جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+وړانګه وړانګه لمر (۲) ژباړه: رحمت شاه فراز

وړانګه وړانګه لمر (۲) ژباړه: رحمت شاه فراز

کتاب: وړانګه وړانګه لمر
لیکوال: واصف علي واصف
ژباړه: رحمت شاه فراز
دوهمه برخه

هر انسان له بل انسان نه اغېز اخلي. يو انسان که د بل انسان په خوا کې غلی هم تېر شي، خپل تاثير شيندي. انسان د بل انسان لپاره تل مينه، کرکه او وېره زېږوي.

داسې هم کېږي، چې انسان يوازې سترګو په سترګو شي او د بل انسان ستونزې ور حل کړي، باشعوره يې کړي، عارف ترې ساز کړي. د ځينو انسانانو يوازې قرب د علم وسيله وګرځي. له خپلو نږدې انسانانو او په خوا کې تېرېدونکو انسانانو او په سترګو کې اوسېدونکو انسانانو نه، انسان ډېر څه ترلاسه کوي، خو په خاموشۍ سره.


انسان د نورو د شتمنۍ په ليدو ولې دومره خجالته کېږي؟ دغه وېش، تقدير دی. زموږ لپاره زموږ مور او پلار د تکريم وړ دي. زموږ څېره زموږ پېژندنه ده. زموږ عاقبت زموږ په خپل دين کې دی. په همدې ډول زموږ خوشالي زموږ په خپلو حالاتو او ماحول کې ده. طاووس ته د طاووس هدف ورکول شوی، کارغه ته د کارغه. موږ دا نه شو درک کولی، چې له پلانکي سره ولې هغسې شوو او له موږ سره ولې داسې وشوو؟ موسی عليه السلام له خدايه وپوښتل، «اې رب العالمينه! څرمښکۍ دې ولې پيدا کړې ده؟» خدای ځواب ورکړ، «عجيبه خبره ده! همدا اوس څرمښکۍ له ما پوښتنه کوله، چې اې ربه! تا دا موسی اخر ولې پيدا کړی؟» خبره هماغه ده، که انسان په خپل نصیب خوښ وو، اطمینان به ومومي. په نصيب کې تقابلي اندازه ناجايزه ده.


په دې دنيا کې انسان نه کوم څه له لاسه ورکوي نه يې لاسته راوړي، انسان خو بس راځي او ځي.


کړاوونه راځي
زموږ د اعمالو له امله.
زموږ د وس په اندازه،
د الله په اجازه.
هر کړاو يو معرفت دی او د يوه بل لوی کړاو د مخنيوي لپاره راځي.


انکار، د اقرار يو شکل دی، يوه درجه يې ده. انکار تر اقراره رسول د صاحبِ عقل و بصيرت کار دی. په همدې ډول کفر تر اسلامه پورې رسول بايد د يوه صاحبِ ايمان، ارمان وي.


د روغتيا لپاره خواړه اړين دي، خو خواړه روغتيا نه ده.


هغسې چې د موسم د بدلېدو وخت وي، د وخت د بدلېدو هم يو موسم وي. حالات تل بدلېږي. له حالاتو سره حالت هم بدلون مومي. چې شپه راشي، خوب به هم له يوې خوا راشي. هغه انسان بريالی دی، چې د ابتلا په تيارو کې يې د اميد څراغ روښانه وساته. اميد د هغې خوشالۍ نوم دی، چې په انتظار کې يې د غم ورځې تېرې شي. اميد د يوې پېښې نوم نه دی، د مزاج يو حالت دی. د فطرت په مهربانېدو يقين اميد باله شي.

هغه ذات چې د مور په بطن کې د ماشوم صورت سازوي، هماغه د خيال سازګر هم دی او هماغه ذات د عمل لاره هم هواروي. هره څېره په يوه ساحه کې اغېز شيندي. په همدې ډول هر فکر په يوه دايره کې تاثير لري او د هر عمل هم يو دور وي چې په هغه دور کې موثر وي. له خپلې دایرې ور اخوا هر موثر شی خپل اثر له لاسه ورکوي. ځينې څېرې، فکرونه او اعمال له پېړيو محيط وي او په زمانو يې سيوری غوړېدلی وي.


په کومو مسلمانانو چې اسلام نافذ نه شي، په هغو مسلمانانو بايد غور وشي.
کوم اسلام چې په مسلمانانو نافذ نه شي، د هغه اسلام په هکله بايد غور وشي.
کوم نافذه قوت چې په مسلمانانو اسلام نافذ نه شي کړای، د هغه قوت په هکله باید غور وشي.


د کایناتو نظام کې خير و شر، تياره او رڼا، حق و باطل ټول موجود دي. دا د انسان بيروني دنيا ده. د انسان په دروني نړۍ کې هم خير و شر، يقين او وسوسه ريښې لري. مومن بنده په خپل ايمان او يقين وسوسې ختموي او د خير لاره اختياروي.


په ګناهونو کې د ښکېل انسان په دعا يقين نه پاتې کېږي.


په نبي کريم ص باندې د درود لېږلو لپاره نېستي هېڅ خنډ نه ده. نبي کريم ص په نېستمنو کې نېستمن، په يتيمو کې يتیم، په مهاجرو کې مهاجر او په پاچاهانو کې د وخت پاچا وو. اقتصادي کږلېچونه د نبي کريم ص د قرب په لاره کې هېڅ خنډ نه دي او نه شتمني پيغمبر عليه السلام ته د قرب ضمانت.


د سمندر هغه اوبه چې له سمندر نه بهر وي، هغو ته بحر، جهيل، ورېځي، اوښکې، شبنم او هر څه ويلی شئ، خو د اوبو هغه برخه چې سمندر کې ور ګډه شي، هغه به سمندر بلل کېږي.


د چا چې د رسول الله ص په رسالت ايمان نه وي، هغه موحد به هم کافر وي.


له ژونده چې غوښتنې او ګيلې وباسو، سکون به مو په برخه شي. سکون د الله په ياد او د انسان په مينه ترلاسه کېږي. نفرت، اضطراب زېږوي. اضطراب، اندېښنې زېږوي. اندېښنې، انسان له سکونه بې برخې کوي. چې مينه نه وي، سکون نشته.


انسان چې يو څوک د خپل ژوند د ملګري په توګه ټاکي، د هغه حال او ماضي پسې سترګې غړوي، خو دا يې هېر وي، چې د هغه په ملګرتيا کې به راتلونکی ژوند تېروي. کاميابه ګډ ژوند د رب احسان دی.


په ژوند کې د با اعتماده اوسېدو لپاره انسان ته همدا حقيقت بسندويه دی، چې نه له ده مخکې د ده په څېر انسان دې نړۍ ته راغلی او نه به تر ده وروسته د ده په څېر انسان راشي. دغه ستر انفراديت ډېر لوی نصيب دی.


د نن ورځې انسان په دې وېره لري، چې د شوق لذت يې بايللی دی. ګڼ موخیزه ژوند له وېرې ځان نه شي ژغورلی. د رب له رحمته ناهيلي، انسان ته مايوسي پيدا کوي. چې حرص ختم نه شي، وېره به څنګه ختمه شي. انسان چې څومره ځان خوندي کوي، هماغومره يې تحفظ له لاسه وځي. ګواکې ژوند د خپلو بندښتونو او تحفظاتو ښکار شوی دی. هره خوا وېره، وېره ده. له دې وېرو څخه د ځان ژغورنې يواينۍ لار د خپل شوق تندی په سجده سرفرازه کول ده‌.


د غافل سترګه هغه وخت خلاصېږي، چې بندېدو ته نږدې کېږي.


په ذکر کې خپل ځان محو کړئ، سکون به مو په برخه شي.


د خدای محبوب او ولي الله چې يو ځل له چا سره اړيکه جوړه کړي، بيا يې هېڅ کله نه ماتوي. د لاس نيونې لاج يې ساتي. خدای له انسانانو بې نيازه دی، خو د الله وليان بې نيازه او بې پروا نه وي، ځکه خو د الله وليان ورته وايي. يانې د الله وليان د انسانانو وليان وي. د خدای قرب خو ترلاسه کېږي، د انسانانو په خدمت او له هغو سره په مينه.


د الله داسې وليان هم دې نړۍ ته راځي، چې نومورکي وي. هغه ګلاب چې د ټولنې له سترګو پناه غوړېدلی وي، هغه به هم ګلاب بلل کېږي. دا د خدای خپله فيصله ده، چې خپل دوستان له کوم حاله تېروي‌. يو ځای يې د واک په ګدۍ کېنوي، بل ځای کچکول په لاس ګدا ترې جوړوي. د مينې او وفا صاحبان له هر حال څخه په خوښۍ تېرېږي. د صاحب تعلق لپاره ستم هم اندازِ کرم وي.


معرفت تل د حيرت په حال کې اوسېدو ته وايي. د اسماوو له پېژندو د اشياوو پېژندنه. د ظاهر په ليدو د باطن پوهه ترلاسه کول. معرفت هغه حکمت دی، چې له کثرت څخه د وحدت لاره در ښيي. د مطلقِ قادر د قدر په وړاندې د يو چا قدر ته نظر نه کول، معرفت دی. حد يې دا دی، چې موږ پوه شو، چې موږ خدای پېژندلی نه شو، فقط منلی يې شو.


د حالاتو او وخت له بدلونونو سره تر بدلېدونکو تعلقاتو خو ښه ده، چې سړی يوازې وي.


پیشرفت او ارتقا ضروري ده ـــــــــ خو له زانګو نه تر ګوره پورې څومره پیشرفت پکار دی؟…. اصلي پيشرفت دا دی، چې ژوند هم اسانه شي او مرګ دې هم مشکل نه وي.


په دعا باور هم نېکي ده. موږ چې په تنهايي او خاموشي کې دعا کوو، دا اعلان کوو، چې زموږ رب په يوازيتوب کې زموږ په خوا کې دی او د خاموشي په ژبه هم پوهېږي. په دعا کې اخلاص سترګې لمدوي او همدا اوښکې د دعا د قبلېدو دليل دي. دعا د مومن تر ټولو لويه اسره ده. دعا ناممکنات کېدوني ګرځوي. دعا زمانې بدلوي. دعا د فلک څرخ درولی شي. دعا د راتلونکو مصيبتونو مخه نيولی شي. په دعا کې ډېر زيات قوت دی. تر څو چې سينه کې ايمان وي، په دعا به يقين پاتې وي. څوک چې په دعا باور نه لري، په سينه کې يې ايمان نشته. خدای ته بايد لاسونه لپه کړو، چې د دعا له افاديت څخه مو ناهيلي کېدو ته پرې نه ږدي.


موږ چې کله د ځان په اصلاح يقيني شو، بيا د نورو د اصلاح لپاره تبليغ ته مخه کوو. موږ غواړو، چې هغوی هم له موږ سره د جنت په نعمتونو کې راشريک شي. زموږد دې ادعا ثبوت يوازې دا کېدلی شي، چې موږ هغه شخص د خپل موجوده ژوند په اسانيو کې راشريک کړو.


الهي مینه په حقیقت کې له الهي محبوب سره مینه ده. د الله حبیب صلی الله علیه وسلم د الله تعالی مینه در پېرزو کوي او الله د خپل محبوب ص مینه در پېرزو کوي. مینه د محبوب په اطاعت کې د مجبورۍ نفي ته ویل کېږي. ځان تېرېدنه د مینې اعجاز دی. مینه حیرانتیا زېږوي، محویت او ویښتیا زېږوي، د ژوند له اوسني کرب څخه د ژغورتیا یوازینۍ لار مینه ده.


هغه انسان چې ځان سره مخلص نه وي، له نورو سره به څه مخلص شي. هماغه انسان مخلصه ملګري مومي، چې له خپلو ملګرو سره مخلص وي. د دروغجنو لپاره دغه ټولنه دروغجنه او د رښتینو لپاره رښتونې ده. هغه انسان چې ځان سره مخلص نه وي، د خپل وجدان له غږ څخه د تېښتې په پار په دنیوي چارو کې ځان بوختوي، تر څو سکون او ارامتیا يې په برخه شي. داسې وخت هم راځي، چې یو وخت به يې د مادي څیزونو په ترلاسي د خوشالۍ احساس کاوه، خو اوس یې له ترلاسي وروسته هم خوښي نه په برخه کېږي. اروا يې نارامه وي. په دغه ډول حالت کې که دی تر خپلې اړتیا زیاتې پیسې او نور توکي د الله په مخلوق ووېشي، اروا ته به يې خوشالي او سکون راستانه شي.


تر ټولو لویه نېکي دا ده، چې نېک خلک د الله لپاره سره را ټول شي. علماء او شیوخ را ټول شي. کله چې ټولې ډلې را ټولې شوې، نبوي نظام هماغه مهال په پښو ودرېده. که سره بېل شوو، نو د سفر اوږدېدل لازمي دي. په اسلام کې تر ټولو لویه نېکي ټولنه ده. اختلاف له منځه یوسئ. څه ډول چې تیت شوي یاستئ، هماغسې سره راټول شئ. کلمه طیبه د توحید کلمه ده. د کلمې د وحدت په مټ یو ځل بیا هغه دور راګرځېدلی شي، چې ټول ورته سترګې په لار دي. موږ په خپله د لارې خنډ یو. هلته چې توحید د خدای وحدانیت دی، همالته د ملت د وحدت نوم هم دی.
همدا توحید دی، نه ته پرې پوه شوې نه زه پرې پوه شوم.


هر مبلغ باید په دې غور وکړي، چې د یوه سړي دی نه خوښېږي، نو د ده دین به يې څنګه خوښ شي. د دې لپاره چې دین مو خوښ کړي، خپل عمل د خوښې وړ وګرځوئ. خپل شخصیت د خوښې وړ وګرځوئ. د نورو مزاج، عقل، اړتیا ته په کتو تبلیغ ورته وکړئ. د ناپوه په لاس کې د صداقت لښته نور خلک بدګمانه کوي.


اسلام، یو مسلمان د ژوند او د ژوند د نورو لوازماتو امین ګرځولی دی. مسلمان د هغو نعمتونو ساتونکی دی، چې الله تعالی ور پېرزو کړي دي. دا زموږ فرض دی، چې د خپل باطني او ظاهري وجود ساتنه وکړو. د باطني وجود له ساتنې مراد د خیال ساتنه، د ایمان ساتنه، د احساس ساتنه، د فکر و ذکر ساتنه او د غم او خوشالۍ ساتنه ده. د ظاهري وجود ساتنه هم اړینه ده. انسان پخپله د خپل وجود د پولو ساتونکی دی. موږ باید احتیاط وکړو او وګورو، چې یو شی هم زموږ وجود کې راګډ یا رانه بېل نه شي، مګر د الله په امر سره. په همدغه ډول ځان ساتنې سره د اسلام ساتنه کولی شو. په اصل کې د مسلمان ساتنه پخپله د اسلام ساتنه ده.


له یوه شي د هغه د فطرت خلاف استفاده ظلم دی.


حُسن، د عشق ذوقِ نظر دی او عشق، حسن ته د نږدېکت هیله ده.


د الله له ذکر پرته د زړه اطمینان نه شي ترلاسه کېدی. کوم عمل چې زړه ته اطمینان بښي، هغه عمل هم د ذکر برخه ده. کوم مقام یا انسان سره نږدېکت چې د زړه د اطمینان سبب ګرځي، هغه مقام او انسان هم د خدای په ذکر پورې تعلق نیسي. مثلاً ذکر اطمینان دی، نو له ذاکر نه هم اطمینان در رسېږي او د ذکر مقام هم د زړه او روح د اطمینان باعث جوړېږي. داسې به ووایو، چې د خانه کعبې زیارت، مدینه منوره کې حاضري، د دین د بزرګانو په استانو کې حاضري، د خپلو لویو شیوخو په در و حضور کې حاضري ټول د اطمینان دروازې دي. او دا ټول د الهي ذکر د ستر منزل په لور د ورغلي عظیم مسیر مقامات دي. نیت چې الله وي، ټول سفر د الله ذکر دی.


د طریقت ټولې لارې په خپل، خپل انداز کې صحیح دي، خو د اسلامي ملت ښېګڼه په همدې کې ده، چې د یوه ستر وحدت په بڼه را پورته شي. مسلک له اسلام څخه دی، نه اسلام. اسلام، اسلام دی.


د یوه لوی کار تر پیل له مخه د هغه لپاره قوي جواز او قوي دلیل ډېر ضرور دی. په سفر چې ځو، لومړی له نورو مسافرو څخه د سفر حالات معلومول اړین دي. د کښتۍ په مرسته هم که سفر کوو، نو د لامبو وهنې له فن سره بلدتیا ښه وي. د لوی کار لپاره لوی دلیل ضروري دی. هر کار د هر سړي لپاره نه وي. د علم لاره چې وهي، هغه نور خلک دي، تعلیم چې ترلاسه کوي او په کورونو کې ناست وي، هغه نور دي، او سفر ته ملا تړونکي نور. د خدای په لاره کې تلونکي نور دي او د هغوی لاره نیوونکي نور. قوي دلیل د شهادت جذبه وه. د شبیر رض سجده وه. لوی کار وو، لوی دلیل وو، لوی جواز وو. لویه نتیجه ده. لویه خبره ده.


قول دی، چې د زړه په دروازه د څوکیدار په څېر ودرېږئ. وګورئ، چې زړه ته مو کوم خواهش ننوځي، کوم احساس راټوکېږي. هغه خواهشات چې په فاني دنیا پورې تعلق نیسي، زړه ته يې مه پرېږدئ. هغه جذبه چې د غیرالله لپاره وي، هغه په زړه کې ایساره وساتئ.

خیر او شر د الله له لوري دي. وضاحت يې دا دی، چې خیر، د الله د قرب دلیل دی او شر، د الله د خفګان سبب. د خیر او شر د الله له لوري راتله همداسې دي، چې ژوند او مرګ د خدای لوري دي. موږ ژوند خوښوو، له مرګ نه د ژغورنې تدابیر لټوو. شپه او ورځ هم د الله له لوري ده، عزت او ذلت هم د خدای له لوري. موږ عزت غواړو، له ذلت څخه ځان ساتو. شرپسنده انسان دا دلیل نه شي وړاندې کولی، چې شر یې د الله له لوري دی. موږ خبر کړای شوي یو، چې کومه لاره کومې خواته ځي او د کوم عمل څه نتیجه راوځي. د خیر او شر جګړه همېش روانه وي.

شر چې ماتې وخوري، بښنه وغواړي او د خیر په غېږه کې پناه واخلي. د خیر او شر وجود هېڅ کله هم پای نه شي موندلی. دغه کشمکش به روان وي. د انسان دننه او تر ده دباندې. خیر غوښتنه، د الله مهرباني ده او شر زموږ د نفس ارمان. موږ که خپلې ارادې د الهي احکامو تابع کړو، دغه کشمکش هم پای ته رسېږي، یا کم از کم شي. خدای مو دې د خپل نفس له شره وساتي. (امین)

وړانګه وړانګه لمر | ژباړه: رحمت شاه فراز – تاند (taand.net)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب