سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهدوستم له ولسمشر غني څخه د طالبانو پر ضد د جګړې اجازه...

دوستم له ولسمشر غني څخه د طالبانو پر ضد د جګړې اجازه وغوښته

تاند(چهارشنبه، د عقرب ۲۸) مارشال عبدالرشید دوستم له ولسمشر اشرف غني څخه وغوښتل چې اجازه ورکړي چې د هیواد په شمال کې طالبان وځپي.

دوستم په ځلونو له حکومت څخه په فاریاب، جوزجان او سرپل ولایتونو کې د طالبانو پر ضد د جګړې د مشرۍ غوښتنه کړې ده.

ده نن (چهارشنبه) وویل، د حکومت امر ته منتظر دی او که اجازه ورکړل شي نو طالبانو ته د ماتې په ورکولو به ثابته کړي چې حقیقي مارشال دی.

ده دا خبره د فاریاب ولایت په قرمقول ولسوالي کې وکړه.

دوستم وویل «موږ پوره چمتو یوو چې طالبان مات کړو. د جګپوړو چارواکو اوامرو ته انتظار یوو. زه د افغانستان مارشال یم. زه غواړم دلته ثابته کړم چې دا جنګ ایا یو سوغات دی او که هغه څه دی چې موږ یې وړ یوو.»

دوستم، چې کومه دولتي چوکۍ نه لري، د طالبانو پر ضد د حکومت تګلاره وغندله، ویې ویل چې افغانان نور تاوتریخوالی نه شي زغملی.

د دوستم په وینا افغانان نور د خواخوږیو او غمشریکیو له پیغامونو ستړي شوي نور هغه وخت راغلی چې طالبان باید ختم کړل شي.

ده دا هم وویل چې په تېر یو کال کې په جوزجان ولایت کې ۵۰۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب