پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+خداي دې مل سه / فرشته!

خداي دې مل سه / فرشته!

زه د کوڅې مړ سپی!

زه د مارچ اتمه نه لمانځم.

دا فیصله مې د خپل حقیقت له مخې کړې ده.

زه ډېر کاله له افغانستانه لرې وم.

خو په نهایت کې  افغانه یم.

زما لپاره د مارچ اتمه یعنې څه؟

زما ټولې ملګرې غېر افغانې وې.

غیر شرقيانې وې.

دا د فخر خبره نده.

د ژوند او د وخت تقاضا وه.

زما غیر افغانو ملګرو باور درلود چې د مارچ اتمه دپخواني شوروي میراث دی او باید ونه لمانځل شي.

دواړه خواوې په دې موافقې وې چې شوروي د ښځو د استثمار لپاره د مارچ اتمه لمانځله او په دې ډول یې د ښځو پر سیستماتیک استثمار پرده اچوله.

خوپه دې عمومي‌توافق کې بیا نظریې دوه ډوله وې: غربی اروپا او شرقي اروپا.

د غربي اروپا خوا پردې ټینګار کاوه چې هره ورځ‌ باید ښځې ولمانځل شي‌ او یوه ورځ بې مفهمومه خبره ده.

خو د شرقي اروپا استدلال دا و چې سمه ده چې ښځه باید هره ورځ باید ولمانځل شي خو په کال کې یوه ورځ‌،‌ په سمبولیک ډول حرکت او د ښځو د حقونو په اړه د معلوماتو خپرول او د نړۍ یو ږغ کېدل،  بده خبره نده.

دې ډلې وړاندیز کاوه چې د ښځو نړیواله ورځ باید دمارچ اتمه نه وي څو  د شوروي بار ورڅخه لرې شي.

یوه دریمه ډله هم وه چې په مطلق اقلیت کې وه.

دې ډلې له سره ویل چې ښځه سل فیصده انسان ده.

ښځه او نارینه سل فیصده برابر دي.

ښځه لمانځلو ته اړتیا نلري.

دمارچ اتمه لمانځل په اصل کې تبعیضي نظریه تقویه کوي.

ددریمې ډلې باور پردې و چې ښځې امتیاز، لمانځنې ، نزاکت ، لطافت، مرحمت ، قدر، احترام ، تشویق، هڅونې ، خواخوږۍ … او داسې نورو اوصافو او تبعیض پارونکو  القابو ته اړتیا نلري.

ښځه انسان ده .

دا چې ښځه مور ده، لور ده ، د کورنۍ عزت ساتي، د سر تاج ده ، بچیان زیږوي، په یوه لاس زانګو زنګوی او په بل نړۍ ، د ټولنې پینځوس فیصده جوړوي، د نارینه همرازه ده ، چیشی او چشی … یو هم د ښځې مسولیت او د موجودیت دلیل ندی.

ښځه یو ژوندی مخلوق ده او د تنفس حق لري.

که چېرې په دنیا کې یوه ښځه پاتې شي او هغه بې پلاره، بې موره، بې وروره، مجرده ، بې اولاده ، بې عاشقه ، بې رازه او نازه او بې اصله وي، هم‌ باید ټول انساني حقوق ولري.

تمت بالخیر!

زه په دې دریمه ډله کې وم.

خو دا فکر داسې دی لکه د مارکس نظریه چې وايي‌ بشریت باید کپیټالیزم تجربه کړي، پکښې تیر سي ترڅو د سوسیالیزم مرحلې ته ورسېږي.

زه فکر کوم چې حقیقي سوسیالیزم د ناممکن تر حده ناممکن دی.

انسان ته ۱۶۰ زره پیغمبران راغلي خو شیطان یې په پوست کې دی.

زه وېره لرم چې هېڅ وخت به انسان  هغې انساني اخلاقي مرحلې ته ونه رسیږي چې د سوسیالیزم نظریه پرې عملی شي.

خو که بیرته د مارکس خبرې ته راشم، زه فکر کوم چې ښځې باید له یوې پیچلې،   سختې او کړاوناکې مرحلې چې هغه پر ځان د اقتصادي اتکا پیدا کول دی تیري شي، څو د انسان په توګه ومنل شي.

خیر په افغانستان کې خو وضعیت اصلا له هېڅ‌ اړخه په هېڅ‌ نظریه کې نشي توضیح کیدلائ.‌

یو وخت به د کابل ښاروالۍ، د ښار د سپو د نسل د کمولو لپاره دوا پاشي کوله ، زهرجنه دوا به یې سپو ته ورکوله.

سپی یو ژوندی موجود دی.

د سپي پر وژلو هېڅ‌ چا اعتراض نه کاوه.

حتی زموږ ډېرو ګاونډیانو به د دې کار ستاینه کوله.

کله – کله چې به سهار مکتب ته تلم، په لاره کې به یو مړ سپی پروت و.

خوا به مې ورته بدیده.

 د ښاروالۍ  هغه مامورین داسې معلومېدل لکه د امریکايي وحشتناکو فلمونو زومبيان چې زړه او وینه نلري.

پر سوشیل میډیا (خواله رسنیو) مې یو عکس دا نن ولید چې د دشت برچي په یوه کوڅه کې د یوې نجلۍ مړی پر امبار پروت دی،‌ نامعلوم او بې هویته !

دوې ورځې مخکې، له بلخه د دوو نجونو عکسونه خپاره شول چې دغسې بې نوم او هویته په یوه خرابه کې غورځول شوې وې.

دیوې نجلۍ واړه – واړه سپین لاسونه په عکس معلومیدل  !

 سړی به څه ووایی؟

په افغنستان کې د ښځو پر ضد د روز  – زیاتي  پړه اوس پر طالبانو اچول کېږي.‌

پر تولنیزو رسنیو د طالبانو په تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې پر وضعیت ډېرې خبرې کېږي.‌

زه هم په وروستیو کې د ټوېټر سپیسونوته ډېره ورځم.

د یک شنبې په ورځ یو بحث و چې له پاکستان سره د طالبانو پر اړیکو را څرخېدل.

غوږ مې ورته نیولی و.

ډېر نارینه  وګړبیدل.

ښايي دوه تنه و چې وغږېدل.

د بحث کوربانه، په اصطلاح روشنفکران او ژورنالیستان و.

بیا یې اعلان وکړ: دلته ډېر محترم پخواني چارواکي ، د جمهوریت پلویان او پوهان د خبرو لپاره راسره دي،  خو که خویندي اوطالبان غواړي‌ چې خبرې‌ وکړي، را مخکې دي شي.

طالب نه و.

زه بحث ته ور مخکې شوم.

 خبرې مې لا نه وې تمامې شوې چې کوربنو راغږ کړ : خورې خبرې دي را ونغاړه ، را لنډې یې کړه!

ځان لکه هغه زموږ د بلاک شاته پروت مړ سپی داسې راته معلوم شو!

د بحث کوربانه لکه د ښاروالۍ هغه مامورین داسې وه چې په ښار کې به یې زهر  شیندل.

مال ، ای بابا !

دا وړۍ به داسې شړئ شي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب