د کنري په ژېړبخونو بڼکو يې ورو ورو لاس تېر کړ، د قفس خوله يې پسې بنده کړه.
– د دغې له لاسه مې خوب نه شته.
پاڅېد قفس يې په تاخچه کې کېښود.د کړکۍ پرده يې کش کړه.
– له مرغه الوت اخلې.
له سېګرېټه يې لنډ کش وکړ، دود يې تر پزو راووت.سوي يې په ایروني کې ودوړول.
– نخښه ده.
په کړکۍ کې کښېناست.یوه پښه يې پر بله واړوله د قفس وسپنه يې په ګوته وتړنګوله:
– اخر به والوځي.
ولټيد.په مېز پراته عکسونه يې سر په سر کړل روک ته يې ور غوځار کړل:
– مینه مو یوازې کوي.
– څو چې یوازې يې راحته يې.
– انسانان که سره لرې شول ورکېږي.
– پوهېږم، خو بې مینې ژوند نیمګړی دی.
ده د کنري په لوښي کې اوبه وڅڅولې.مخ يې راواړاوه:
– مینه ښه ده، حتا د ناکامې مینې درد هم خواږه لري.
پای
جنوري ۲۰۲۰