یکشنبه, جون 2, 2024
Home+د مرسموس او کواشیر کور خوارځواکیو ډولونو توپیر

د مرسموس او کواشیر کور خوارځواکیو ډولونو توپیر

لیکوال: حبیب الله بختیال

د خوارځواکۍ پر ډولونو مې خپلو تېرو مقالو کې بشپړه رڼا اچوې چې تاسو یې د لټون له لارې موندلای شی، چې په دې تړاو به ستاسو ډیرو پوښتنو ته ځواب ووایي. خو دا چې مرسموس او کواشیرکور ډوله خوارځواکیو تر منځ کوم توپیرونه دي په دې اړه به دې لنډه مقاله کې معلومات وړاندې شي. په پیل کې به مرسموس او کواشیر کور په لنډ ډول تعریف کړو.

مرسموس :

مرسموس ډوله خوارځواکۍ کې په زیاته کچه د کالورۍ کمښت رامنځته کیږي او په لږه کچه د پروټینو کمښت وي. مرسموس کې د پورته یا علوي برخو تخرګونو، ټټر او ګڼو برخو پوستي لاندې غوړ وېلې شوي وي او هر ډول انتاناتو ته یې بدن چمتو وي. د کوچنیو مغذي موادو ( مایکرونوټرینټونو) کمښت سره یې بدن مخ وي. مرسموس باندې ډيری له درې کلونو او یو کال ښکته ماشومان اخته کیږي. ماشوم په پیل کې نا آرامه وي او بې علاقې وي، مخ یې د زوړ سړي په څير ښکاري سارا ناسته یا غایطه مواد یې زیات وي، یعنې مزمن اسهالات لري او بدن کې یې پړسوب نه تر سترګو کیږي، بدن یې وده نه کوي او له ودې شاته پاتې وي عضلات یې وېلې شوي وي، سر یې لوی پاته وي او پوستکی یې نازک او یو ډول ښوی حالت لري او بې درده زخمونه پکې زیات لیدل کیږي.

مرسموس کې ماشوم ښه اشتها لري خو خواړه نه وي ورته رسیدلي معدي معايي سیستم یې ګډوډۍ لري او اسهالاتو سره یې د غایطه مواد ځلونه زیات وي. د بدن اوبه یې کمه وي او د بدن تودوخه یې ټيټه وي. ځیګر یا ینه یې کوچنۍ کیږي او وروستۍ برخه یې تېره څرګندیږي. د مرسموس په پرمختللي حالت کې بې عالقې والی رامنځته کیږي.

د مرسموس ناروغان له کلینکي نظره په لومړۍ درجه ، دویمه درجه، درېیمه درجه او څلورمه درجه وېشل کیږي، چې ټول یې د بدن له پورتنیو برخو نېولې بیا تر ښکتنیو پورې د عضلاتو وېلې کېدو او پوستکي لاندې غوړو له منځه تلو نښې لري او دا ډول بدلونونه پکې رامنځته کیږي.

کواشیر کور :

 کواشیر کور کې په زیاته اندازه د پروټینونو او په کمه اندازه کالوري کمښت وي. کواشیر کور چې د سور هلک معنا ورکوي په لومړي ځل په ۱۹۳۳ زیږدیز کال کې د ډاکټر سیسلي له لورې وشو. کواشیر کور له ۱ کلنۍ څخه تر ۴ کلنۍ کې رامنځته کیږي. وده یې وروسته پاتې وي مخ یې د (dull) په څیر وي، ماشوم ګوشه نیشنه او بې علاقې ښکاري، او تر ټولو لویه پرتلیزه نښه چې د مرسموس څخه یې موږ پرتله کولای شو هغه د (pitting) اذیما یا پړسوب شون دی.

کواشیر کور کې ماشوم ته غذا وي خو اشتها نه لري او کانګي ډير کوي، بدن کې د غوړو بدلونونه لیدل کیږي او په متناظر ډول شدیده اذیما یا پړسوب یې بدن کې ترسترګو کیږي او دا پړسوب د البومین کمښت له امله رامنځته کیږي.

د بدن ودې وروسته پاتې توب یې د وزن د کموالي او د ونې ټیټوالي ارزونې څخه تشخیص کیږي. عضلاتي وېلې کېدو ستونزې هم لري او پړسوب یې تر سترګو خواوشا هم موجود وي.

نو د پورته نښو نښانو څخه څرګندیږي چې د مرسموس او کواشیر کور ډوله خوارځواکیو تر منځ ګڼ توپیرونه او کم ورته والي شته، خو په لویه کچه ویلای شو، چې د مرسموس او کواشیر کور تر منځ توپیر دا دی چې مرسموس د ناروغ بدن له لوږې سره د تطابق پایله کې رامنځته کیږي. کواشیرکور بیا له لوږې سره د بدن نه تطابق پایله کې رامنځته شوی وي. مرسموس ډيری په فقیرو او قحطۍ ځپلو هېوادونو کې لیدل کیږي. پر دې سربېره یو شمېر نادرې جنیټیکي ناروغۍ د غذيي موادو جذب ځنډني کېدو او پر وړاندې یې د خنډ رامنځته کېدو لامل کیږي چې مرسموس رامنځته کوي.

مرسمیک کواشیر کور :

مرسمیک کواشیر کور ډوله خوارځواکي بیا هلته بلل کیږي چې په ناروغ کې د پروټین او کالورۍ کمښټ په مساوي ډول موجود وي او یا د مرسموس ټولې نښې نښانې او د کواشیرکور پړسوب پکې موجود وي نو د مرسمیک کواشیر کور په نوم یادیږي، یعنې دا ډول خوارځواکي د پورته ډولونو ګډوله یا ګډه تولګه بللای شو. خو د دواړو ګډو نښو سربېره کېدای شي په ناروغ کې ځینې نورې نښې نښانې هم وي.

په پای کې د یادونې وړ بولم چې اوسنیو حالاتو کې زموږ ډيری هېوادوال د فقر له امله له خوارځواکۍ کړیږي، چې باید اړینو تدابیرو ته پاملرنه وشي؛ موږ تاسو د یو لوستي په توګه باید لازم معلومات تر خلکو ورسوو او که چیرې یو خوارځواکه ماشوم وینو نو کورنۍ ته یې سپارښتنه وکړو چې ژر تر ژره یې نږدې روغتیايي مرکز ته یوسي، تر څو یې تشخیص وشي او سمه درملنه یې پیل شي.

دغه راز د ساري ناروغیو مخنېوي او بدن معافیتي سیستم پیاوړتیا لپاره باید د واکسینونو پر وخت تطبیق برخه کې عامه پوهاوی وکړو او دا لړۍ ټولو سیمو ته پراخ کړو، ځکه واکسینونه د وژوونکو ناروغیو مخنېوی کوي او ماشومان له ګواښوونکو ناروغیو ژغوري.

د خوړو برخه کې اعتدال ته پاملرنه او دې برخه کې د بدن اړتیاوو بشپړاوي ته لومړیتوب ورکول هم غوره دی، چې باید په لاسرسي کې د شته خوړو پر وخت او سالمې کارونې له لارې ترې ګټه واخېستل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب