جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeمقالېپه ښارونو کې د باران د اوبو اغېزناک کنټرول

په ښارونو کې د باران د اوبو اغېزناک کنټرول

انجنیر طارق تسل

زموږ د مسلک له مخې همدومره مسؤلیت دی چې د ستونزې لپاره حللارې روښانه کړو او تر مسؤلو چارواکو یې ورسوو! د باران د اوبو له امله چې په سترو ښارونو کې ستونزې جوړېږي، د مهار او ورڅخه د اغېزناکې ګټې اخیستنې لپاره اړوندې ادارې باید لاندې کارونه وکړي. باید یاده کړم چې په چین او امریکا کې د یادې ستونزې د مهار لپاره په همدې اپشنونو کار کېږي:

۱: د ښار په هغو ساحو کې چې هلته د ښار اوبه ماتې وي، حکومت یې ځایي اوسیدونکو ته د هغوې د کورونو د چتونو په ځینو برخو کې د شنو چمنونو د جوړيدلو سپارښتنه کوي، چې له امله یې د باران یوه اندازه اوبه هلته په شته خاوره کې جذبېږي او په عامو وختونو کې دې چمنونو ته د کورونو د څښتنانو لخوا اوبه ورکول کېږي.

۲: د ښار په هغه څنډه کې، چې د ښار د ټولو اوبو مسیر پر هماغه خوا وي، داسې نسبتا ژورې ساحې جوړېږي، چې دا ټولې اوبه ور رد شي او دا ساحه بیا د سطحي اوبو د طبیعي سرچینې سره هم وصل کېږي. ۳: د ښار په بېلابېلو ساحو کې نسبتاً ژورې څاه ګانې جوړېږي، چې لږ تر لږه یې ترمنځ واټن ۵۰۰ متره وي او د ښار د بېلابېلو برخو باراني اوبه ور ماتېږي. د دې کار یوه بله ګټه دا هم وي، چې د ځمکې لاندې اوبه هم ورسره تغذیه کېږي.

۴: دولت باید د ښار اوسیدونکو ته ووایي چې د کورونو د باران اوبو ته جدا او فضله اوبو ته جدا د رد سیستمونه جوړ کړي. ۵: د ښار هغه ساحې چې هلته د باران د اوبو رد زیات صورت نیسي، پلې لارې یې باید نیمه خامې جوړې شي او خامې برخې یې په چمنونو ښکلې شي، تر څو د باران زیاتې اوبه جذب کړي. دا کار له یوې خوا چاپېریال ته ښکلا وربښي او له بلې خوا د باران د اوبو جذب پکې صورت نیسي.

نوټ: نور اپشنونه هم شته؛ خو دا یې د نړۍ په کچه د یادې ستونزې د حل لپاره زیات استفاده کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب