پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونه د ط او ایراني پوله ساتو نښته، ۲ ايراني پوله ساتونکي وژل...

 د ط او ایراني پوله ساتو نښته، ۲ ايراني پوله ساتونکي وژل شوي

تاند:(سې شنبه، د حوت ۱۷ مه) سیمه ییزو سرچینو ویلي چې پرون په نیمروز ولایت کې د افغانستان او ایران په ګډه پوله کې د طالبانو او ايراني پوله ساتو ترمنځ نښته شوې ده.

ويل کيږي، چې په دې یو ساعته نښته کې دوه ایراني پوله ساتي وژل شوي دي.

د‌ سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، نښته د نيمروز ولايت په کنگ ولسوالۍ کې شوې او په لړ کې یې له سپکو او درنو وسلو څخه کار اخیستل شوی دی.

د‌ طالب او ایراني چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د تېرې قوس مياشتې په لسمه کې هم د ایران او طالبانو ترمنځ نښته شوې وه چې وروسته دواړو لوريو دا نښته ناسم پوهاوی وباله.

ایران په ښکاره د طالبانو د واکمنۍ ملاتړی دی، خو په عمل کې ورسره ستونزې لري او وخت په وخت دغه هېواد پر طالبانو ځينې فشارونه راوړي څو د دوی په حکومت کې د ایران نفوذي ډلې شاملې او د افغانستان اوبه په پریمانه او وړيا ډول دغه هېواد ته ور پریږدي خو طالبانو تر دې دمه د ایران د فشارونو په وړاندې مقاومت کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...