Homeخبرونهاسترالیایي پوځیانو ۳۹ بندیان او افغان ملکي وګړي وژلي؛ لومړي وزیر یې...

استرالیایي پوځیانو ۳۹ بندیان او افغان ملکي وګړي وژلي؛ لومړي وزیر یې بښنه غوښتې

تاند (پنجشنبه د عقرب ۲۹) ولسمشر محمد اشرف غني د استرالیا له لومړي وزیر سره تلېفوني خبرو کې په افغانستان کې د دغه هېواد د سرتېرو په جنګي جنایتونو خواشیني ښودلې ده.

په دغه تلېفوني مکالمه کې، د استرالیا لومړي وزیر ولسمشر غني ته ډاډ ورکړی چې د هغوی څېړنې به په ښه توګه تر سره او عدالت تامین شي.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت بیا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته په دې اړه په استول شوي لیک کې د افغان حکومت څخه د خپلو عسکرو د دغه ناوړه چلند بښنه غوښتې او د خپلو امنیتي ځواکونو په لیکو کې یې د اصلاحاتو راوړلو یادونه یې کړې ده.

په لیک کې ویل شوي، د دغه ناوړه چلند څېړنو څلور کاله دوام وکړ او استرالیا کاملا دا تعهد لري چې د دغو مرتکبینو د عدلي او قضايي تعقیب راپور به ژر د یاد هیواد د عدلي او قضایي سیستم له لوري خپور کړي.

بلخوا د استراليايي ځواکونو د جنګي جنایتونو په اړه وروستۍ څېړنې ښيي، چې دغو پوځیانو په افغانستان کې ۳۹ بندیان او افغان ملکي وګړي په غیر قانوني توګه وژلي دي.

دغه څېړنه چې د استرالیا د دفاعي ځواکونو د تفتیش ادارې له ‌خوا ترسره شوې، په‌ کې ۵۷ پېښې څېړل شوي او له ۴۰۰ زیاتو شاهدانو سره خبرې شوې دي.

د څېړنې پر اساس استرالیایي پوځیانو په افغانستان کې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ غیر قانوني وژنې او له بندیانو سره غیر انساني چلند کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...