پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهمنصور: د امودریا د اوبو د وېش په اړه له چا سره...

منصور: د امودریا د اوبو د وېش په اړه له چا سره کومه موافقه نه لرو

تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۳۰ مه) د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبداللطیف منصور وايي، افغانستان د امودریا د اوبو د وېش په اړه له کوم هیواد سره تړون نه لري خو که ګاونډي هیوادونه اندېښڼه لري، له هغوی سره خبرو ته تیار دی.

د طالبانو د حکومت له لوري د قوش تېپې کانال د جوړولو کار د منځنۍ اسیا هیوادونه چې د امو سین اوبه یې له افغانستان سره له مشورې پرته په خپل منځ کې وېشلي، اندېښمن کړي دي.

د روان سپټمبر په ۱۵ مه د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف په لومړي وار د منځنۍ اسیا پر هیوادونو په افغانستان کې د قوش تېپې کانال د جوړېدو پر اغېزو خبرې وکړې.

ده وویل، د ارال جهیل د ژغورنې بسپنې د بنسټګرو هیوادونو په سرمشریزه کې وویل:«دا کانال به د منځنۍ اسیا د اوبو رژیم او انډول بدل کړي.»

ده زیاته کړه:«ښه پوهېږئ چې افغانان په فعال ډول د دې کانال په جوړولو کار کوي، د هغه جوړېدا په منځنۍ اسیا کې د اوبو سیستم او تعادل په اساسي ډول بدلوي.»

د ازبکستان ولسمشر د طالبانو په ګډون د منځنۍ اسیا د هیوادونو له تحقیقاتي موسسو سره یوځای د قوش تېپې کانال د جوړېدو او د امودریا د اوبو پر رژیم د هغه د اغېز د ټولو اړخونو د ارزولو لپاره د یوې ګډې کاري ډلې د جوړېدو وړاندیز ضروري وباله.

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزیر د منځنۍ اسیا د هیوادونو د اندېښنو په ځواب کې وویل:«څوک چې اندېښنه ښيي او وايي چې باید د تړون پر اساس موافقه وي، باید په دې پوی شي چې افغانستان د امو دریا په اړه له چا سره کوم قرارداد نه لري. که مو کومه ژمنه او تړون درلودی بیا دوی کولای شوای چې اندېښنه ښکاره کړي.»

د منځنۍ اسیا هیوادونه له ډېرو زمانو راهیسي د امو سین له اوبو د کرنې لپاره کار اخلي او د دغو اوبو د وېش پر سر یې په خپل منځ کې موافقې کړي خو له افغانستان سره یې حتي مشوره هم نه ده کړې، حال دا چې د اموسین د اوبو یوه لویه برخه له افغانستانه سرچینه اخلي.

د نړیوالو قوانینو پر اساس افغانستان د منځنۍ اسیا د ۳ هیوادونو (تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان) هومره د امو دریا له اوبو د استفادې حق لري.

د قوش تېپې کانال پلان د محمد داوود خان په جمهوریت کې په پام کې ونیول شو خو سروې د اشرف غني په حکومت کې پیل شول.

د طالبانو حکومت د دغه کانال د جوړولو عملي چارې پیل کړي دي.

دا کانال به ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی، ۱۰۸ متره پلنوالی او شاوخوا ۸ متره ژوروالی ولري. د بلخ ولایت له کلدار ولسوالۍ پیل شوی او د فاریاب تر اندخوۍ پورې غځېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب