دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهپاکستان په خپله خاوره کې د کابو یو نیم میلیون افغان کډوالو...

پاکستان په خپله خاوره کې د کابو یو نیم میلیون افغان کډوالو استوګنه تمدید کړه

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۲۰ مه) د پاکستان حکومت نن پریکړه وکړه چې د شاوخوا یو نیم میلیون راجستر شویو افغان کډوالو د پاتې کیدو موده یو کال نوره وغځوي. په دې توګه به د (پي او آر) کارت لرونکو افغانانو د کارتونو د اعتبار موده، چې د جون تر ۳۰ مې پای ته رسېدلي، وغځول شي.

دا پرېکړه د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ د کابینې په غونډه کې وشوه.

د پاکستان حکومت دا پرېکړه په داسې حال کې کړې، چې د بې اسنادو افغانانو د بېرته ستنولو د لړۍ د ځنډېدو په اړه راپورونه خپاره شوي وو.

د تېر کال په اکتوبر کې د پاکستان موقت حکومت اعلان وکړ چې د “امنیتي اندېښنو” له امله به بې اسناده بهرني اتباع وباسي.

پاکستان د تېر کال د نوومبر له لومړۍ څخه د بې اسنادو افغان کډوالو د راستنولو لړۍ پیل کړه او د نړیوالو سازمانونو د معلوماتو له مخې د دې پروسې په پایله کې شاوخوا ۶۰۰ زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې په هېواد کې یې شاوخوا ۱.۷ میلیونه بې اسناده افغان کډوال مېشت دي چې ډېری یې له ۴۰ کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي.

د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف له دفتره نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: «د پاکستان فدرالي کابینې د ۱.۴۵ میلیونه افغانانو د یوه بل کال په مخه د کارتونو د تمدید منظوري ورکړه. د دوی د کارتونو د اعتبار موده د جون په 30، 2024 پای ته رسیدلې وه. دا تمدید به د ۲۰۲۵ د جون تر ۳۰ پورې د اعتبار وړ وي.

په ۲۰۰۶ کال کې د پاکستان حکومت ۱.۳ میلیونه افغان کډوالو او پناه غوښتونکو ته د استوګنې کارتونه ورکړل. دا کارتونه پنځه ځله پای ته رسیدلي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د لویې کمېشنرۍ د راپور له مخې، په پاکستان کې د هغو افغانانو ترڅنګ چې راجستر کارتونه لري، څه باندې ۸۰۰ زره کسان د افغانستان تابعیت کارتونه لري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ ویاند قیصر خان اپریدي دپاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي چې د افغان کډوالو په سلو کې ۵۲ په خیبر پښتونخوا ایالت کې اوسي، په بلوچستان کې څه باندې ۳۱۵ زره، په پنجاب کې شاوخوا ۹۵ زره او په سند کې څه باندې ۷۵ زره کسان ژوند کوي. همداراز څلویښت زره په اسلام اباد کې اوسیږي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر فیلیپو ګراندي د خپل درې ورځني سفر په پای کې پرون له پاکستاني چارواکو سره تر لیدنې وروسته د افغان کډوالو د ستنېدو د پلان ځنډوېدا تایید کړه.

1 COMMENT

  1. د نړۍ پرمخ بل ذليل حقير خودکش غلام ملعون بدوي وحشي قبيله پال متفرق رجيم قوم بل نشته.
    کدوخيل خرخیل بادرنګ زی بانجان زی ډرت زی ټيز زی داوړړ، د آی ایس آی ټازيانو د ملابیجلیګر په ژبه هی شرميدليو …🤮🤮🤮

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب