سملاسي مشاعره، د مژدې باران د غزل په دو بېتونو
غزل
سرافیل غوندې راپاڅه هنګامې ته ضرورت شته
دا پراته مړي ژوندي دي ارادې ته ضرورت شته
د بري سندرې وایه او شپېلۍ په لاس کې واخله
ای د نن ورځې ملالې ستا ټپې ته ضرورت شته
مژده باران
د جمعې رنګينه شپه ده, ده د مينې ډيوه بله
ماته ما خپله توبه کړه، بيا توبې ته ضرورت شته
اسما کاکړ
ټول خوبونه مې ایسار دي مورې ته به یې ویده کړې
ستا د خولې نکلونه غواړي، افسانې ته ضرورت شته
مرسل احمدزۍ
د دردونو جزيره کې، نه ساقي شته نه جامونه
ډارونکي خاموشي ده، ميخانې ته ضرورت شته
عارفه عمرلور
زما دې سر ستا دې څنګل وي، چې مې زلفې په مخ راشي
چې تار تار يې کړې راټولې، دې لحظې ته ضرورت شته
آسيه محرابي
زندګي له اوښکو جوړه زندګي له خوښي ډکه
دلته څومره تفاوت دى ګذارې ته ضرورت شته
عابده سپوږمۍ
ټول ژوندون مې مراوې مراوې، ټول سکون مې مراوې مراوې
ته را پاڅه زما ګرانه، دا ستا شتون ته ضرورت شته
شکيلا نظري
زړه مې ډک دی له خبرو سترګي خبرګي مې پر لاره
رنګینه مجلس به جوړ کړو پتاسې ته ضرورت شته
ولوله عنايت تره کې
چې را ړنګ کړي د فرعون، دا د ظلم دېوالونه
چې رالوی ورته موسی کړي، اسیې ته ضرورت شته
کامله عزيزي
مسافره بیرته راشه چې دردنو نه فارغ شو
دی وطن کې یوې ستړې هنګامی ته ضرورت شته
هوسۍ هوتکي
زما د ژوند کيسه دوه , درې لفظونه نه دي چې بيان شي
آه دلبرې! ديرې لوړې حوصلې ته ضرورت شته
هما ظفر احمدزۍ
چې آسیه مې شي خوشحاله قهر ورک شي قهر ورک شي
دې خوږې دیرې کې راشه، دې شېبې ته ضرورت شته
شېبه ګهيز
ستا د حسن په شغلو کې، لاره ورکه مې د دين شوه
تا زه هسې تماشه کړم، که قبلې ته ضرورت شته
اسما کاکړ
سر مې واخيست لېونۍ شوم، ګرېوان څيري څيري ګرځم
دا جنون نه دى نو څه دى؟ غرغرې ته ضرورت شته
آسيه محرابي
لار د وصل مو اغزنه، چار چاپير غمازان دي
پام چې وار دې خطا نشي حوصلې ته ضرورت شته
ولوله عنايت تره کې
که مې سل ځله پخلا کړي، زه یې نه او زما نه ده
خو که ما په رښتیا غواړي، بیا جرګې ته ضرورت شته
شېبه ګهيز
سوله تش په ویل نه ده، سوله سر سربازي غواړي
طالب وایي ای د حورو طایفې ته ضرورت شته
شېبه ګهيز
اخ زما له تصور نه، څومره ليرې رانه لاړې
کاش دروالوزم مرغۍ شم، معجزې ته ضرورت شته
آسيه محرابي
د ژوندون پر له پسې دا ګوزارونه مې بې زړه کړي
په ما پام کوه ملګریه، ستا تکیې ته ضرورت شته
ولوله عنايت تره کې
که یې وبایللم واوري که د بل شومه نو داسې
کانې وکړه ای زړګیه جنازې ته ضرورت شته
شيبه ګهيځ
ښایسته یمه، پسته یم، د سهار مسته نغمه یم
یو ته نه یې اې جانانه! نندارې ته ضرورت شته
فرشته سهاک
دغه ژوند څنګه ګډوډ شو، په جګړو جګړو زاړه شو
شيطانانو کړو مغلوبې، فرشتې ته ضرورت شته
آسيه محرابي
دغه پاى به يوه نوې ابتدا شي نن نه وروسته
نوى فصل نوې باب نوې کيسې ته ضرورت شته
مژده باران
د نجونو په مجلس کې که ته نه وای، هېڅ به نه ول
دا دېره چې پرې ښایسته شي آسیې ته ضرورت شته
منزه زغم
هره خوا ویراني راغله، تورتمي راخپره شوې
اې وګړو را پاڅېږئ! ولولې ته ضرورت شته
رڼا زرمتۍ
زما د عشق وړانګې ځليږي، که تورتم وي که ماتم وي
داسې زړونو، مزاجونو او روحيې ته ضروت شته
آسيه محرابي
د شپیلۍ له شپیلیو د کوچۍ تورې کوڅیو
نغمه ګره له ښکلا یې دې نغمې ضرورت شته
شېبه ګهيځ
چې دا نښه مو د مینې، د میړانې او عزت وي
په سرو د پښتنو، هسکې شملې ته ضرورت شته
فرشته صالحي
د دردونو او غمونو فریادونه مې په غوږ کې
د خوښۍ سندرې وایه! زمزمې ته ضرورت شته
منزه زغم
مازیګر دى، لمر ټيټيږي، وارخطا یمه روانه
خوږ مجلس راسره لنډ کړه، اجازې ته ضرورت شته
ولوله عنايت تره کې
ډېرې هسکې مو جار کړي د وطن تر پاکې خاورې
چې به کله بدلون راشي، پښتنې ته ضرورت شته
رڼا زرمتۍ
چا له شا راپسې غږ کړ ما وې ته یې ته یې ته یې
ای د ډېرو مودو ورکې، محکمې ته ضرورت شته
شېبه ګهيځ
دغه زه يم ستا وه شاته، چې نارې درپسې کړمه
ستا د يوې سترګې سترګک يا اشارې ته ضرورت شته
آسيه محرابي
چې مې حال کې کړي بې حاله، سربدحاله او خماره
نرمې، ګرمې او خوږې یوې بوسې ته ضرورت شته
فرشته صالحي
ستا دې مينه په ما راشي، زما دې خوا شي درنه بده
چې مې خوا له راته شې، منزې ته ضرورت
شته آسيه محرابي
راشه راشه يو ځل بيا په ما مئين په ما زړه بايله
بيا هماغسي يو ښکلې حادثې ته ضرورت شته
هما ظفر احمدزۍ
پټ له زړه سره مي ایښی بس همدا نښه دي پاته
ستا تصویر چې را ګویا کړي، یوې آلې ته ضرورت شته
ولوله عنايت تره کې
چې دا ستا په نوم رنګين وي, هر يو بيت يې وي ستا مينه
ستا په نوم غزله ليکم، قافيې ته ضرورت شته
حسينه وفا
څه حسين رنګين خوبونه، چې د يار د حسن وينم
څه عجيب ښکلى منظر دى، نندارې ته ضرورت شته
آسيه محرابي
چې له څنګ په بل څنګ واوړم، ستا یادونه راسره وي
که ګهیځ او که بېګاه وي، ستا جلوې ته ضرورت شته
رڼا زرمتۍ
کايينات د نجونو جوړ کړې، خدايه هره يوه زهره کړې
په نظام دې عدل جوړ کړه، دې داېرې ته ضرورت شته
آسيه محرابي
دا د شپې په خاموشې کې څنګه دواړه یو بی حاله
ما دې غیږې ته درکش کړه، دی نشې ته ضرورت شته
فرشته صالحي
لا تیارو کې یو راپاتې، لا مزل مزل مو درد دی
که بریا غواړې فنکارې نو جګړې ته ضرورت شته
شېبه ګهيځ
معشوقه د غزل راغله ورسره په لاس مينا ده
زه نشه شومه، فنا شوم، دې نشې ته ضروت شته
آسيه محرابي
راوړه سترګې دې څښمه، راوړه ځان پرې غرقومه
پیمانې چې درسره دي، بیا نشې ته ضرورت شته
مرسل احمدزۍ
چې مې سر ستا پر اوږه وي او ګیلې درته کومه
څه پوهېږې چې مې څومره، دې شېبې ته ضرورت شته
کامله عزيزي
ډيره سخته , په ساده لفظونو نه راځي بيان کې
دې بيان ته يوې سترې فلسفې ته ضرورت شته
هما ظفر احمدزۍ
واده وروسته وروسته کېږي، اول نورې وي خبرې
ته خو راشه په جرګې کې، بیا کوزدې ته ضرورت سته
شېبه ګهيځ
چې مرسل په لاس کې دروړم، خو لومړى شرط درته کېږدم
يوه غېږه پسته راکړي،
زه په افغان جرمن کی د محترمی لونګۍ جبارخیل له لنډو څرګندوونو وروسته پوه سوم چی په تاند کی کوچۍ میرمنو د هنر دیګدانونه سره کتار کړی دی.
ګورۍ سړیانو ( نارینه ګانو )
د هنر په ښار کی تر ټولو زرغونه او آباده او ښکلې کوڅه د شعر او ادب کوڅه ده
شعر هغه عنصر دی چی هم د غم او هم د ښادی په مراسمو استفاده تری کیږی البته زموږ په آئین او فرهنګ کی، په نورو فرهنګونو او ټولنو کی شاید د مړی په مراسمو کی باجه ماجه هم ږغول کیږی او حتی د مړی سره شاید باجه ماجه هم ښخ سی
امّا ګیله می د پښتون هنر دوست! څخه دا ده
که اوس آریانا سعید کږې وږې سندری ږغولای نو ډیرو کسانو به تشویقی تبصری ور ته لیکلی وای
خو
د محترمو میرمنو ښکلی یا ناښکلی سملاسی مشاعرې ته هیڅ لوستونکی غبرګون نه دی څرګند کړی چی دا به د میرمنو هنر ( شعر ږغولو) ته سپکاوی وی