پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهایمل ولي وايي د پښتونخوا ۶۰ ٪ خاوره د طالبانو په لاس...

ایمل ولي وايي د پښتونخوا ۶۰ ٪ خاوره د طالبانو په لاس کې ده

تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۳۰) د عوامي نشنل ګوند د خیبرپښتونخوا ایالتي مشر ایمل ولي خان وايي، د دې صوبې ۶۰ سلنه خاوره ټي ټي پي ته سبارل شوې ده.

ده پرون (چهارشنبې) په یوه ویدیويي پیغام کې ویلي چې د پاکستان د اوسني ولسمشر په لاسلیک د عمران خان د لومړي وزارت په موده کې له افغانستانه ۴۰ زره طالبان راوستل شول او په ځانګړي ډول په پښتونخوا کې مېشت کړل شول.

د ایمل ولي خان اشاره د عمران خان هغه پلان ته ده چې د ټي ټي پي د بې وسلې کولو او په پاکستان کې عادي ژوند ته د هغو د راګرځولو لپاره یې هغوی ته اجازه ورکړه چې له افغانستانه ورستانه شي.

په وروستیو دوو کلونو کې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د ټي ټي پي بریدونه په بې ساري ډول زیات شوي خو دا ځل دا ډله پوځي هدفونه په نخښه کوي.

دې ډلې په تېروکلونو کې ملکيان په تېره بیا د عوامي نشنل ګوند غړي ترور کول.

په همدې حال کې د پاکستان د لنډمهال حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس یو وار بیا په افغانستان کې د ټي ټي پي او داعش فعالیتونه د ټولې سیمې لپاره ګواښ وباله او ویې ویل چې د افغانستان خاوره باید د تروریستي فعالیتونو لپاره ونه کارول شي.

د طالبانو حکومت د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب