پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپنجشېر کې په لومړي ځل د زمردو نندارتون جوړ شوی

پنجشېر کې په لومړي ځل د زمردو نندارتون جوړ شوی

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۲۱ مه)د پنجشېر په مرکز کې د لومړي ځل لپاره د زمردو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

د  پنجشېر لپاره د طالبانو والي حافظ محمد آغا حکيم په یادو مراسمو کې ویلي، چې د یاد نندارتون موخه زمردو ته د کورنیو او نړیوالو سوداګرو پاملرنې جلبول دي.

 د هغه په وینا، په دغه نندارتون کې په ۸۰ غرفو کې لاسي صنایع، قیمتي ډبرې، کرنیز محصولات، روغتیايي بوټي، او نور بېلابېل توکي نندارې ته اېښودل شوي و، چې موخه یې د هېواد زمردو ته د کورنیو او نړیوالو سوداګرو پام را اړول ښودلي دي.

په ورته مهال د پنجشېر والي حافظ محمد آغا حکیم ویلي، چې اوسمهال په پنجشېر کې د زمرودو ۱۲۰۰ کانونه ثبت دي.

طالبان دا خپله لویه لاسته راوړنه ګڼي، خو منتقدان یې باور لري چې د مسلکي چارواکو په نه موجودیت او د مشروع حاکمیت په نه موجودیت کې د کانونو سپړل او تړونونه خپله یوه نامشروع هڅه ده، چې طالبان یې دا خبره نه مني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب