Homeخبرونهکندهار کې د پولیو یا ګوزڼ نوې پېښه ثبت شوه

کندهار کې د پولیو یا ګوزڼ نوې پېښه ثبت شوه

تاند ( چهارشنبه ـ د سنبلې ۲۸مه)افغانستان کې د پوليو ضد واکسين د کور په کور کمپاين د منعه کولو د راپورونو له خپرېدو سره سم، د روغتيا نړيوال سازمان په کندهار ولایت د پوليو د يوې نوې پېښې د ثبت خبر ورکړ.

یاد سازمان سې شنبه په یوه راپور کې ویلي،چې د پولیو دا پېښه د اګست په ۱۰مه د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.

په راپور کې راغلي،چې په دې سره په روان ۲۰۲۴ کال کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۳۶ ته پورته، چې ۱۹ یې په افغانستان او ۱۷ یې په پاکستان کې ثبت شوي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې په‌دې اوونۍ کې د پولیو ویروس ۳۵ مثبتې محیطې نمونې ه راپور شوي چې پنځه یې په افغانستان او ۳۰ یې په پاکستان کې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، دغه پېښې په کندهار، کابل او هلمند ولایتونو کې دي.

دا په‌داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ د وږي په ۲۶مه په یوه راپور کې وویل چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د پوليو ضد واکسين کور په کور کمپاین درولی دی.

خو له هغې یوه ورځ وروسته د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین د کمپاین د درولو او یا منع کولو په اړه راپورونه رد کړل.

د پولیو ضد کور په کور واکسين کمپاين د بنديز په اړه راپورونو په افغانستان کې هم اندېښنې راپارولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...