پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په اړه له نړیوالې ټولنې د ترکمنستان د ولسمشر غوښتنه

د افغانستان په اړه له نړیوالې ټولنې د ترکمنستان د ولسمشر غوښتنه

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۲۸مه) د ترکمنستان ولسمشر له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانستان سره په رښتیني ډول مرسته وکړي چې پر یوه سوله ییز هېواد او ارزښتناک اقتصادي شریک بدل شي.

د ترکمنستان ولسمشر “سردار بیردي محمدوف” د قزاقستان په پلازمېنه کې د “منځنۍ اسیا او جرمني” په غونډه کې د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د بدلون لپاره همکاري وکړي.

د ترکمنستان د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې بیردي محمدوف د طالبانو له حکومت سره د ډیپلوماتیکو اړیکو پر پراخولو هم ټینګار کړی دی.

ترکمنستان یو له هغو هېوادونو دی چې له طالبانو سره نژدې اړیکې لري او له افغان حکومت سره یې ډېر اقتصادي او ترانزیتي تړونونه لاسلیک کړي دي. په دې وروستیو کې د ترکمنستان ملي مشر او د طالبانو د حکومت ريیس الوزرا په افغانستان کې د ټاپي پروژې د کار پیلېدا په مراسمو کې ګډون وکړ.

د ترکمنستان ولسمشر زیاته کړه: د افغانستان خلک اوس حقیقي فرصتونه لري چې له یوې اوږدې او ستونزمنې دورې څخه تېر شي او په اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د دولتي بنسټونو د بیارغاونې او همدارنګه د سولې، همغږۍ او د سولې د تحقق او ټینګښت لپاره رغنده فعالیتونه پیل کړي.

هغه په ​​دوام کې وويل: «موږ باور لرو چې نړيواله ټولنه بايد د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي چې په واقعيت، دقت او مسووليت سره په دې لاره کې ګامونه واخلي.»

بیردي محمدوف دا هم وویل چې نړیواله ټولنه باید «ثانوي مسلې» له پامه وغورځوي، پر اصلي هدفونو تمرکز وکړي او له افغانستان سره مرسته وکړي، چې د ملتونو په ټولنه کې د یوه محترم او برابر غړي په توګه پر یوه باثباته، سوله ییز، ارزښتناک او ژمن اقتصادي شریک بدل شي.

هغه دغه راز دې ته اشاره وکړه چې د منځنۍ اسيا هېوادونه او جرمني بايد دغو موخو ته پام وکړي او د نړيوالو او سيمه ييزو پلاتفورمونو په کارولو سره خپلې ديپلوماتيکې اړيکې پراخې کړي.

د ترکمنستان ولسمشر له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې د سترو زیربنایي او اقتصادي پروژو په تطبیق کې له افغانستان سره همکاري وکړي او په دغو پروژو کې د پام وړ بهرنۍ پانګونه راجلب کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب