جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهپه پاکستان کې د جنسي هوس د خړوبولو لپاره د ښځو بدلک...

په پاکستان کې د جنسي هوس د خړوبولو لپاره د ښځو بدلک بیا زور اخیستی دی

تاند (دوشنبه/د کب ۱۶مه) — په پاکستان کې د جنسي هوسونو د سړولو لپاره د واده شویو جوړو او لونډانو تر منځ د بدلک پروګرام چې په انګلېسي کې یې وایف سواپ هم بولي بیا ډېر زور اخیستی دی.

ویل کیږي چې په دې لړ کې، دوه کورنۍ خپلې ښځې سره بدلوي او د یوه محدود وخت مثلا یوې شپې یا دوه شپو لپاره یې بل کره لېږي او په مقابل کې د هغه کس ښځه د لومړي کس کور ته ورځي.

په پاکستان کې منتقدینو دا کار د دین او د پاکستان د اېښودل شوي اساس خلاف بللی او وایي چې دا د پاکستان لپاره د شرم خبره ده چې دغه ډول کارونه په کې ترسره کیږي او په دې توګه د دغه هېواد د راتلونکیو نسلونو ذات خرابېږي.

د اډلټ هب په نامه وېب سایټ یو لېنک ښيي چې د اسلام اباد، واه، ملتان، لاهور، راولپنډۍ، او ناظم اباد په ګډون د بېلابېلو ښارونو  ګڼ شمېر کسان خپلې ښځې د نورو له ښځو سره د بدلک یا تبادلې لپاره وړاندې کوي.

تر دې مخکې، پاکستاني رسنیو په کراچۍ کې د ښځو د بدلک د دوه ډوله پروګرامونو په هکله راپورونه ورکړي وو.

ویل کیږي چې په یو ډول پروګرام کې جوړې، لونډان او لونډانې په یوه مشخص ځای کې سره ټولېدل، د موټرونو کیلي ګانې به یې سره ګډې وډې کولې، بیا به یې سره وېشلې، هر چاته به چې د هر موټر کیلي په لاس ورغله هغه کس به اړوند موټر ته چې د بل کس ښځه یا مجرده به په کې ناسته وه ورتلو او جنسي تندي به یې خړوبوله.

په بل ډول پروګرام کې،‌ د پروګرام برخه والو له نڅا او شراب څښلو څخه وروسته ښځې د هوټل په اطاقونو کې کېنولې بیا به یې د اطاقونو په کیلي ګانو باندې پچه اچوله، هر چاته به چې د هر اطاق کیلي ورتلله د هغه اطاق ښځې ته به ورتلو.‌

د ۷ نیوز خبري چینل په شمول یو شمېر پاکستانيو فعالانو د دغو پروګرامونو پر ضد کمپاینونه ترسره کړل خو له نویو معلوماتو څخه داسې ښکاري چې دغه ډول بد اخلاقۍ بیا پراخې شوي دي.‌ (د ۷ نیوز ویډیو)

3 COMMENTS

  1. د خړوب لپاره دې د یو څو ورځو لپاره ددوی د لاس نیلګو مجردو او تږو طالبانو ورولیږي داسې به خړوب کړي چې کلونه به یې بیا بدلک ته اړتیا نه وي هههههه

  2. لعنت په شیطان
    یو شمېر واده شوې جوړې له یو کال وروسته له یو بل هغسې خوند نه اخلي
    نو اکثره نارینه له واده بهر د نورو ښځو سره جنسي اړیکې نیسي یا خو دویم، دریم او څلورم واده کوي تر څو جنسي تنوع ولري
    خو اضافي ودونه نور دېر جنجالونه لري چې سړی له ژور خفګان سره مخ کوي . خفګان شهوت وژني.

    نو دوی د مېړه یا ښځې بدلون ته مخ کړي پدې توګه پرته له نورو ودونو جنسي تنده سړوي.

    د پاکستان پوځ او متوسطه طبقه کې دا کار دېر عام دی او کوي یې
    جالبه داده چې نن همدوی د تالب ملېشې لخوا دلته حاکم هم دي

    هغه جوړې چې دا کار نه کوي بیا په پټه اخته وي

  3. دا څه حال دی د خدای لپاره!!!
    آیا په اسلامي پاکستان کې داسې کارونه کیږي؟ دا خو به یې ټول نسلونه حرامیان وي. ما فکر نه کاوه چې ریښتیا به وي لاکن په دا لینک او دا وروستۍ ویډیو کې خو یې بیخي واضح ویلي دي. لعنت په پاکستان او د پاکستان په مرتد پوځ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب