تاند ( چهارشنبه ـ د سنبلې ۲۸مه) د افغانستا ند کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکي فضل الحق فاروقي په نړیوالو سیالیو کې ۱۰۰ ویکټې بشپړې کړې.
د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې نوموړي په ۷۵ پاڼیو کې دا هدف ترلاسه کړ.
فاروقي د توپ اچونې له خورا غوره ۲۳.۶۹ اوسط سره ۱۰۰ ویکټې بشپړې کړې او په دې سره شپږم افغان لوبغاړی شو، چې دغه کارنامه یې په خپل نوم کړه.
نوموړي تازه نن د سویلي افریقا پر وړاندې هم په لوبه کې ۴ لوبغاړي وسوزول.