.
دا غږ لکه چت چې پرې راونړېږي، بوډا په ځمکه ننویست. بې واکه یې منډه کړه، ځمکې ته ېې لاس ټیټ کړ، تابه ویل کوم سپي وغپل او دی له ځمکې ډبره رااخلي چې وی ولي.
ـ اه، د خدای روی وګورئ، دا څه کوئ، له دې مې ووژنئ.
ژباړن په منډه ورغی. له لاسه یې راونیو.
ـ بابا! له دوی سره مقاومت مه کوه. دوی چې څه وایي هغه درباندې هرومرو کوي. داسې نه چې خوږ دې کړي.
بوډا په سختۍ خو نېغ ودرېد.
ـ زه له خوږو نه وېرېږم.
په دروازه کې د ولاړ امریکایي سرتېري کلاشینکوف ته یې لاس ونیو.
ـ ورته ووایه، چې په هغه ټوپک مې ولې نه ولي.
ژباړن په ورو ځواب ورکړ.
ـ بابا! هغوی له اجازې پرته څوک نه ولي.
بوډا یې ږیرې ته لاس ونیو.
ـ چې هغوی مې نشي ویشتلای، ته مې ووله زویه!. خون مې دربخښلی دی.
افسر چې ددوی په خبرو نه پوهېده او ددوی داحساساتي مکالمې جریان یې څاره، په ژباړن غږ وکړ.
ـ څه وایي؟ ولې پرتوګ نه باسي؟
ژباړن د هغه ټولې خبرې وژباړلې. د افسرتندی تریوشو، په قهر بېرته له مېز راپاڅېد. له دروازې سره ولاړو امریکایي سرتېرو ته یې اشاره وکړه. سرتېري په منډه د بوډا خواته راغلل ،دافسردبولنې پلې کولو ته تیارسۍ ودریدل، افسر بوډا ته برندې سترګې ونیوې، ژباړن ته ېې مخ وړاوه:
ـ ورته ووایه، که نور ځنډ وکړي.
سرتېرو ته یې اشاره وکړه.
ـ دوی ته امر کوم چې سپي راولي او دهغو په خوله ترې پرتوګ وڅیرم،
له دوتره دباندې سپیو ته ېې په ځیر وکتل ،په کبراو غرورېې په سپکاوي وویل:
ـ له داسې څناوروسره همداسې څناورجوړیږي ،
ژباړن چې څنګه دا حکم وژباړه، په بوډا مړې خولې راماتې شوې.
اه یې کړل. لاسونه ېې ومروړل:
ـ اه خدایه دا څه اورم.
ژباړن ته یې مخ ورواړاوه.
ـ ورته ووایه چې د خدای روی ته وګوره، په دې نوي کلونو کې مې خپلې ښځې بربنډ نه یم لیدلی. پردي نارینه خو څه کوې، چې په سپي مې پرتوګ څیري، ولې مې په ټوپک نه ولئ. د خدای بنده ګانو.
افسر مخې ته په ایښې کوچنۍ کتابچه کې څه ولیکل. بوډا ته یې برندې سترګې ونیوې. بوډا لا هم په خپل عزم ټینګ ولاړ وو. پرتوګ یې نه ویست. د افسر تندی تریو شو. له ځایه راپورته شو، خو له ځایه راونه خوځېد. مخ یې د کړکۍ خوا ته واړاوه. له کړکۍ لاندې لوی سپي یې له نظر تېر کړل. بیا یې ژباړن ته مخ راواړاوه.
ـ څه وایي؟ بوډا ولې پرتوګ نه باسي؟
ژباړن په بېړه ځواب ورکړ.
ـ بوډا وایي، زه ان تر اوسه خپلې مېرمنې لوڅ نه یم لیدلی.
د مخه تر دې چې ژباړن خپله خبره بشپړه کړي. په دهلېز کې ګردو امریکایانو خټ وهل. د افسر خوله هم له خندا وېړه شوه. په ملنډو یې په لوړآوازوویل:
ـ دا درواغ وایي، څنګه یې ټول عمر له مېرمن سره په تورتم کې کوروالی کړی دی.
او له دې سره بیا ټولو له خندا پړک وهل. خو بل لور ته لکه په خونه کې چې بم وچوي. ټولو بندیانو په کړیکو کړیکو وژړل. په یوه ځای کې د ژړا او خندا ترکیب داسې وو لکه په یوه کور کې چې د واده بنډار ګرم وي او په بل کې مېرمنې په جنازه کې پروت مړي ته ژاړي. افسر بیا د باندې وکتل. دا ځل سپي هم وغپېدل. لکه د افسر د بولنې امر ته چې منتظر وي. افسر لومړی بوډا ته بیا نورو بندیانو ته وکتل. بندیانو لا هم ژړل. خو بل لور ته خندا درېدلې وه. افسر چیغه کړه.
ـ بس کړئ نور.
سپيو ته چې لوې تسمې ېې له ورمیږونو تاو وې بیا وکتل.
ـ ټول به جامې کاږئ او که نه په سپیو مو څیرم.
بوډا ته نږدې ورغی. سوک یې پورته کړ خو بېرته پښېمانه شو. ویې نه واهه. خدایزده څه به یې په زړه ورګرځېدلي وي. ښایي فکر یې کړی وي ډنګربوډا چې پښتۍ یې راوتې او تش هډوکي یې پاتې وونه چې له واړه ګوزاره ومری. ده نه غوښتل په ځان یې هسې تاوان کړي. له وهلوېې ډډه وکړه، خو پخپله غوښتنه کلک ودرید، د هغه د پرتوګاښ ګنډې ته ېې لاس ورتېر کړ، پرتوګاښ ېې په ټول زورراکښود، پرتوګ لاندې وښوئېد. بوډا لکه په ټوپک یې چې وولي، درنګ راولوېد. سرتیرو زرراپورته کړ،ویې لیدل چې پرتوګ ېې ګرد په بولو لړلی دی. ده مخ واړاوه. د بولو نمجن بوی یې پوزې وتخڼولې. اخ یې کړل، ته وا ګرځون کوي. ژر بېرته خپل مېز ته وګرځېد. په لوړ آواز یې نورو پلټونکو امریکایانو ته وویل.
ـ د بوډا صحي معاینات وکړئ او په نورو ټولو احکام پلي کړئ.
بوډا څو ورځې وروسته د پوښتنو ګروېږنو رخصت شو. چې کور ته راوګرځېد، په کور کې یې له زړې مېرمن پرته نور هیڅوک نه وو پاتې. کلی تش شوی وو. مېرمن ېې له ده پوره پنځلس کلونه کشره وه. هغه هم بوډۍ وه خو په څټه روغه وه. نه له پخلي لوېدلې وه او نه هم د پالېز، باغ او نه د کورنیو حیواناتو له پاللو.
بوډا چې څنګه په دروازه راننوت، مېرمن یې جټکه وخوړه. لکه پردی نااشنا انسان چې په مخه ورشي. راشاته شوه. خو د بوډا غږ بېرته ځای پر ځای ودروله:
ـ ګل بختې!
مېرمن زرمخته راغله ، کلکه غاړه ېې ورکړه. په چیغو چیغو یې وژړل. څو ځل یې په مخ ښکل کړ. شکر یې وکېښ. بوډا یې له لاسه راونیو. د دالان په پروت کټ کې یې کښېناوه. بوډا لوی بالښت ته ډډه ولګوله. دا چې په سترګو کې یې ډنډ اوښکې راټولې وې، بوډا ته مخامخ په واړه کټ کې کښېناسته. د مخه تر دې چې د مېړه حال او په هغه د راغلي مصیبت حال واوري، بوډا وار ړومبی کړ.
ـ نور چېرې دي، ګل بختې؟
بوډۍ اوږده سا ه وویسته ،په مخ ېې اوښکې را ماتې شوې، په ژړغوني غږ یې وویل.
ـ حال مه پوښته ،دویلو نه دي ،کلی له شپو ووت.
بوډاسررانبغ کړ، سرېې وښوراوه :
ـ نو څنګه به له شپو نه وځي چې دا سره کوپار په ما غوندې سپین ږیري هم رحم نه کوي.
لاس ېې په کلې شوې ږیرې کیښود:
ـ دې نخروته نه ګورې !؟
بوډۍ سر وښوراوه:
ـ له هغې ورځې چې تاسو یې بوتلۍ، کلی یې دوه وار بمبار کړ. اوس په کلي کې زما اوله څو نورو سپین ږیرو پرته هیڅوک نه دي پاتي.
بوډا رانیغ شو .
ـ خو ته به هم تلې وای، ته ولې پاتې یې؟
بوډۍ مخامخ غوجل ته سترګې ونیوې. په دالان کې ګرځېدونکو چرګانو ته یې لاس ونیوه.
ـ دا مال او چرګان مې چاته پرېښي وای. که زه نه وای ته به اوس د چا درګاه ته ولاړ وای.
بوډا غلی شو. په کټ کې راکېناست، لکه بډوډی یې چې په درد شي. لاس یې یو څنګ ته ونیو. لکه په ستوني کې ېې څه ونښلي . ټوخي ونیو. مېرمن یې پاڅېده، له منګي یې د اوبوډک جام راوړ. له اوبو یې څو ګوټونه وکړل. ټوخی یې ودرېد.نورهم په کټ کې رانېغ شو خو بېرته یې تکیه ووهله. مېرمن یې څېرې ته داسې ځیر شوه، ته وا انځورګره ده اوانځور یې باسي، ده بیا په بډوډي لاس کېښود. مېرمن ېې په بډوډي ایښي لاس ته ځیر شوه ، اندېښنه ورولوېده.
ـ څنګه په بډوډو خو به یې په لغتو نه یې وهلی؟
بوډا لکه بې ځوابه چې وي، هیڅ ونه ویل. له بډوډي ېې لاس لیرې کړ،مېرمن یې بیا وپوښت.
ـ ښه ته دا راته ووایه چې دې ظالمانو ږیره څنګه دروخریله.
ـ آسمان ته ېې رڼې سترګې ونیوې ،. لاسونه یې لپه پورته کړل .
ـ خدای دې دوی په خپل قهر اخته کړي.
بوډا غوښتل په کټ کې وغځېږي خو د مېرمن پوښتنې یې له ملاستې راوګرځاوه. په مخ یې د څو ورځو په تازه راټوکېدلو ویښتانو لاس تېر کړ.
ـ هغه څه یې چې ماسره وکړل، خدای دې هندو مسلمان ترې وساتي.
ږیرې ته یې بیا لاس وروړ، آسمان ته ېې پورته وکتل.
ـ هم یې خدای ته شرمنده کړم او هم مخلوق ته!
مېرمنې یې ټکان وخوړ، سترګې ېې رډې راووتې. سر یې د بوډا په خبرو خلاص نشو. بلا پوښتنې یې په سر کې راوټوکېدې.
ـ ولې خدای دې نه کړي. که ږیره یې په زور درخریلې وي، دې کې نو ستا څه قصور دی. ته به ولې به خدای ته شرمنده یې.
غلې شوه ، سرېې ټيټ ونیو، په فکرکې لاړه ،اندیښنه ورولویده ، سرېې بیرته راپورته کړ:
ـ نور خو به یې څه ازار نه وي در رسولی؟ وهلی خو به ېې نه ېې ؟
مخکې له دې چې دبوډا ځواب واوري ، پورته آسمان ته ېې وکتل، په ښېراېې خوله پرانسته.
ـ خدای دې دوی تباه کړي.
بوډا سوړ اسوېلی وکېښ.
ـ کاشکې وژلی یې وای، ګل بختې!
ښځې غبرګ لاسونه په سینه کېښودل.
ـ خدای دې نه کړي، ولې؟؟
دبوډا په سترګو کې اوښکې راماتې شوې.لکه دځوان زوی جنازه ېې چې مخ ته کيښودل شي ، سوی کړیکه ېې له خولې ووته :
ـ کاشکې ګل بختې، مخامخ راته ولاړه او ټوپک هم درسره وای،
په تندې ېې راټولې پینځه ګوتې کیښودې :
او نېغ دې په دا سر ویشتلی وای.
مېرمن یې تندي ته غبرګ لاسونه ونیول.
ـ دا څه وایې؟ ولې؟
بوډا لاړې تېرې کړې. سترګو ته یې لاسونه ونیول.
ـ خدای دې نه درښایي ګل بختې! ظالمانو ته مې تردې وویل چې زه مې غیر له خدایه خپلې ښځې هم بربنډ نه یم لیدلی.
لکه په کولمو کې چې یې لمبه وګرځي میرمن ېې نېغه راپاڅېده، لاړه او راغله. بوډا سر وخوځاوه.
ـ وو ګل بختې، لوڅ لپړ ېې ودرولم، په ځان بیا نه یم پوه چې ظالمانوڅه راسره وکړل.
په دې سره ښځې او مېړه دواړو ژړا ته زور ورکړ.
ـ ګل بختې، له تا به یې څه پټوم، چې په ښو او بدو پوه شوی یم. دا مې دوهم ځل دی چې پردي بنیادم لوڅ ولیدم.
مېرمن یې خپړې وجنګولې ، اخ ېې کړ،بې واکه ېې له خولې ووتل.
ـ دوهم ځل!؟
خاوند یې سترګې پټې کړې ، په سینه ېې لاس کیښود، سرېې وښوراوه، خپل کوچنیوالي ته ورستون شو.
ـ وو ګل بختې، یو ځل چې لس کلن وم.
خبره یې بشپړه نه کړه. لکه په خپله خبره چې پښېمان شي او یا وشرمیږي، نور یې هیڅ ونه ویل. هغه ورځ، ساعت ،هغه یوږنوکې پیښه او هغه دوه تنه یې نېغ مخې ته ودریدل. هغه شېبه یې را په زړه شوه چې څنګه هغودوو تنو لویو ځوانانو وغولاوه ، تیر ېې ایسته . له کوره لرې یه یوه زړه کلا کې اول یو او بیا بل جنسي تېری پرې وکړ. او ده له دې وېرې چې پلار یې ونه وژني، تردې شیبې دا له وحشته ډک تېری له ځانه سره وساته. بوډا په دې خبره برغولی کېښود خو بیا یې هم له خولې بې واکه ووتل.
ـ وی ګل بختې، څومره ټول کلونه وکړېدم.
ښځې ته نوره اندېښنه هم ورولوېده.ده په خولې لاس کیښود:
ـ خو ګوره چې هندو مسلمان درنه په دې خبره خبر نشي.
په ګل بختې سروګرځید،سترګې ېې سپینې راووتې ، تندی ته ېې ټس ورکړ.
ـ په کومه خبره؟
ـ چې کفارو پرتوګ رانه باسلی او لوڅ یې لیدلی یم.
ګل بختې بیا وپوښت.
ـ نو ته خو یواځې نه وې، ته وا دا نور خواران به یې نه وي لوڅ کړي.
بوډا په خریلې ږیرې لاس راتیرکړ:
ـ ږیرې خو یې زما تر مخه په ټولو وخریلې.
بوډۍ سر ته لاس ونیو.
ـ چې ته یې په دې عمر او سپینه ږیره لوڅولې، نو ته وا هغوی به یې پرېښي وي.
بوډا سوړ اسوېلی وکېښ.سرېې وښوراوه:
ـ خدای خبرګل بختې ، ما هغوی ونه لیدل خو زه هغوټولو ولیدم چې له ما ېې پرتوګ راکش کړ، درنګ ولویدم ، په ځان بیانه یم پوه شوی ، نه یم پوه چې له هغوی سره یې بیا څه وکړل؟
غلی شو، سر یې ټیټ ونیو. لکه وچې شرمېږي. خو بېرته یې سر راپورته کړ، ګوته ېې وخوزوله.
ـ خو ګوره ګل بختې، چې زامنو او لمسیانو ته دا نکل تېر نه کړې. اور به ورواچوې.
ګل بخته غلې شوه، دخاوندپه احساس کې ېې ځان شریک کړ، لکه پخپله دا ېې چې بربنډه ودرولي وي ،رنګ ېې زیړراواوښت اندیښنه ورولویده، سترګې ېې سپینې شوې ، سرېې وښوراوه.
ـ رښتیا ده، که له دې خبر شو اور به واخلي. او چې اور یې واخست، هر یو به مخامخ د کوپارو ټانکونو ته ځان ورواچوي.
ښځه او مېړه په خبرو کې وو چې مشر لمسی یې ناببره په کور راننوت. د نیکه په لیدلو ورېږدېد، ټکان یې وخوړ، رنګ یې زېړ راواوښت. پښه نیولی شو. مخکې له دې چې ورغاړې وځي. په ستوني کې یې ژړا راټوله شوه. چیغه یې کړه. د نیکه غاړې ته ورولوېد. پښو ته ېې ښکته شو او بیا یې لاسونه ور ښکل کړل.
ـ بابا!
ده غیږ ته رانږدې کړ. ژر راشاته شو. نیکه ته مخامخ ودرېد. په تاخچه کې ایښي قران ته یې لاس ونیو.
ـ په دغه قران قسم خورم، چې د یوه یوه تار بدل دې واخلم.
نیکه ستمي وکړل ،په سختۍ خو راپورته شو. په خوله یې لاس کېښود. لمسی یې زغم ته راوبوله.
ـ حوصله وکړه بچو، له خدایه خیر غواړه، خدای به یې پخپله تباه کړي. د ظلم کاسه نسکوره ده. ما له نیکونو اورېدلی، چا چې دې خاورې او خلکو ته سپک کتلي، خدای همداسې سپک کړي دي. هغه سره روسان دې هېر دي، څنګه خدای وشرمول.
لمسي یې لاسونه موټی کړل ، لکه مارتاوراتاوشو.
ـ مه وایه بابا! اور مې اخستی. زه له هر څه خبر یم.
دبوډا خوله وازه پاتې شوه ، په ځیرېې وروکتل.
ـ له هر څه؟
ده ورغبرګه کړه.
ـ ووبابا له هرڅه.
بوډا نیغ راپورته شو،لاسونه ېې یو په بل کې ومنډل:
ـ له چا خبر شوې؟
ـ له ټولو راډیو ګانو او ټیویانو نه خبرونه دي چې دا ځناور له بندیانو کالي باسي، بربنډوي یه او یو د بل پر وړاندې یې دروي.
دوي په خبرو بوخت ووچې پاس په هوا کې چورلکې راڅرګندې شوې. لرې نه د زرهي ګاډو اوازونه واورېدل شو.
بوډۍ اخ کړل.
ـ لکه چې بیا راننوتل.
لمسي ټوپک ته وکتل ،د بوډا لاسونه ښکل کړل. ټوپک یې اوږې ته کړ.
ـ دعا راته کوئ، بابا که هر یو مې ژوندی ونیو،
دټوپک په شاجور ېې لاس کیښود:
دا شاجورخو وینئ ، مخکې له دې چې دا ټول پرې خالي کړم همداسې یې اول په لوڅ میدان دروم .
چابک له کوره ووت. بوډۍ تندي ته ټس ورکړ، په لمسي پسې له شاه وروکتل ،میړه ته ېې لاس ونیو:
ـ نه مې درته ویل ،چې اوربه واخلي؟
د دواړو په سترګو کې ډنډ اوښکې راماتې شوې. بوډۍ په چوتره کې پروت قران په لاس کې ونیو. ښکل يې کړ. بوډا او میرمن دواړواسمان ته سترګې ونیوې ، مازیګرو،دماښام آذان ته لا وخت پاتې و، خوپه آسمان کې تورو وریځو کلي په تیاره کې ډوب کړی و.
لندن ـ انګلستان
جنوری ـ ۲۰۲۲