سه شنبه, اکتوبر 8, 2024
Homeخبرونههالنډ ته ماتې انګلیستان پایلوبې ته وساوه

هالنډ ته ماتې انګلیستان پایلوبې ته وساوه

تاند(پنجشنبه، د سرطان ۲۱ مه) د اروپا د فوټبال په اتلولیو کې تېره شپه په دوهمه نیمه پایلوبه کې انګلیستان دوه پر یو هالنډ ته ماته ورکړه.

دې بري د انګلیستان لوبډله پایلوبې ته ورسوله. ټاکل شوې ده چې د انګلیستان لوبډله په پایلوبه کې د هسپانیا له لوبډلې سره مخامخ شي چې وړمه ورځ (سې شنبې) یې په لومړۍ نیمه پایلوبه کې فرانسې ته ماته ورکړه.

د هالنډ ټیم تېره شپه د لوبې د لومړۍ نیمايي په لومړیو لس دقیقو کې ګول وواهه خو انګلیسی لوبغاړو، چې پر لوبه مسلط ښکارېدل، د پنالټي په شوټ لوبه مساوي کړه. په دوهمه نیمايي کې بیا هم د لوبې ډېر کنټرول له انګلیسی لوبغاړو سره و، تر دې چې د لوبې په وروستیو دقیقو کې یې دوهم ګول ووهه او سیالي یې د ځان په ګټه دوه پر یو پای ته ورسوله.

1 COMMENT

  1. چی پورته خبر به کوم شوقی او ذوقی د فوټبال میَن کس له لندن څخه تاند ته را لیږلی وی؟
    د یو ورزشی ټیم سره مینه د هر چا د انتخاب حق او انتخاب ئی د درناوی وړ دی خو خبره دا ده چی د انګریز او هسپانیا تر منځ د لوبی د نتیجې رپورټ ولی نه دی را لیږل سوی؟
    ورزش هم اکثراً د یو مینه وال د روحی – فکری او حتی سیاسی عقیدې د څرنګوالی سره مستقیمه اړیکه لری.
    که څه ما غوندی کسان ورزش خصوصاً فوټبال ته د یوه هنری نندارې حیثیت لری خو بیا هم ددې او هغه ټیم په طرفداری کی ځینی عواطف او احساسات په جدّی توګه دخیل وی.
    د ۱۹۸۸ د اروپا د جام په فینال کی د هالنډ او شوروی ټیمونه سره مخامخ سوه، کله چی هالنډ لوبه وګټله نو درواغجن خبره زما او زما د کشرانو وړونو د لاسونو ورغَوی د خوښې په چکچګو تڼاکی سوه.
    شل کلونه وروسته د روسئې او انګریز تر منځ د اروپائی جام په لوبو کی روسیه د انګریز په ماتی بریالۍ سوه چی بیا می د خوښۍ له لاسه ۳ ورځی د بایسکل د چلوَلو توان نه درلود!!!.
    هو
    دا مسائل شته پدې پېچلې او مرموزه سیاسی – ورزشی نړۍ کی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب