پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد جرمني صدراعظم له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو د...

د جرمني صدراعظم له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو د غوښتنې په ځواب کې د افغانستان وضیعت د نه زغملو وباله

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۲۸ مه) د جرمني صدراعظم له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د منځنۍ اسیا د ځینو هېوادونو د غوښتنې په ځواب کې وویل چې په افغانستان کې وضعیت د زغملو نه دی.

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ دا خبره وروسته له دې وکړه چې د قزاقستان، ازبکستان او ترکمنستان د مشرانو له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو غوښتنه وکړه.

قزاقستان، ازبکستان او ترکمنستان له طالبانو سره نژدې اړیکې لري، دغو هېوادونو له کابل سره اقتصادي او دیپلوماتیکې اړیکې پراخې کړي او د افغانستان سیاسي ماموریتونه یې طالبانو ته سپارلي دي.

قزاقستان په وروستیو کې طالبان د منع شویو ډلو له نوملړ څخه وایستل، ترکمنستان له طالبانو سره د ټاپي سیمه ییزه پروژه پرانیستله او ازبکستان له طالبانو سره د میلیاردونو ډالرو تړونونه لاسلیک کړل.

د استانې په غونډه کې د دغه هېواد مشرانو د جرمني له صدراعظم څخه وغوښتل چې له طالبانو سره دې اړیکې عادي کړي، خو شولڅ دې موضوع ته په احتیاط ځواب ووایه او د ښځو پر ضد د طالبانو بندیزونه یې په کلکه وغندل.

نوموړي د دې غوښتنې په ځواب کې وویل: «هغه څه چې په افغانستان کې روان دي ډېر د اندېښنې وړ او د نه زغملو دي. موږ ته څرګنده ده چې دا حکومت په ناقانونه توګه واک ته ورسېد او په دې هېواد کې ډېر د اندېښنې وړ پرمختګونه روان دي.

تر څو چې طالبانو د ښځو خلاف خپل افراطي اقدامات پای ته نه وي رسولي، ظاهراً داسي هیڅ چانس نه شته چې د طالبانو حکومت دې حتي هغه هیوادونه چې له دوی سره یې اقتصادي ګټې غوټي دي، په رسمیت وپېزندلی شي.

د دې بر عکس د وخت په تېرېدو طالبان د رسمیت پېژندل کېدو چانس لا کمېږي او ممکن بالاخره یوه جلاوطنه حکومت ته لاره پرانستل شي چې هاله به طالبانو وروستی چانس هم له لاسه ورکړی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب