پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد کرکټ تاریخي بریا؛ افغانستان په لومړي ځل سویلي افریقا ماته کړه

د کرکټ تاریخي بریا؛ افغانستان په لومړي ځل سویلي افریقا ماته کړه

تاند ( چهارشنبه ـ د سنبلې ۲۸مه) د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په لومړي ځل سویلي افریقا ملي لوبډلې ته په یو ورځنۍ لوبه کې ماته ورکړه.

افغان لوبډلې د یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه په خپل نامه کړه.

په دې لوبه کې سویلي افریقا د پچې په ګټلو سره لومړی توپوهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوزېدو سره یې افغان لوبډلې ته د ۱۰۷ منډو هدف وټاکه.

افغان لوبډلې لپاره غضنفر ۳ ، فضل الحق فاروقي ۴ او راشد خان ۲ لوبغاړي وسوزول.

افغان لوبډلې په دوهمه پاڼۍ کې د ۴ لوبغاړو په سوزېدو ټاکل شوی هدف په ۲۴م اور کې پوره او لوبه یې وګټله.

په توپ وهنه کې افغان لوبډلې لپاره ګلبدین نائب او عظمت الله عمرزي ښه لوبه وکړه.

افغان لوبډله به له سویلې افریقا سره خپله ۲مه لوبه د را روانې جمعې په ورځ او ۳مه د راروانې یکشنبې په ورځ ترسره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب