جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+په ادراکي ماناپوهنه کې بدنمنه نظريه‎

په ادراکي ماناپوهنه کې بدنمنه نظريه‎

اوډنه او راټولونه: سپین ګل سجاد

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د ماسټرۍ پروګرام (دویم سمیستر)

لارښود استاد: پوهاند دوکتور اجمل ښکلی

لنډیز

په ادارکي ژبپوهنه کې بدنمنه نظریه یوه بنسټیزه مفکوره ده، چې د فزیکي تجربو او ذهن تر منځ په اړیکې ټینګار کوي. د انسان ذهن او بدن په متقابل تعامل کې دی او دا تعامل زموږ د ادراک او پوهې بنسټ دی. د راسخ مهند له نظره بدنمنه نظریه پنځه ډولونه لري چې له ادراکي، حسي، احساساتي، عملمندې او ټولنیزې بدنمنې نظریې څخه عبارت دي. جرج لیکاف او مارک جانسن د بدنمند نظریې بنسټګران دي. دوی په خپل کتاب (Metaphors We Live By) کې لیکي چې زموږ فکري سیستمونه د فزیکي تجربو پر بنسټ جوړ شوی دی. دوی د بدن تجربې د ژبې او فکر په جوړښت کې اساسي ګڼلي دي. زموږ ذهني مفاهیم او ادراک د فزیکي تجربو او چاپیریال پر بنسټ جوړیږي، دا په دې مانا ده، چې ژبه او فکر په بنسټیز ډول د بدن د تجربو او تعاملاتو سره تړاو لري. ژبني مفاهیم په اصل کې د بدن د تجربو څخه راوتلي دي. د بېلګې په توګه کله چې موږ د تودوخې کلمه اورو، زموږ مغز د تودوخې احساس او فزیکي تجربې تداعي کوي او دا ښیي چې ژبني مفاهیم د بدن تجربو سره نږدې تړاو لري. ادراکي سیستمونه د فزیکي تجربو پر بنسټ جوړ شوي دي. زموږ ذهن د فزیکي تعاملاتو او تجربو پر بنسټ سمبولونه او مفاهیم جوړوي.

سریزه

ادراکي ژبپونه ژبه له ادراکي حواسو او اړخونو سره په تړاو کې مطالعه کوي. یعنې د دې معنا دا ده، کله چې یو شی د معنا وړ شي، درک شي یا کیفیت یې واخیستل شي، دېته بیا ادراکي ژبپوهنه وایي.

په ادارکي ژبپوهنه کې بدنمنه نظریه یوه بنسټیزه مفکوره ده، چې د فزیکي تجربو او ذهن تر منځ په اړیکې ټینګار کوي. د انسان ذهن او بدن په متقابل تعامل کې دی او دا تعامل زموږ د ادراک او پوهې بنسټ دی. د راسخ مهند له نظره بدنمنه نظریه پنځه ډولونه لري چې له ادراکي، حسي، احساساتي، عملمندې او ټولنیزې بدنمنې نظریې څخه عبارت دي. جرج لیکاف او مارک جانسن د بدنمند نظریې بنسټګران دي.

 په  دغه مقاله کې د کتابتوني میتود څخه کار اخیستل شوی دی او پرادراکي ژبپوهنې، ادراک، مانا، مانا او ادراک، بدنمنه نظریه او د هغو په ډولونو، مفهومي استعاره او انځوریزې سکیما باندې بحث شوی دی.

د موضوع ارزښت په دې کې دی، چې موږ به په ادراکي ژبپوهنه کې د یوې نوې موضوع (بدنمنې نظریې) په اړه معلومات لاسته راوړو.

ادراکي ژبپوهنه:

ادراکي ژبپونه ژبه له ادراکي حواسو او اړخونو سره په تړاو کې مطالعه کوي. یعنې د دې معنا دا ده، کله چې یو شی د معنا وړ شي، درک شي یا کیفیت یې واخیستل شي، دېته بیا ادراکي ژبپوهنه وایي.

لکه: مخامخ دوه کسان ناست وي او موږ وایو چې هلته/ دلته دوه کسان ناست دي. یعنې  دا د لیدلو/ باصرې د حس درک و، چې په ژبه کې راښکاره شو. همداسې نور حواس…

لیکاف په ادراکي ژبپوهنه کې بیا دوه اصله بنسټي بولي:

 ۱- تعمیم اصل: یعنې انسان چې کله یو مفهوم واخلی هغه د ژبې په نورو برخو کې هم عاموي لکه: په کور کې ، په اوونۍ کې او نور…

 ۲- ادراکي اصل: چې له حواسو سره تړلی بولي. (ښکلی،۱۴۰۰: ادراکي ژبپوهنه«مقاله»)

مخکې له دې چې په ادراکي ژبپوهنه کې بدنمنه نظریه وپېژنو، اړینه  ده چې لومړی په ادراک، مانا او ادراک او مانا وپوهېږو.

ادراک (پوهېدنه:

ادراک: په عام ډول ټولې شعوري او ناشعوري پروسې ته وایي یا د ذهن د چلن ټول شعوري او ناشعوري بهیرونه/ پروسې رانغاړي.

شعوري پروسه: له مخکې له مخکې د یو شي سنجول یا په تړاو یې فکر کول.

ناشعوري پروسه: لکه د یوې پېښې سره د مخامخ کېدو په صورت زموږ ذهن کې په  اتوماتیک ډول د غبرګون پروسه رامنځته کېدل.

شعوري+ ناشعوري= ټوله ذهني پروسه/ادارک یاcognition

په پښتو کې ادراک په ذهن کې د فیزیکي نړۍ فعال انعکاس چې د حواسو پر مټ تر لاسه کېږي، حسي ادراک ورته وایي.

 په انګلیسي کې (cognition) د «فکر، تجربې او حسونو له لارې د پوهې د لاس ‌ته راوړلو لپاره ذهني عمل یا لړۍ» ته ویل کېږي. د فکري کړنچارو او بهیرونو ګڼ ‌شمېر اړخونه په ‌کې شامل دي، لکه: درک، پاملرنه، تفکر، د پوهې تړښت، حافظه، قضاوت او ارزونه، استدلال او «محاسبه»، د ستونزو علوَنه او تصمیم‌ نیونه، مفهوم او د ژبې زېږون؛ نو په دې توګه ادراکي ژبپوهنه د ادراکي علومو، په تېره له ادراکي ارواپوهنې سره نېغه اړيکه لري، چې د پوهېدو لپاره يې لومړى بايد د ادراک د تيورۍ تاريخ راوسپړل شي.

مانا څه ده؟

مانا د یوې ژبنۍ نښې منځپانګه ده، نښه(لغت، عبارت، جمله، ویناء، متن) چې دال بلل کېږي.

ژبپوهان مانا یوازې تر وییپانګې محدودوي حال داچې د مانا ځای ذهن دی او اوسني ژبپوهان په دې باوري دي چې مانا په یو ډول د فکر او مفاهیمو ترمنځ له ژبنیو اړیکو سره سرکار لري.

 یعنې که لږ یې په ساده ډول ووایم، مانا د لفظ او کلمو له اړیکو راپیدا کېږي او مفهوم د ذهني پروسو او مصداق له اړیکو پیدا کېږي.

همدارنګه موږ ډېرې کلمې لرو چې مانا لري؛ خو مفهوم نه لري. د یوې ژبې مانا له بلې سره توپیر لري؛ خو مفهوم داسې نه دی، مانا قراردادي ده، مفهوم نه دی. په مانا پوهېدنه د نفې او اثبات ترمنځ تار دی، خو په مفهوم پوهېدنه وېش او مرتبې دي.

(سمون:۱۴۰۲:۱۱مخ)

لکه چامسکي چې وویل، ژبه په یوازې توګه خپل واک نظام نه دی(ادراک او نورې برخې هم ور پورې تړلې دي) او بلاخره ورته معلومه شوه چې ژبه له ټولو ذهني پروسو سره په ارتباط کې مطالعه کېږي.

له مصداق سره د مانا توپیر په دې کې دی، چې مصداق د کلمې، جملې او نورو ترمنځ له تړاو او بل خوا له بهرنیو نا ژبنیو اوښتونو سره سرکار لري. مفهوم بیا د ژبني نظام پېچلې اړیکه ښیي کوم چې د د وییونو ترمنځ شتون لري.

مشهور انګریز پوه (اولمن) وایي: مانا دوه اړخیزه اړیکه ده، چې د ذهني انځور او ویي ترمنځ موجوده ده.

چامسکي د مانا پر ځاى پر ګرامري رغښتونو ټينګار کاوه او مانا يې د دې جوړښتونو زېږنده بلله؛ خو ادراکي ژبپوهانو مانا او جوړښت نوک او ورۍ ګڼل او لومړيتوب يې مانا ته ورکاوه. چامسکي تصور درلوده، چې ګرامري جوړښتونه او مانا دوه بېل شيان دي او جوړښت د انسان د ذهني پروسيجر خپلواکه پايله ده؛ خو ادراکي ژبپوهانو د ژبې موخه د مانا لېږده وګاڼه.په زېږنده ليدتوګه کې ژبه د غږونو، وييونو، نحوې او مانا په بېلابېلو حوزو وېشل کېږي او دا ټولې له يوې بلې د خپلواکې څېړنې جوګه ګڼل کېږي. (ښکلی،۱۴۰۰: ادراکي ژبپوهنه «مقاله»)

په ټوله کې معنا پوهنه هغه لاره موږ ته روښانوي، کله چې موږ ژبه د بهر نړۍ له ازمویښتونو سره اړوندوو؛ له دې امله مصداق د معنا پوهنې څېړنتوکی جوړوي او په دې توګه زموږ په وړاندې دوه ډوله معنا پوهنه شتون لري: یوه هغه چې مانیز رغښت څېړي او بله چې معنا د بهر نړۍ له ناژبنیو(فرا زبانی) ازمویښتونو سره سمه تر غور لاندې نیسي؛ نو په دې توګه معنا پوهنه پر دوه ډولو ووېشو: یو هغه چې له ناژبنیو ښکارندو سره تړاو لري او بله له ژبې- د نننیو هغو سره. (زیار، ۱۳۹۶: ۸۴)

ادراک او مانا

کله چې موږ خبرې کوو او دا ډاډ تر لاسه کړو چې مخاطب مو څومره پوهولی دی؛ نو د دې خبرې په پوهېدنه کې له موږ سره ادراک مرسته کوي، چې تر ټولو مهم یې د انسانI.Q  یا Intelligence Quotient «د انسان د ځیرکي او استعدادونو اندازه» او E.Q یا Emotional Quotient « د احساساتي هوښیارتیا اندازه » تر مطالعې لاندې نیول کېږي؛ نو په لنډ ډول وېلای شو چې ادراک په حسي اطلاعاتو او پېچلې مرحلې پوهېدنه ده او د مانا په سپړنه کې ذهن په کار اچوي.

همدارنګه ادراک هغه مرحله ده چې فرد پکې د خپل چاپېریاله کوم تصور او اخذ لري د ادراک په وسیله یې سپړي او تنظیموي چې بیا له هغه څخه مانا زیږي؛ خو کېدای شي چې ادارک له عیني واقعیته لرې وي، دا ځکه چې ټول افراد له یو څه یو ډول برداشت نه لري؛ نو وېلای شو، چې د خلکو له چلنه د هغه عمل درک کولای شو.

درک بیا په ډوه ډوله دی(فردي او ټولنیز)؛ فردي درک د یو فرد د لید زاویو پورې محدود دی، هغه څه چې د ده په ذهني زېرمه کې د ویوه شي په اړه تصور دی؛ یعنې درک کړي یې وي همغه مانا ترې اخلي او له دې د ده د درک اندازه لګېدای شي؛ خو د بل تصور او درک به طبعا توپیر لري او دا ځکه یو فرد کولای شي په شاعرۍ او هنري ادب کې د خپل ذوق سره سمه پرېکړه وکړي ؛ خو په علمي بحثونو کې بیا هر څه په منطق، استدلال او درک پورې اړه لري. (سمون،۱۴۰۲: ۳۱)

په لنډه توګه وېلای شو چې د ادراک په سپړنه کې بهرنۍ پېښې سپړل کېږي، له بهرنیو پېښو موخه هغه څه دي چې له ذهن څخه بهر پېښېږي چې موږ یې د پينځه ګونو حواسو له لارې لاس ته راوړو.

خو د ادراک او احساس یا حواسو ترمنځ جوت توپير شته او هغه دا چې احساس یا حواس عصبي پیغام د حسي کورتکس « د مغز لوړې برخې ته » لوري ته لېږل بلل کېږي، خو ادارک د تفکر له مکانیزم او اطلاعاتو له حسي ترکیب څخه منځته راځي. یعنې په حواسو کې یوازې عصبي اخذې بنسټیز نقش لری او په ادارک کې بیا حافظه او تفکر بنسټیز نقش لري. (سمون، ۱۴۰۲: ۳۳ مخ)

په ادراکي ژبپوهنه کې بدنمنه نظریه (Embodied Cognition Theory): په ادارکي ژبپوهنه کې بدنمنه نظریه یوه بنسټیزه مفکوره ده، چې د فزیکي تجربو او ذهن تر منځ په اړیکې ټینګار کوي. ایرانی لیکوال راسخ مهند په خپل کتاب (در آمدی بر زبان شناسی شناختی) کې د بدنمنې نظریې په اړه څېړنه کړې ده او دې پایلې ته رسېدلی، چې ذهن او بدن په متقابل تعامل کې دی او دا تعامل زموږ د ادراک او پوهې بنسټ دی. (مهند، ۱۳۹۷، ص ۴۵)

د بدنمنې نظریې بنسټګران: جرج لیکاف او مارک جانسن د بدنمند نظریې بنسټګران دي. دوی په خپل کتاب (Metaphors We Live By) کې لیکي چې زموږ فکري سیستمونه د فزیکي تجربو پر بنسټ جوړ شوی دی. دوی د بدن تجربې د ژبې او فکر په جوړښت کې اساسي ګڼلي دي. (لیکاف او جانسن، ۱۹۸۰،ص ۵)

رونالد لانګاکر هم په دې ډګر کې یو مهم شخصیت دی، نوموړي په خپل کتاب (Cognitive Grammar) کې څرګنده کړه، چې ګرامري جوړښتونه د ادراکي پروسو پربنسټ ولاړ دي او دا پروسې د بدن تجربې او فزیکي تعاملاتو پر بنسټ جوړیږي. (لانګاکر، ۱۹۸۷،ص ۷ـ۸)

د بدنمنې نظریې اساسي اصول: زموږ ذهني مفاهیم او ادراک د فزیکي تجربو او چاپیریال پر بنسټ جوړیږي، دا په دې مانا ده، چې ژبه او فکر په بنسټیز ډول د بدن د تجربو او تعاملاتو سره تړاو لري. (مهند، ۱۳۹۷،ص۴۸)

د ژبې او بدن تجربې: ژبني مفاهیم په اصل کې د بدن د تجربو څخه راوتلي دي. د بېلګې په توګه کله چې موږ د تودوخې کلمه اورو، زموږ مغز د تودوخې احساس او فزیکي تجربې تداعي کوي او دا ښیي چې ژبني مفاهیم د بدن تجربو سره نږدې تړاو لري. (مهند، ۱۳۹۷، ص۵۲)

د ادراکي سیستمونو رول: ادراکي سیستمونه د فزیکي تجربو پر بنسټ جوړ شوي دي. زموږ ذهن د فزیکي تعاملاتو او تجربو پر بنسټ سمبولونه او مفاهیم جوړوي. دا نظریه په دې باور ولاړه ده، چې ذهني پروسې د بدن تجربو او چاپیریال تر منځ په متقابل ډول سره اړیکه لري. (مهند، ۱۳۹۷ص ۵۶)

د راسخ مهند له نظره د بدنمنې نظریې ډولونه: راسخ مهند بدنمنه  نظریه د (زبان شناسی شناختی: نظریه ها و مفاهیم) کتاب  کې په لاندې ډولونو باندې ویشلې ده:

۱ـ ادراکي بدنمنه نظریه: دا نظریه څرګندوي چې زموږ ادراکات د د بدن په تجربو او فزیکي تعاملاتو پورې تړلي دي. دا نظریه په دې باور ده چې د بدن ادراک د حرکتونو او فزیکي تجربو پر بنسټ جوړیږي. د بیلګې په توګه د یوې درنې کڅوړې پورته کول چې په ذهني ډول د طاقت او ځواک اړوند مفاهیمو سره تړاو لري. (مهند، ۱۳۹۷، ص۵۹)

۲ـ حسي بدنمنه نظریه: حسي بدنمنه نظریه د حواسو په اهمیت ټینګار کوي. دا نظریه وایي چې د بدن حسي تجربې لکه لید، اوریدنه، لمس، بوی او ذایقه د ذهن په جوړښت او ادراک مهم رول لوبوي. د بېلګې په توګه د (خوشبو) کلمه چې په ذهني لحاظ د بوی او عطرو تجربې را ژوندۍ کوي. (مهند، ۱۳۹۷، ص۶۲)

۳ـ عملمنده بدنمنه نظریه (Enactivism): دا نظریه په دې باور ده، چې پوهه د بدن د عملونو او تعاملاتو په واسطه منځ ته راځي. دا نظریه وایي چې پوهه او ادراک د بدن د فزیکي تعاملاتو او کړنو له لارې حاصلیږي. د بیلګې په توګه د ماشومانو د لوبو په واسطه د هغوی زده کړه. (مهند،۱۳۹۷، ص۶۵)

۴ـ احساساتي بدنمنه نظریه: د احساساتي بدنمنه نظریه د احساساتو او عواطفو په اهمیت ټینګار کوي. دا نظریه وايي چې عواطف او احساسات د ادراک او پوهې په جوړښت کې مهم رول لري او د بدن د تجربو سره نږدې تړاو لري. د بېلګې په توګه (د خوښۍ احساس) چې بدن د ارامۍ او راحتۍ په وخت کې را پیدا کیږي. (مهند، ۱۳۹۷، ص۶۸)

۵ـ ټولنیزه بدنمنه نظریه: ټولنیزه بدنمنه نظریه د ټولنیزو تعاملانو په اهمیت ټینګار کوي. دا نظریه وایي چې زموږ ټولنیز تعاملات او د بدن فزیکي اړیکې د اراک او پوهې په جوړښت کې مهم رول لوبوي. د بېلګې په توګه (د لاس نیول) چې د همکارۍ او ملګرتیا احساس څرګندوي. (مهند، ۱۳۹۷، ص۷۱)

په ادراکي ماناپوهنه کې د بدنمنې نظریې د لا ښه پوهېدو لپاره لاندې بیلګې ولولئ:

۱ـ د  وزن احساس: کله چې موږ یو دروند شی پورته کوو، زموږ ذهن د دې تجربې پر بنسټ مفاهیم جوړوي. دا د وزن مفهوم د دروندوالي او ځواک له تجربو څخه راځي.

۲ـ د تودوخې احساس: کله چې موږ د تودوخې کلمه اورو، زموږ ذهن ته د تودوخې او سوځېدنې تجربې تداعي کوي.

۳ـ د خوږوالي تجربه: د (خوږ) کلمه زموږ په ذهن کې د خوږو خوندونو او د خوږو تجربو سره تړاو لري.

۴ـ د سرعت احساس: کله چې موږ د (چټک) کلمه کاروو، زموږ ذهن د سرعت او حرکت تجربې را ژوندۍ کوي.

۵ـ د لوړوالي احساس: د (لوړ) کلمه د لوړوالي او لوړو ځایونو تجربو سره تړاو لري.

۶ـ د لندبل احساس: کله چې موږ د (لوند) کلمه اورو، زموږ ذهن د اوبو او لندبل تجربې تداعي کوي.

۷ـ د رنګ تجربه: د (سور) او (شین) کلمې زموږ ذهن ته رنګونو تجربې راوړي.

۸ـ د وخت تجربه: د (تېر وخت) او (راتلونکي وخت) مفاهیم زموږ ذهن د حرکت پر بنسټ جوړوي.

۹ـ د ذایقې تجربه: د (تریخ) او (تروش) کلمې زموږ په ذهن کې د ذایقې او خوندونو تجربې را ژوندۍ کوي.

۱۰ـ د درد تجربه: کله چې موږ د (درد) کلمه اورو، زموږ ذهن ته د دردونو او ټپونو تجربې راوړي.

۱۱ـ د ځواب تجربه: کله چې موږ د (ځواب) کلمه اورو، زموږ ذهن د پوهې او معلوماتو تجربې تداعي کوي.

۱۲ـ د غم تجربه: کله چې موږ د (غم) کلمه اورو، زموږ ذهن د غمونو او ناخوښیو تجربو سره تړاو پیدا کوي. (مهند.۱۳۹۷. ص ۵۲-۶۹)

په ادراکي ژبپوهنه کې مفهومي استعارې او انځوریزې سکیماوې هم د بدنموالي ځانګړنې لري.

۱ـ مفهومي استعاره: د لیکاف او جانسن په اند استعاره یوازې په ادبي ژبې پورې محدوده نه ده، بلکې د ورځنۍ ژبې برخه ده او ان د انسان ادراک لویه برخه پر استعاره ولاړه ده. لیکاف او جانسن درې ډوله مفهومي استعارې راپېژني:

اول: لوریزې استعارې: هغه استعارې دي، چې د لوري ورکولو مفاهیم مفهومي کوي. په دې لوریو کې پاس، مخکې، وروسته، خوا کې، لرې او… راځي. څرنګه چې د انسان بدن په فضا کې واقع دی، نو له فضا نه ماورا مفاهیم له جسم سره په تړاو کې درک کوي. موږ د زمان غوندې انتزاعي مفهوم هم د مکاني لوریو په مټ مفهومي کوو. راتلونکی راته را روانه او ماضي راته تېر شوی مکان ښکاري . پرون، تېرکال، تېره پېړۍ  راته هغه مکان ښکاري چې اوس ترې راوتلي یو او سبا، راروان کال او پېړۍ راته هغه مکان بریښي چې ورځو به:

ارمان به وکړې وخت به تېر وي

بیا به جهان راپسې ګورې نه به یمه

دوه: وجودي استعاره: هغه استعاره ده، چې شیانو ته د عیني شیانو په سترګه ګوري او د مادي شیانو د خصوصیت په مټ شتون یا وجود ورکوي. د بېلګې په توګه:

 د پوهې لمن باید ونیسو.

 عدالت په پړ او وړ معلوم کړي.

 جنګ مو ټولنه راتباه کړه.

جنګ ډیرې ککرۍ وخوړې؛ ککرۍ د سرونو لپاره

سپینه ماڼۍ وايي، چې…؛ سپينه ماڼۍ د امریکار لپاره

درې: رغښتي استعاره: د لیکاف او جانسن په اند رغښتي استعارې هغه دي، چې چې یو رغښتي مفهوم د بل مفهوم لپاره وکاریږي. د بېلګې په توګه:

بریالي ژمنه ماته کړه.

بریالي پیاله ماته کړه.

بریالي روژه  ماته کړه.

ویناوال د لومړۍ جملې (ماته کړه) مفهوم را اخیستی او د دویمې جملې د درک لپاره یې کارولی دی. (ښکلی، اجمل. ۱۴۰۱. ص ۱۸۶ـ۱۹۴)

۲: انځوریزه سکیما: انځوریزه سکیما په ذهن کې د بدن له تعامل، ژبنۍ تجربې او فرهنګي قرینې څخه را منځ ته کیږي او د تکرارېدو له امله موږ ته نوې تجربې د پوهېدو وړ کوي.

انځوریزې سکیماوې د جانسن له نظره د انځوریزو سکیماوو د مفهوم پر بنسټ پر دې باور و، چې د انسان بدني تجربې د سکیماوو په بڼه د انسان په ادراک کې ځای نیسی.

د بیلګې په توګه:

احمد په ښه ځای کې پرېوتی.(یعني معاش یې ښه دی)

علي په خبره کې راوغورځېد.

په دې بېلګو کې د (ځای) او (خبرې) غوندې انتزاعي مفاهیم داسې ښودل شوي، لکه حجم او ظرفیت چې لري، چې یو څوک پکې ورغورځېدای شي. د دې لامل دا دی، چې د ذهني مفاهیمو په اړه زموږ ذهني ادراک پر عیني مفاهیمو ولاړ دی او دا عیني مفاهیم موږ په بدن تجربه کوو. (ښکلی، اجمل.۱۴۰۱.ص ۱۵۹)

پایله

په پایله کې ویلای شو چې، په ادارکي ژبپوهنه کې بدنمنه نظریه یوه بنسټیزه مفکوره ده، چې د فزیکي تجربو او ذهن تر منځ په اړیکې ټینګار کوي. د انسان ذهن او بدن په متقابل تعامل کې دی او دا تعامل زموږ د ادراک او پوهې بنسټ دی. د راسخ مهند له نظره بدنمنه نظریه پنځه ډولونه لري چې له ادراکي، حسي، احساساتي، عملمندې او ټولنیزې بدنمنې نظریې څخه عبارت دي. جرج لیکاف او مارک جانسن د بدنمند نظریې بنسټګران دي. دوی په خپل کتاب (Metaphors We Live By) کې لیکي چې زموږ فکري سیستمونه د فزیکي تجربو پر بنسټ جوړ شوی دی. دوی د بدن تجربې د ژبې او فکر په جوړښت کې اساسي ګڼلي دي.

اخځلیکونه

۱- زیار، مجاوراحمد.۱۳۹۶. پښتو معناپوهنه. کابل: دانش خپرندویه ټولنه.

۲- سمون، مصطفی.۱۴۰۲ ادراک اومعنا. کابل: سمون خپرندویه ټولنه.

۳- ښکلی، اجمل .۱۴۰۱. د ژبپوهنې نظریې. کابل: پکتوس خپرندویه ټولنه.

۴- ښکلی، اجمل.۱۴۰۰. څېړنیزه مقاله: https://www.nunn.asia/187686

۵ـ مهند، محمد راسخ. ۱۳۹۷. درآمدی بر زبان شناسی. سازمان مطالعه و تدوین کتب علوم انسانی دانشګاها.

۶ـ لکاف، جرج او مارک، جانسن.۱۹۸۰. Metaphors We Live by.University of Chicago press.

۷ـ لانګاکر، رونالد. ۱۹۸۷. Cognitive Grammar. Stanford University press.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب