Home+کوچیان سږ کال له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي

کوچیان سږ کال له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي

عبدالله حقمل هلمند
  هلمند ته راغلي کوچیان وايې د تیرو کلونو په پرتله د سختو ستونزو سره مخ یو. کوچیان چې د موسم په بدلون سره خپل د اوسیدو ځای هم بدلوي نو هر موسم په بیلابیلو ولایتونو کې تیروي چې د سړې هوا په راتګ سره کوچیان ګرم ولایتونو ته کډه کیږي . تیرو کلونو کې به له نورو سیمو څخه کوچیان هلمند ته ګډه کیدل او د ژمي سوړ موسم به یې هم دلته تېره و، دوی وایې د تیرو کلونو په پرتله سږکال د ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان یو.
هلمند ته راغلي کوچیان وايې سږ کال هلمند ته د راتګ سره د یو شمېر خنډونو سره مخ یو ، دوی زیاتوي ژوند يې ښه نه تیږي دوی وايې د دولت تر څنګ عام وګړي هم دوی له هغو ځاینو څخه شړي چې کوچیان يې ژوند تیریدو لپاره ټاکې.

یاد کوچیان ډیر ناهیلي دي او د دولت څخه د هر ډول امکاناتو غوښتنه کوي دوی د هلمند سیمیزو چارواکو ته په خطاب وایې چې کوچیان هم پر دې خاوره د اوسیدو حق لري.
دوی زیاتوي د یادو ستونزو سره سره د هلمند رواني جګړې هم د دوی ژوند ته یو لوي ګواښ پیښ کړی. هغه ځایونه چې دوی به مخکي د خپل ژوند تیرولو لپاره ټاکل د جګړې تود سنګر ګرځیدلی د کوچیانو د ډلي یو سپینږیری وايې، په تیرو کلونو کې به هلمند د کوچیانو لپاره د څو میاشتو د تیریدو مناسب ځای و، خو اوس ټولي هغه منطقې چې کوچیانو به ورباندي خپل څاروي څارل او د ژوند کولو لپاره به يې خیمې ورباندي درولي له منځه تللي او په نورو ازادو سیمو کې يې عام وګوي ژوند کولو ته نه پریږ دي.
د کوچیانو په وینا د دوي د ژوند د سطحي د لوړولو لپاره دولت تراوسه هیڅ ډول پاملرنه نه ده کړې. دکوچیانو د یادو ستونزو په اړه مو وغوښتل چې د مسول چارواکو نظرهم ولرو خو د ډیري هڅي وروسته بیا هم ونه توانیدو. هیره دي نه وي که د کوچیانواوسني حالت ته مسول چارواکي جدي توجو ونکړي ممکن راتلونکي کلونه هلمند ته د کوچیانو راتګ کم یاهم بند شي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...