Homeخبرونهستولتنبرګ، د امریکايي پوځیانو له وتلو سره سره به د افغان ځواکونو...

ستولتنبرګ، د امریکايي پوځیانو له وتلو سره سره به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړو

تاند(پنجشنبه، د نوومبر۱۹) د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وايي چې په افغانستان کې یې د ناټو د ماموریت په اړه د دغه هیواد له ولسمشر اشرف غني سره خبرې کړي دي.

ستولتنبرګ، چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ژر وتلو په اړه د ولسمشر ټرمپ له پرېکړې سره مخالف دی، پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي «موږ د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ کوو او د هغې د یو لوري په توګه د خپلو ځواکونو د حضور تنظیمولو ته دوام ورکوو. حتي د امریکا له لوري د ځواکونو له کمولو سره سره، ناټو به د نړیوالو تروریستانو پر ضد په جګړه کې د افغان ځواکونو ملاتړ، روزنې او سلامشورې ته دوام ورکړي.»

ستولتنبرګ د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر له لوري د ځواکونو د ایستلو په وړاندې خبرداری ورکړ، ویې ویل چې په ناهمږغۍ د ځواکونو د ژر ایستلو تاوان به ښايي خورا لوړ وي

د ناټو له سرمنشي سره د ولسمشر غني د ټېلفوني خبرو په اړه ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو خواوو په افغانستان کې د ناټو ماموريت او د سولې د پروسې اړه وږغېدل.

ینس سټولټنبرګ وويل، ان په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له کمېدو سره سره به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...